(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سوله: نیک هدف خو ستونزمنه لار

[27.Jul.2015 - 18:18]

لیک: جمال رحمن

د طالبانو سره د سولې خبرو دوهم پړاؤ به د جمعې په ورځ په چین یا پاکستان کې پیل شي. د اورومچي په ځاۍ په اسلام اباد ټینګار - په خپل انحصار کې د طالبانو د ساتلو له پاره د پاکستان نیت څرګندوي. د ای اس ای د دوربین لاندی د سولې خبرې له یوې خوا د طالبانو د مانور ساحه محدودوي له بلي خوا افغاني لورې د فشار لاندی پاتي کیږي. همدغه شان د سولي د خبرو سره همزمان د افغانستان په بیلوبیلو سیمو کې د طالبانو عملیات، دیورند په کرښې او حتی د هغی رادیخوا د تاسیساتو جوړول د سولې په پروسه دوه ګونې اغیز لري، چې پاکستان له خوا په دقیقه توګه محاسبه شوی:

اول، د افغانستان حکومت دننه د سیاسی او روحي فشار لاندی راځي، امنیتی ځواکونه دفاعی عمل ته مجبوروي او ځاني تلفات د سولې په پروسه د افغانستان د خلکو باور کمزورې کوي. په دی توګه په کور دننه د حکومت موقف کمزورې او د عامه ذهنیت د سوالونو سره مخ کیږي. ددی سناریو نه پاکستان د زیاتو امتیازونو تمه کوي، چې دا بیا په خپل وار په افغانستان کې د بی باورۍ، او عامه نارضایتۍ باعث کیږي.

دوم، ځاني تلفات او همدغه شان د افغانستان په خاوره د پاکستانی پوځیانو علني تېرې د طالبانو په وړاندی د عامو وګړو کرکه زیاتوی او د خلکو دا ذهنیت نور هم تقویه کوي چې طالبان د بهرنیانو او په تیره د پاکستان د اهدافو د وسیلې پرته بل څه نه شي کیدی. په دی کار سره پاکستان کولی شي چې یوي نتیجې ته د رسیدو باوجود بیا هم طالبان د اوږدې مودې له پاره په خپل انحصار کې وساتي. ځکه طالبانو نه د خپل حکومت په وخت کې او نه هم د هغې نه وروسته د خلکو د سوکالۍ، ټولنییز او اقتصادي پرمختګ له پاره کوم کار کړې او نه یې کوم کاري پروګرام درلود. د دوۍ ټول کړه وړه د زور له لارې دي. نو ځکه په عادي حالاتو کې دغه شان یوه ډله په اسانۍ سره د خلکو زړونه او ملي مشروعیت نه شي تر لاسه کولې.

که څه هم دغه کړکیچن حالت د سولې په پروسه کې زموږ د مرکچیانو کار سختوي او حکومت د ډیرو، سیاسي، اقتصادي او امنیتي ګواښونو سره مخ کوي خو بیا هم نه د افغانستان حکومت او نه هم طالبان د سولې پرته کوم بل ښه بدیل لري. د ټولو ستونزو او کمزوریو باوجود باید د سولې پروسه و نه دریږي. خو په دی ستونزمنه او د خطرونو ډکه لار کې د افغانستان خلک، سیاسی، ټولنیز او مدنی بنسټونه، میډیا، حکومت او همدغه شان طالبان باید خپلو مسؤلیتونو ته متوجه وي او د افغانستان ملي ګټې په نظر کې ونیسی.

د سولې په پروسه کې که څه هم موږ په ظاهر کې د طالبانو سره مخ یو، خو واقعیت دادی چې زموږ اصلی طرف پاکستان دی. پاکستان په افغانستان او سیمه کې خپل اهداف لري چې د طالبانو د اهدافو سره فرق کوي، د طالبانو نه د دغه اهدافو د لاس ته راوړلو له پاره کار اخلي. د سولې خبرې هیلې زیږوي خو په واقعیت کې دغه پروسه ډیره اوږده او کړکیچنه ده. د افغانستان نه د پاکستان غوښتنې زموږ تیر او هم اوسني حکومت ته، تر ډیره حده د افغانستان نخبه ګانو او عامو خلکو ته هم معلومي دي، چې ځنې یې معقولې او موږ ته هم د منلو وړ دي. خو په دې غوښتنو کې ځنې داسی غوښتنې هم شته چې د یو تاریخي ملت په توګه د افغانانو ملی غرور د پښو لاندی کوي، زموږ د اقتصادي ودې مخه نیسی، اقتصاد مو په پاکستان پورې تړي او زموږ ملي حاکمیت محدودوي. نو څنګه چې پاکستان خپل اهداف تعریف کړي، د خبرو له پاره یې خپله ستراتیژي ټاکلې د امتیازاتو لاس ته راولو له پاره یې سیاسي، امنیتي، اقتصادي او استخباراتي وسایل یقینې کړي - د افغانستان حکومت ته هم په کار ده چې د سولې په خبرو کې هم په کور دننه او هم په سیمه او نړۍ کې دقیق کار وکړي او په پوره تیارۍ د یوه غښتلی موقف سره د یو ازمایل شوي او د امکاناتو خاوند رقیب سره د خبرو میز ته کیني.

تیرو انتخاباتو تر ډیره حده ملي کانزنس کمزورې کړې، او د اغیزمنو شخصیتونو او بنسټونو ترمنځ یې بی باوري رامنځه کړې او تر یوه حده یې د ډیالوګ او تفاهم فضا له منځه وړې. دغه حالت د سولې په خبرو کې د افغانستان د حکومت دریځ کمزورې کوي. د افغانستان حکومت باید په ملي سطحه هڅه وکړي چې په دی ملي پروسه کې ملي تفاهم رامنځ ته کړي.

طالبان هم څنګه چې فکر کیږی یوه واحده او د یوه فکر خاونده ډله نه ده. ډیرو اغیزمنو اشخاصو او وګړو د مختلفو دلایلو په وجه طالبانو ته مخه کړي او ټول طالبان هم د ای اس اي په دام کې نه دي. د افغانستان حکومت باید د رسمي خبرو سره موازې د موجودو کانالونه له لارې د طالبانو سره پخوانیو خبرو ته دوام ورکړي. د طالبانو د هرې ډلې راضي کول په دغه ډله د پاکستان نفوذ ته صدمه رسوي او د طالبانو د مانور ساحه پراخوی، چې دغه کار بیا ملي مسؤلیتونو او د افغانستان ګټو ته طالبان متوجه کوي.

د مرکو او جرګو په سطحه افغانان غښتلي او ازمایل شوي مرکچیان لري خو د سولې اوسنۍ پروسه   یوازې کورنۍ ستونزه نه ده چې موږ یې وشو کړی د عنعنوي ټولنیزو مؤسساتو او میتودونو له لارې حل کړو. موږ د یوه غښتلې چلباز، دوه مخې، مکار او ظرفیت لرونکي رقیب سره مخ یو. نو ځکه زموږ هر ګام باید سنجول شوی، هره کرښه او هر لغت مو د مانا او تعبیر په لحاظ واضح او په بین المللی معیارونو برابر وي. موږ د سولې په خبرو کې د اقتصاد، سیاست، د سیمه ییزو ستونزو او کړکیچونو ماهرینو، په نړیوالو اړیکو پوه او ځیرک حقوق پوهانو ته ضرورت لرو. که په افغانستان کې دغه ظرفیتونه موجود نه وي باید د بی طرفه نړیوالو حقوق پوهانو نه د مشاورینو په توګه مرسته وغواړو.

که څه هم موږ د پاکستان سره طرف یو خو د افغانستان قضیه پراخ سیمه ییز، او نړیوال ابعاد لري. دلته د ډیرو سیمه ییزو او نړیوالو قوتونو ګټې سره ټکر کوي او ددی ټکر په نتیجه کې افغانستان ته بې ساري سیاسی، اقتصادی او فزیکي زیانونه رسیږي. نو ځکه باید د افغانستان حکومت د خپل دریځ د غښتلتیا او نتیجې ته د رسیدو په هدف خپلې هلې ځلې د سیمې د هېوادونو او نړیوالو قوتونو او اغیزمنو بین المللی سازمانو سره همغږي کړي. دلته ایران، هند، چین، د امریکا متحده ایالات، د مرکزي اسیا او د سعودی عربستان په مشرۍ د خلیج هېوادونه اسلامی کنفرانس او ملګري ملتونه د یادولو وړ دي.

لنډه دا چې سوله یو ضروري او حیاتي هدف دی خو دغه هدف ته د رسیدو لار ډیره ستونزمنه او د خنډونو ډګه ده. په دی پروسه کې زموږ د غوښتنو او هلو ځلو مشروعیت غښتلې دی خو وسایل مو د مقابل لوری په تناسب کمزوري دي. موږ باید په دی پروسه کې د ټول اولس، سیاسی او ټولنییزو بنسټونو ملاتړ د تر لاسه کولو هڅې وکړو او خپلې هلې ځلې د سمیې د او نړۍ د اړوندو هېوادونو او سازمانو سره همږغې کړو. څنکه چې په دی لار کې زموږ تیری تجربې ډیرې ترخي وی او د مقابل لوري په رښتینولۍ او صداقت زموږ ولس او نخبه ګان سخت شکمند دي نو ځکه باید زموږ هر قدم د احتیاط سره مل وي او په هر پړاو کې د پوره مهارت نه کار واخلو. موږ باید د مقابل لوري په خبرو او وعدو هغه وخت باور وکړو چې صداقت یې د عمل په ساحه کې ثابت شي. 

 

- جمال رحمن
بېرته شاته