(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

برمنګم : د قرآن کريم تر ټولو پخوانۍ نسخه

[22.Jul.2015 - 23:03]

Inayat Ullah Kakar
الله اکبر، لا اله الا الله والله اکبر و لله الحمد...!
----------------------
د برتانيا د برمنګم پوهنتون د زړو کتابونو له زيرمتونه د قرآن کريم تر ټولو پخوانۍ چې آن کيدای شي لومړنۍ نسخه وي، لاسته راغلي ده.
د وزې په پوستکې په حجازي لیکدود ليکل شوي دغه نسخه هغه مهال لاس ته راغله چې د انتيکو ليکنو د دکتورا یوه مسلمان زده کونکي د عراق له موصل نه په ۱۹۲۰ز کال کې یوه برتانوي مسيحي پادري انګلستان ته یوړې. په انګلستان کې دغه نسخه هغه مهال تر لاسه شوه چې د باستاني اسنادو د دکتورا یوه مسلمان زده کونکي اسلامي اسناد پلټل چې په دغه نسخه یې سترګې ونښتلې. نوموړی چې کله پوه شو چې دا د قرآن کریم نسخه ده نو یې د راډیو کاربن معاينې پريکړه وکړه او له معاينې وروسته څرګنده شوه چې دغه مبارکه نسخه نژدې ۱۳۷۰ کاله قدامت لري. د معايناتو له مخې دغه نسخه د 568 او 645 ز کلونو په موده پورې تړاو لري. د برمنګم پوهنتون د مسیحي او اسلامي څيړنو د مرکز مشر پروفيسر ډيوډ تهامس څرګنده کړي چې دغه نسخه د قرآن کریم له اوسنیو نسخو سره بيخي ورته ده چې په ډاګه کوي چې په دغه اِلهي کتاب کې د نورو کتابونو پر خلاف هيڅ ډول تحريف او بدلون نه دی رامنځته شوی. نوموړي دا هم څرګنده کړه چې له څيړنو دا جوتيږي چې د دغې نسخې ليکونکي د رسول الله ﷺ زيارت کړی وو او کيدای شي هغه یې نژدې ملګر (صحابي) پاتې شوی وي، او د رسول الله ﷺ بلنيزې ويناوې یې اوريدلي او دغه مهال یې هغه ليدلی وي. نوموړي زياته کړه چې تر دې وړاندې هم له ځینو خلکو سره د قرآن کریم باستاني نسخې موجودې وې، خو د پوهنتون له لورې د راډیو کاربن معاینې پايلو څرګنده کړه چې دغه نسخه په ۶۴۵ز کال کې ليکل شوي او په کتابي بڼه په ۶۵۰ز کې ترتيب شويده چې ترې څرګنديږي چې دا نسخه تر شته ټولو نسخو پخوانۍ ده.
نوموړي دا هم وويل چې د وزې د پوستکې د قدامت په اړه د معایناتو پايله دا وه چې دا د رسول الله ﷺ له ژونده دوه لسيزې د را پديخوا زمانې وه. د برمنګم پوهنتون یوه بل مسلمان لرغونپوه دکتور محمد عيسی څرګنده کړه چې د قرآن کریم د نسخو د ترتيب او تنظيم کار د لومړیو دریو خلفاؤ په زمانه کې د ۶۳۲ز او ۶۴۵ز تر منځ تر سره شوی دی خو لومړنۍ رسمي مرتبه قرآني نسخه د حضرت عثمان غني ؓ په زمانه کې جوړه شوه او ګڼې دا ډول نسخې هغه مهال د اسلامي نړۍ پلازمېنو ته وليږل شوې. د نوموړي په وینا په ښکلې او ښکاره حجازي ليکدود کې ليکل شوي دغه نسخه کیدای شي د همدغې زمانې یا تر دې هم د وړاندې زمانې وي

- Inayat Ullah Kakar
بېرته شاته