(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ډاکټر نجیب الله د مقبرې بې حرمتي

[14.Jul.2015 - 19:25]

محمدانور اڅړ

د مریستنو(قبرونو) او مړیو بې حرمتی دپښتونولۍ له نظره:

پښتانه د پښتونولۍ د قانون(نرخ) پر بنسټ د خپل وژل شوي دښمن بې عزتي نه کوي، پښتون خپل د سر دښمن وژني خو د هغه د مړي بې حرمتي نه کوي چې په دې اړه په پښتنو کې مشهوره ده: خپل دښمن مړ کړه، خو سپکوه یې مه» د مړیو سپکاوی یو ناځوانه عمل دي دا کوم د تورې کار نه دی چې یو څوک دې د چا مړی له مړیستون څخه راوباسي او له هغې څخه دې غچ واخلي، دا د غچ اخیستل نه دي، بلکه د ځان شرمول دي، ژوندې او میړني خلک له ژوندیو سره جګړې کوي، نه له مړیو سره، د مړیو سره د جګړې نه کولو په اړه ګوډ تیمور چې یو لوی ظلم او نړیوال ترهګر پاچاه ؤ خو بیا هم د خپلو متفاوتو کړنو په لړ کې وایی:«زه پوهیدم چې د قونیې په ښار کې د مثنوي کتاب لیکوال خښ شوی دی، مثنوي کتاب او د مثنوی ویونکی مې نه خوښیږي ځکه چې د مثنوي لیکوال ټول ادیان یو شان برابر بللي دي... دا چې زه له مثنوي څخه کرکه لرم نو وروسته له هغې چې د قونیې ښار ته ورسیدو، نو زما ملګرو راته وویل: د مولوي جلاالدین محمد بلخي مړیستون به وران کړو او د هغه هډوکي به له مړیستون څخه راوباسو، خو ما وویل: د تیمورګرګین جګړه له مړي سره ناوړه کار دی، زه خپل ځان د مولوي د مړیستون پر ورانولو باندې نه شرموم، زه له ژوندیو سره جګړه کوم چې زما پر وړاندې ودریږي نه له مړیو سره. (منم تیمور جهانګشا ص ۴۱۷)

خو له بل پلوه پښتون پاچاه، علاؤالدین جهانسوز چې شاعر، عالم، حاضر ځوابه او ورسره یو ترهګر او د اسماعیلیه ملحدینو خواخوږی ؤ د تیمور پر خلاف یې له مړیو سره هم جګړه وکړه وایي چې وروسته له هغې چې د غزني ښُکلی ښار یې له غزنوی بهرامشاه څخه ونیوه نو امر یې وکړ چې د غزني ښکلی ښار چې (د ښارونو ناوی) یې بللو وسوزوي په ښار کې اوه شپې ورځې اور بلیده او بیا یې د غزنوي پاچاهانو مړیستنونه وران کړل او د دوي هډوکي یې له مړیستنو څخه وایستل او ویې سوزول. (پښتانه د تاريخ په رڼا کې،ص ۳۰۰)

څو کاله وړاندې د پښتنون اولسستر صوفي عالم او پیاوړی شاعر عبدالرحمن بابا  زيارت چي دپيښور په ښار کې پروت دي د ترهګرو لخوا په بمونو باندې والوزول شو چې له امله یې ټول پښتانه او نور نړیوال خورا ډېر خواشني شول او د دغه ناځوانه عمل عاملین یې ترهګر او ... وبلل، رحمان بابا د دا ډول ظالمانو، نادانو، بې هنرو، نااهلو، بدکردارو... په اړه لا پخوا په ژوندوني باندې لاندې شعرونه ویلي دي:

په سبب د ظالمانو حاکمانو       =       ګور و اور و پېښور درې واړه یو دي

غزا وشوه که ځان ستایې و رحمان ته  =  بې هنر ګاؤ خر درې واړه یو دي

د رحمان کلام په غوږ د بې هنرو = لکه دُر په لاس د طفل هسې خوار شه

دانایان به د رحمان په قال پوهیږی    =     دلته کار د هر نا اهل نادان نشته

ای رحمانه چې بد فهم بد کردار شي    =   راته وایه سپی بهتر دی که سړی

دمکې په بزرګۍ کې هېڅ شک نه شته = ولې خربه حاجې نه شي په طواف

که په سل دریابه غسل دځان وکا = ګمان مه کړه چې به سپی شي پاک وصاف

زه رحمان د زمانې له جوره درومم       =     خپل صاحب لره په داد او په فریاد

دا شان په کال ۱۳۹۱،ه، ش، کې د وتلي سیاستوال او شاعر اجمل خټک مړیستون په پېښور کې هم په بمونو والوزولو شو اجمل خټک د پښتون قوم ویاړ ؤ او ټول پښتانه د ده د مړیستون په بې احترامۍ باندې خفه دي.

د مریستنو ورانول او د مړو سپکول د خوارجو(د اسلام څخه وتلي) او اسماعیلي ملحدانو کار دي چې د اسلام په لُمړیو کې یې حتَی د کعبې شریفې بې حرمتي هم وکړه، خوارجو د خپلو مخالفینو مړي له مریستونو څخه رایستل او بې حرمته کول، وایې چې لهډېره اوږدې موده پورې یې دحضرت علی(رض) مړیستون  پټ ساتلی ؤ.

په اسلام کې د مړیو بې حرمتي منع ده او پېغمبر(ص) خپلو اصحابو کرامو ته په ټنګه ویلي دي چې د وژل شویو کسانو مثله کول او بې حرمتي به نه کوي، په هر صورت دا خو د تش په نامه مسلمانانو لخوا د مسلمانانو د مړیو بې حرمتي وه، له بې خوا امریکایانو د اسمامه بن لادین د جسد بې حرمتی وکړه ، نوموړی یې لُمړۍ د خپلو ماشومانو پر وړاندې په مخ باندې پنځه مرمۍ وویشت او بیا یې د هغه مړی بحر ته وغوځولو چې دا دواړه کړنې ترورستي کړنې دي په دې مانا چې د یوه پلار وژل د خپلو ماشومانو پر واندې او بیا  د هغه مړی اوبو ته غورځول.

د ډاکټر صاحب نجیت الله د مړی بې حرمتي لُمړی په هغه ورځ وشوه چې د طالبانو لخوا په ناځوانه توګه شهید شو او اوس  یې بیا د مریستون بې عزتي کیږي، اوس به دغه ناځوانه ترهګر چې د رحمان بابا، اجمل خټک، ډاکټرصاحب او نورو مړیستنو بې حرمتی کوي د امریکایانو نړیوالو ترهګرو کفارو سره څه توپیر لري؟ ځواب ښکاره دی دغه تش په نامه مسلمانان له امریکایي ترهګرو سره په کړنو(عمل) کې هېڅ توپیر نه لری.    په درنښت

 

 

 

- محمدانور آڅړ
بېرته شاته