(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د باچاخان تقرير

[10.Jul.2015 - 16:05]

د وړو ماشومانو خدايي خدمتګارانو د سپاسنامې پۀ جواب کښې د باچاخان تقرير
د باچاخان خدمت کښې د ماشومانو سپاسنامه

۱۷اکست ۱۹۴۶ : د يؤ ملک ازادي د هغې ملک د ؤسېدونکو پېدايشي حق دے ـ د دې حق نه کۀ ډېره موده يؤ قوم محرومه پاتې کړے شي خو اخر يؤ ورځ راشي چې هغه قوم دغه خپل پېدايشي حق حاصل کړي ـ زمونږ د ملک د غلامۍ هم يوه زمانه تېره شوه، خو رو رو حالات بدلېږي اؤ ډېر زر امېد کېدے شي چې زمونږ د غاړې نه د غلامۍ دا شرمناک طوق لرې شي ـ باچاخان ته دې خداے ژوند ورکړي، پښتون قام د دۀ پۀ برکت نن ډېر مخکښې تلے دے ـ

د پيرنګي د شهنشاهيت پۀ مقابله کښې يې هر قسم عمل ته مْلا تړلې ده اؤ څومره چې ورځې تېرېږي، د پښتون قوم پۀ مخکښې ځي ـ د دې سلسلې يوه نوې کړۍ د وړو ماشومانو خدايي خدمتګارانو تنظيم دے ـ د لږو ورځو نه د پړانګ چارسدې پۀ سوونو ماشومان پۀ نوي تنظيم کښې داخل شوي دي ـ اوس اوس پۀ پړانګو کښې دې ماشومانو يوه عظيم الشانه جلسه ؤکړه ـ باچاخان ته يې دعوت ورکړے ؤ ـ باچاخان د دوي پۀ جلسه کښې شامل شۀ اؤ ډېر زيات خوشحاله شۀ ـ دې ماشومانو باچاخان ته يوه سپاسنامه ورکړه چې هغه لاندې ليکلې شوې ده ـ ورسره يې يؤ بل نېک اقدام ؤکړۀ ـ هغه دا چې سل روپۍ چنده يې د “پښتون” اخبار د امداد د پاره باچاخان ته حواله کړه اؤ څنګه چې دوي پۀ خپله سپاسنامه کښې ذکر کړے دے ـ دا هغه پېسې وې چې دوي ته مور پلار د بازار د سېل اؤ خوراک د پاره ورکړې وې ـ د خپلې ژبې د اخبار سره دومره محبت د دوي يوه لويه د قدر اؤ ستاينې قابله کارنامه ده ـ د هغه تعليم يافته پښتنو زلمو سر د ندامت نه ښکته کېدل پکار دي چې د پْردو ژبو پۀ اخبارونو خو بلها بلها پېسې ورکوي، مګر د “پښتون” لوستل اؤ جاري کؤل ورته يؤ ګران کار ښکاري ـــ دا ځکه چې دوي ته خپله ژبه سپکه ښکاري اؤ چا ته چې خپله ژبه سپکه ښکاري، پۀ اصل کښې هغوي ته خپل قام سپک ښکاري اؤ د خپل قام سپک ګڼل ځان سپک ګڼل دي ـ

اميد دے چې پوهېدونکي پښتانۀ به د ماشومانو د دې نېکې جذبې نه عبرت واخلي اؤ خپلې ژبې ته به نور پۀ سپک نظر نۀ ګوري ـ لاندې مونږ د ماشومانو دغه سپاسنامه درج کوو).

"پۀ خدمت کښې د عالي جناب خان فخرِ افغان صاحب!
خوږه مشره! مونږ ټول واړۀ د پړانګ چارسدې تاسو ته د زړۀ د اخلاصه هرکلے وايو ـ
د قوم سالاره! مونږ تا ته بلکل پۀ ريښتيا سره وايو چې نن مونږ د خوشحالۍ نه پۀ جامو کښې نۀ ځائېږو، ولې چې چرته تاسو اؤ چرته واړۀ بچي؟

د پښتون قام رهنما! دا ډېره لويه د خوشحالۍ موقع ده اؤ مونږ پۀ دې باندې فخر کوو اؤ دا مو عقيده نوره هم کلکه شؤله چې تاسو غوندې د قام اصلي رهنمايي کؤلې شي چې زمونږ غوندې ماشومانو اوازونه کوز نۀ غورځوئ ـ

ننګياليه ځوانه!
هر کله چې مونږه ؤکتل چې تاسو د ورکوټوالي نه تر دې وخته پورې د قام پۀ خدمت کښې د هېڅ قسم قربانۍ نه درېغ ؤ نۀ کړلو ـ هجرتونه، جېلونه، نظربندي اؤ پۀ دې هم د ظالمانو خْوا سړه نۀ وه ـــ نو بيا پښتۍ اؤ سر ماتؤل هم تاسو يؤ معمولي کار ؤګڼلۀ ـ هم دغه وجه ده چې خدايي خدمتګاران ستاسو پۀ يوه معمولي اشاره باندې ځانونه قربانوي ـ

د پښتون قام مشره!
مونږ هم دغې کارونو دې ته تيار کړو چې د ملک خدمت ته مْلا ؤتړو ـ خلقو ته به عجيبه ښکاري چې دا معصومان به خدمت ؤکړي ـ دا ټيک ده، لېکن چونکې مخکښې قام زمونږ نه جوړېدونکے دے ـ پۀ دې وجه مونږ ورته ځان اوس تياروو اؤ انقلاب سره ځان بلدوو ـ

ننګياليه پښتونه!
مونږ ستاسو توجه خپل طرف ته راګرځوو چې زمونږ حال باندې رحم ؤکړئ اؤ زمونږه د تعليم قيصه د سر نه خرابه ده ـ کۀ چرې تاسو ټوله توجه دې خوا ته ؤګرځؤله نو اميد دے چې ستاسو پۀ برکت به زمونږ ټوله قيصه بدله شي اؤ ستاسو پۀ ذريعه مونږ ټول معصومان د وزارت نه درخواست کوو، چې زر تر زره مونږ له هغه تعليم راکړي چې کوم نورو قومونو ته ورکېدے شي اؤ مونږ د دې اهل شو چې قام اؤ ملک د بل نه خپل کړو ـ

د پښتنو رهنما!
مونږ ټولو معصومانو خپله معمولي چنده کړې ده اؤ پۀ هېچا مو بوج نۀ دے اچؤلے اؤ هغه پېسې چې کومې مونږ ته والدېنو انه دوه پېسې د ورځې راکړې دي، هغه مو جمع کړې دي ـ د هغې تعداد سل روپۍ دي ـ تاسو ته د “پښتون” رسالې د پاره دا لږ غوندې رقم پېش کوو ـ

پۀ اخر کښې مونږ ټول معصومان تاسو ته دا يقين درکوو چې مونږ بلکل تا پسې يو اؤ تاسو خپل حقيقي رهنما اؤ مشر ګڼو اؤ د زړۀ د اخلاصه د الله تعالٰی نه دا سوال کوو چې تاسو له ډېر عمر درکړي چې مونږ اباد اؤ ازاد وينئ” ـ

مونږ يو ټول معصومان د پړانګ چارسدې
١٩، ٠٣، ١٩٤٦ء

زما خْوږو ماشومانو بچو!
زۀ ستاسو د دې مينې اؤ محبت ډکې سپاسنامې شکريه ادا کؤم اؤ تاسو ته دعا کؤم چې الله تعالٰی تاسو ته عمر درکړي اؤ خداے پاک ستاسو دا قومي اؤ ملکي ارمانونه پوره کړي ـ

زۀ ډېر خوشحاله شوم چې نن ستاسو وړو وړو بچو پۀ زړۀ کښې مې د قوم د ترقۍ اؤ د ملک د بهترۍ جذبه ؤليده، دا انقلاب دے ـ خداے پاک چې د يؤ قوم د اوچتؤلو اراده ؤکړي نو هم دغسې حالت پېدا کړي ـ د دنيا تاريخ ګواه دے چې يؤ قام هله ازادېږي اؤ يؤ ملک هله ابادېږي چې د هغه قام پۀ وړو لويو نارينؤ زنانؤ ټولو پۀ زړونو کښې د وطن مينه پېدا شي اؤ هغوي د خپل ذليل حال احساس ؤکړي اؤ د عمل مېدان ته راؤځي ـ تاسو پۀ خپله سپاسنامه کښې د تعليم د ناقص انتظام ذکر کړے دے، دا بلکل صحيح خبره ده ـ يوازې د تعليم انتظام ناقص نۀ دے، بلکې پۀ موجوده حکومت کښې هره محکمه د قسم قسم خرابو نه ډکه ده ـــــ لکه پوليس ته ؤګورئ، سِول ته ؤګورئ، د مال محکمې ته ؤګورئ، د صحت محکمې ته ؤګورئ!!! کومه محکمه ده چې د هغې انتظام ټيک دے؟ د هرې محکمې ملازم د خپل فرض منصبي هېڅ خيال نۀ ساتي ـ صرف د خپلې ګېډې اؤ ذاتي فائدې پۀ سودا کښې هر وخت ډوب وي ـ قام تباه کېږي کۀ ورکېږي، د دوي پْرې هېڅ کار نۀ وي ـ بس دا غواړي چې څۀ مې تر ګوتو کړے اؤ خپل کور مې اباد کړے ـ د دې ټولو خبرو اصلي وجه څۀ ده؟ هغه صرف زمونږ غلطي ده اؤ د اجنبي قام حکومت دے ـ هر کله چې حکومت د يؤ قام سره همدردي نۀ لري نو د اهلکارو اؤ ملازمانو څۀ کار دے چې قام ته به فائده رسوي؟ د دې ټولو مرضونو صرف يؤ علاج دے اؤ هغه د ملک ازادي ده ـ کۀ خداے تعالٰی فضل ؤکړۀ اؤ مونږ پۀ خپل مقصد کښې کامياب شو اؤ ملک ازاد شۀ نو د دې ټولو خبرو به اصلاح ؤشي ـ کۀ سرکاري ملازمان پوهه شو چې زمونږ ترقي اؤ نېکنامي د قوم د مشرانو پۀ لاس کښې ده اؤ مونږ ته به هله فائده رسي چې د قام د فائدې څۀ کار ؤکړو نو دا ټول سرکاري خلق به هېچرې د خپلو فرضو نه بې پرواهي ؤ نۀ کړي ـ مګر نن دوي پوهېږي چې د محکمې د لوي افسر خوشامنده کوه، د هغۀ پۀ تابعدارۍ اؤ وفادارۍ کښې څۀ فرق مۀ راوله نو خپل فرض به ادا کوې اؤ کۀ نۀ، د دې څۀ پرواه نشته اؤ د محکمو افسران پوهېږي چې مونږ ته څوک نقصان نۀ شي رسؤلے ـ زمونږ خېر و شر د پيرنګي پۀ لاس کښې دے نو ضرورت څۀ دے چې مونږ خپل ماتحت مجبور کړو چې د قام د فائدې څۀ کار ؤکړي ـ کۀ پۀ ملک کښې قتلونه کېږي، شر فسادونه کېږي، خلق د لوږې نه مْري، بربنډېږي، واړۀ بې تعليمه لوئېږي، د قام صحت تباه کېږي ــــ د محکمو د افسرانو نه د تپوس څوک نشته ـ دوي ته څوک سزا ورکؤلې نۀ شي ـ د دوي پۀ تنخاګانو اؤ الاؤنسونو کښې څۀ کمے څوک راوستے نۀ شي، نو پۀ هغوي څۀ دْرانۀ پْراتۀ دي چې د قام د بهترۍ غور ؤکړي؟ دوي خو به هله وېرېدل چې د دوي د ملازمت ترقي تنزل د قام پۀ خدمت منحصر وے ــــ نو ځکه زۀ تاسو ته دا وايم، د هر څۀ نه ضروري کار زمونږ دا دے چې د اجنبي حکومت نه مونږ خپل ملک ازاد کړو ـ

تاسو ته به معلومه وي چې اوس اوس د پيرنګيانو وزير اعظم پۀ يؤ تقرير کښې وئيلي دي چې مونږ هندوستان نور غلام ساتل نۀ غواړو اؤ د دې غرض د پاره يې يؤ څو لوي لوي پيرنګيان رالېږلي دي چې د هندوستان سره څۀ فېصله ؤکړي ــــ نو کۀ د هغوي دعوؤ ته سړے ؤګوري، خو دا د خوشحالۍ خبره ده ــــ مګر زۀ پۀ خپل ځان د عمل معتقد يم ـ مونږ به د هغوي عمل ته ګورو چې دوي څۀ کوي ـ زمونږ خپل فرض دا دي چې مونږ خپل تحريک مضبوط کړو ـ پۀ ځان کښې د دې خبرې طاقت پېدا کړو چې انګرېز زمونږ طاقت ته سر ښکته کړي اؤ مونږ ته خپل ملک پْرېږدي اؤ کۀ زمونږ قومي طاقت نۀ وي، نو هسې د خْلې پۀ خبرو مونږ ته هېڅ فائده نۀ رسي ـ زمونږ ټول پښتون قام له پکار دي چې يؤ خْلۀ يؤ زړۀ شي ـ خپلې کورنۍ جګړې پَرې جمبې پْرېږدي اؤ خپل ملک ازاد کړي ـ

پۀ اخر کښې زۀ يؤ ځل بيا ستاسو د ټولو بچو شکريه ادا کؤم اؤ تاسو ته دعا کؤم چې تاسو ته دې خداے تعالٰی د ملک اؤ د قوم د خدمت توفيق درکړي ـ امين!

("پښتون"، ١٧ اګست ١٩٤٦ء)

د دنيا کفر او اسلام د پېرنګيانو په لاس دے ما تاسو سره په وړاندې پرچه کښې وعده کړې وه، چې زۀ به تاسو ته ښايم چې دا روسيان ولې سرۀ کافر وو او پېرنګيان څنګه اهل کتاب وو، سره د دې چې دواړه عيسايان دي او د عيسي علېه السلام په انجيل باندې يې يو شان ايمان دے، نو بيا يو څنګه سور کافر شو او دويم اهل کتاب؟ بله خبره دا ده چې بيا زمونږ مليانو نۀ د دې قسم فتوو اخستو څۀ ضرورت ؤ، اصل خبره دا وه چې د روس تقريباً په نيمه دنيا حکومت دے او انګرېزانو سره يې په چترال باندې پوله جنګېدلې ده، د هغوي طاقت او پوځونه ډېر زيات دي او وو، د پېرنګيانو سره هر وخت دا ويره وه چې هسې نۀ چرې زمانه هندوستان وانخلي بلکې د هغوي هم هغه وخت دا خيال ؤ، چې انګرېزان د هندوستان نه وباسو. د دې خاطره پېرنګيانو زمونږ بعض مليانو له روپۍ ورکړې، چې هغوي به علاقه په علاقه ګرځېدل او زمونږ ساده مليانو ته به يې وئيل، کۀ چرې يو قام داسې ظالم وي، داسې بدکاره وي، داسې فحش وي نو د هغې دپاره په شرعه مبارکه کښې څۀ حکم دے، هغوي غريبانان د دې دوکه بازو او رشوت خورو نه څۀ خبر وو، هغوي به وې چې سور کافر دے، دې د رشوت ټټوانو به اعلان وکړو، چې دا عيوب خو روس کښې دي او هغه سور کافر دے، لېکن چا هم دا تحقيق ونۀ کړو چې رښتيا دا عېبونه په هغه کښې شته دي او کۀ نۀ. ډنګه ډنګه اخر دا خبرې يې په ټول هندوستان کښې خورې کړې او خورې شوې، اوس دا سوال پېدا کيږي، چې په دې کښې د پېرنګيانو څۀ مطلب ؤ؟ د دې جواب دا دے چې دا يو سياسي چال ؤ، چونکې د دې ځائے خلق د هغوي قام نۀ ؤ، هغوي کافر او دوي مسلمانان وو، د پېرنګيانو دا خيال ؤ چې کۀ چرې زمونږ او د روس جنګ شي او دا مسلمانان په کور کښې دا فېصله وکړي چې هلکه مونږ د څۀ دپاره جنګونه کوو او ځانونه وژنو، دوي دواړه کافران زمونږ ددين دښمنان دي، انګار جاڼې او لوهار، دوي پوهه شه او د دوي کار. مونږ مسلمانانو له په کار نۀ دي چې دوي کښې د يو سره مدد وکړو يا چې کوم سړے دوي په پېسو نوکر کړے دے، د هغۀ خيال به هم دومره وي چې د پېسو په عوض کښې مزدوري وکړي! لېکن چې کوم وخت د مليانو د جنت فتوه او د غازي توب درجه هم ورسره شي نو بيا به هغه خلق او هغه ملازم څومره زور لګوي او په څومره شوق کښې به وي، چې هم خرما او هم ثواب چې هم پېسې وي او هم جنت. نو اے زما ساده پښتنو وروڼو او اې زم د سياست نه ناخبرو مليانو صاحبانو د خدائے دپاره لږې سترګې وغړوئ، د دنيا د قومونو په سياست ځان پوهه کړئ، د دنيا د سياست نه ځانونه خبردار کړئ، ګني څنګه چې قرآن پاک کښې الله تعالٰے مونږ ته د ډېرو قومونو حالات بيان کړي دي، چې تابه او برباد شو (مونږ به هم خدائے دې نۀ کړي) تباه او برباد شو، د هغه قومونو په شان به د دنيا نه زمونږ نوم ورک شي، نن امان الله خان ولې کافر شو، د افغان قوم د ترقۍ خيال يې لرۀ، علوم او فنون يې قام ته ښودل او جاري کول، د پښتنو لويه جرګه يې قايمه کړې وه، افغانستان يې مضبوطولو، لېکن د دې ټولو کارونو اثر به په هندوستان پرېوتو، د دې دپاره د فتوې ضرورت شو، په پېسو حاصله شوه. امان الله خان خو پرېږده، د افغانستان څۀ حال شو، تباه نۀ شو، د دښمن ويره ورکه شوه، زړۀ يې يخ شو، پښتون افغان چې د دنيا په قومونو کښې عزتمند ؤ، هغه څومره سپک شو. ترک کافر دے، ولې؟؟ چې عراق عرب باندې يې پېرنګيانو سره پوله جنګېدلې ده، د پېرنګيانو سره ويره ده چې موصل د تېلو چشمې (چينې) چې کومې ترې نه دوي په زور اخستي دي، چې چرې طاقت بيا نۀ مومي او د مسلمانانو په زور او امداد يې رانه واپس وانخلي، اصلي وجه او کفر يې دا دے (ترکي کافر دے). د نجدې (ابن سعور) کافر دے، ولې کافر دے؟؟؟ د هغۀ هم پېرنګيانو سره پوله ده او د جدې غوندې د امدن يوه بندرګاه ولې ده سره ده او ورځ په ورځ ولې طاقت ورکېږي او ازاد ولې دے، وروڼو د دې نه به هم لوئے کفر وي؟؟ ايران خو پخوانے کافر کړے شوے دے، ولې چې شيعه مسلمان دے. بالشويک خراب دي، ولې؟؟؟ د پېرنګيانو سره يې پوله ده او د دوي او د هغوي په اصولو کښې فرق دے او د دوي ترېنه سترګه سوزي، حالانکې تاسو کتے شئ چې هغوي رعيت له تعليم په خپله ژبه کښې ورکوي، ټولو قومونو له يې حقوق ورکړي دي او هر قوم له يې خپله خپله قومي جرګه ورکړې ده او په خپله بادشاهي کوي، په دې لږه زمانه کښې يې ټول رعيت تقريباً تعليم يافته دکړو، د وزيرانو پورې يې مسلمانان وزيران شته دي، بلکې تاسو به په اخبارونو کښې کتلي وي، قادر خان چې يو مسلمان دے، د بالشويکي جمهوريت د يوې صوبې صدر هم منتخب شوے دے، کۀ چرې په تفصيل سره زۀ ټول واقعات تاسو ته ښکاره کوم، نو مضمون به رانه لوئېږي او زۀ مضمون لويول نۀ غواړم. مضمون ختمؤم بس د قوم په خدمت کښې دومره عرض کوم چې کۀ بد او ښۀ ته شي نو تاسو د دې ښه او اهل کتاب پېرنګي په حکومت باندې غور وکړئ، چې دۀ مونږ له څومره حقوق راکړل، تعليم يې څومره راکړو او په کومه ژبه کښې يې راکړو او په کوم غرض، څومره تعليمي ادار يې قايمې کړې، د دۀ په بادشاهۍ کښې بد اخلاقي پېدا شوه کۀ نېکان خلق. اتفاق راکې پېدا شو، کۀ بې اتفاقي، قوم مو غريب شو او کۀ دولتمند، ښځې مو په کچرو او حوالاتونو کښې دي او کۀ کور دي، مقدمه بازۍ په زياتي دي کۀ په کمي، د اسلام يې څۀ حال کړو، عمل په قرآن دے کۀ په تعزيرات هند. پښتنو وروڼو! لږ انصاف وکړئ، د خدائے دپاره سترګې وغړوئ چې نور د اسلام فروشو او رشوتي ټټوانو په جالونو کښې رانۀ شئ، خپل دوست دشمن، د اسلام دوست دشمن او بن نوع انسان دوست دشمن وپېژنئ. وسلام عبدالغفار "پښتون" جنوري ۱۹۳۰ زما خوږو پښتنو وروڼو! ما همېشه په خپلو تقريرونو کښې تاسو ته دَ خدائي خدمتګارۍ دَ تحريک اصلي مقاصد په واضحو لفظونو کښې بيان کړي دي، څۀ خبرې مې پټې پرېښې نۀ دي، ولې بيا هم کېدے شي، چې زما ځنې وروڼه داسې هم دي، چې هغوي ته زما دَ تقرير اورېدو موقع په لاس ورغلې نۀ وي، يا يې تقريرونه اورېدلې وي خو ښۀ په مطلب يې پوه شوي نۀ وي او يا پوه شوي هم وي خو دَ اخوا دې خوا خبرو په اورېدوسره يې په زړۀ کښې څۀ شکونه پېدا شوي وي نو نن زۀ دَ خپل اخبار "پښتون" په ذريعه يو ځل بيا په صافو صافو لفظونو کښې دَ خپل جاري کړي تحريک خدائي خدمتګارۍ دَ نصب العېن په حقله يو څو خبرې کول غواړم او په دې خبرو تاسو پوهول غواړم، چې دا تحريک دَ څۀ غرض دپاره شروع شوے دے؟ فائده به يې څۀ وي؟ او خېر به يې چاته وي؟ زما خوږو وروڼو! دَ خدائے پاک داسې يو نظام دے، دَ قدرت يو عام قانون دے، چې دَ کوم وخت نه يې دنيا پېدا کړې ده او دَ آدم علېه السلام اولاد يې په دنيا کښې خور کړے دے نو دَ دنيا دَ بېلې بېلې حصې اوسېدونکي يې په بېل بېل قام مشهور کړي دي او هر يو قام ته يې دَ زمکې يوه حصه يا يو ملک ورکړے دے، دا څۀ دپاره؟ دَ دې دپاره چې هر يو قام په خپل ملک کښې اباد وي او دَ خپل ژوند ضروريات دَ هغې خپل ملک نه پوره کړي او هر يو قوم دَ دغې خپل ملک اختيارمند او واکدار وي. نو مونږ چې څۀ وخت دَ قدرت دې عامې قاعدې ته وکتل نو ومو ليدل، چې په موجوده دنيا کښې څومره قامونه اوسي، نو دَ هر يو قام ځان له يو ملک په قبضه کښې دے، هر يو قام دَ خپل ملک مالک دے، دَ هر يو ملک په حاصلات او آمدنۍ دَ هغې خپل قام بال بچ اباد او خوشحال وي نو بيا چې مو خپل ملک ته وکتل او پښتون قام ته مو نظر وکړو نو حېران پاتې شو چې آخر څۀ وجه کېدے شي، چې دَ شلمې صدۍ په دې ترقۍ موندلې دنيا کښې پښتون قام لا هغسې بې علمه او جاهل دے، بې کسبه او بې هنره دے، بې وسه او بې کسه دے، خوار او ذليل دے، بربنډ او اوږے دے، ولې مونږ قام نۀ يو يا مونږ له خدائے ملک نۀ دے راکړے، مونږ خو وينو چې زمونږ ملک په دنيا کښې دَ زمکې يو ډېره اباده او بهترينه ټکړه ده، تاسو په خپله ورته نظر وکړئ، زمونږ ملک يوجنت نۀ دے؟ دَ دنيا کوم نعمتونه دي چې هغه په دې ملک کښې نۀ پېدا کېږي، کوم څيزونه دي، چې هغه دلته نشته، نو سره دَ دې ټولو خبرو بيا پښتون تباه او برباد دے، ذليل اوخوار دے، بچي يې بربنډ او وږي دي، اخر دا ولې؟ نو وروڼو! خبره دا ده چې بېشکه ملک خو مو شته، ولې اختيار مو پکښې نشته، قام خو يو، خو غلامان يو، نعمتونه خو هر څۀ زمونږ په ملک کښې پېدا کېږي خو فائده يې بل يو قام ته رسي، ملک زمونږ دے، مزې پرې نور کوي. دغه وجه ده، چې دَ دنيا نور قامونه ترقي کوي او پښتون ورځ په ورځ دَ تباهۍ غار ته پرېوځي، دغه سبب دے، چې پښتون وږے بربنډ او جاهل دے، نو لنډه نتيجه دا وخته، چې تر څو دَ دې خپل ملک اختيار دَ پښتون په لاس رانۀ شي نو ترهغه وخته پښتون ترقي کولے نۀ شي، تر څو چې پښتون ازاد شوے نۀ وي، نو دَ ده حال ښۀ کېدے نۀ شي، تر څو چې پښتون دَ غلامۍ طوق له غاړې نه ايستے نۀ دے، پښتون دَ دنيا دَ نورو قومونو دَ سيالۍ لائق کېدے نۀ شي نو اوس په دې خبره غور کول پکار دے، چې اخر دا ملک دَ پښتون دَ لاس نه ولې تلے دے او پښتون په څۀ خبره دَ نورو قومونو نه کمزورے دے، ولې دَ پښتون دوه لاسه دي، دَ نورو څلور دي؟د پښتون يو سر دے، دَ نورو دوه دي؟ نا! پښتون په هېڅ خبره دَ چا نه کم نۀ دے، بلکې پښتون دَ هر چا نه بهادر دے، ډېر زړور دے،اخلاص مند او مهمان نواز دے، خو سره دَ دې صفتونو بيا ولې غلام دے؟نو وروڼو! تاسو ځان پوه کړئ، دَ دې نور هېڅ وجه نۀ ده، صرف دا يوه وجه ده، چې دَ پښتون کور وران دے، دَ پښتون اواز يو نۀ دے، په دۀ کښې پرې جنبې دي، په دۀ کښې بدنيتۍ او تربګنۍ دي، په دۀ کښې بغض کينې او خود غرضۍ دي، کۀ دوه پېسې ذاتي فائده مومي نو نۀ په قام څۀ کار لري، نۀ يې اسلام پکار وي، نۀ دَ ملک دَ فائدې څۀ خيال ساتي، هر څۀ دې په سيند لاهو شي، خو دَ دۀ دَ پېسې فائده دې وشي، بيا هم عام پښتانۀ دومره ګرم نۀ دي، نۀ غريب خلق دومره قصوروار دي، کۀ څۀ خرابي ده او نقصانونه دي نو په خاصو خاصو خلقو کښې دي، يعنې پوهه او تعليميافته خلق زيات دَ خودغرضۍ نه کار اخلي، بلکې زۀ خو همېشه په تقريرونو کښې وايم چې غريب پښتون خو دَ ګډو يو ډېر ښۀ کنډک دے، ولې افسوس دے چې شپون نۀ لري، دا ګډې خو هر چاته راغونډېږي، په دې طمعه چې دا به زمونږ شپون وي او مونږ به دَ شرمخانو نه بچ کوي ولې چاته چې راغونډې شي هم هغه دَ بډې نه چاړۀ راوباسي، دَ دوي مرۍ پرېکړي. لنډه دا چې څۀ وخت مونږ دَ پښتنو په دې خراب حال نظر وکړو نو په دې نتيجه ورسېدو چې تر څو دَ پښتنو نه دَ دې خرابو خصلتونو دَ ايستو کوشش ونۀ کړے شي دا خودغرضۍ بې اتفاقۍ، پرې جنبې او تربګنۍ دَ ده نه ورکې نۀ کړے شي نو دے هر ګز ترقي کولے نۀ شي. خدائي خدمتګارو ورڼو! ستاسو مېدان دَ عمل ته راوتل دَ خدائے پاک په خپل پرېوتي مخلوق باندې يو لوئے رحمت ؤ، تاسو په خپله بې نظيره بهادرۍ سره دنيا ته وښودله چې دَ غلامانو په دې بدنامه دنيا (هندوستان) کښې اوس هم داسې زلمي موجود دي، چې دَ وطن په عزت باندې خپل مال او سر قربانول سبب دَ فخر ګڼي، خپل ځان ورکول غواړي خو دَ وطن بې عزتي او ذلت خوښولو ته تيار نۀ دي. نن دَ دنيا په ګُټ ګُټ کښې دَ خدائي خدمتګارو نوم په ډېر عزت سره اخستے شي او ستاسو په برکت دَ سرحد (پښتونخوا) زمکه دَ ايمان او دَ غېرت يوه ټکړه شمارلے شي. دَ هندوستان په نورو صوبو کښې هم داسې زلمي شته چې دَ ملک په محبت کښې هر يو تکليف تېرولو ته تيار دي، ولې دَ تېرو دوو جنګونو دَ ازادۍ په ورځو کښې چې کومې سختۍ او مصيبتونو تاسو تېر کړي دي، دَ هغې لسمه حصه هم بلې صوبې تېره کړې نۀ ده، هم دغه وجه ده، چې کوم اصلاحات او اختيارات دَ حکومت نور هندوستان په پنځوس کاله کښې حاصل کړي دي، تاسو په يو دوه کاله کښې دننه دننه حاصل کړو، تاسو ته په دې زرينو کارنامو چې څومره مبارکي درکړے شي، کمه ده، خو ولې نن دا يو سوال پېدا کېږي چې ولې ستاسو کار پوره شو او بس تاسو به نور څۀ تکليف نۀ تېروئ، کاميابي حاصله شوه؟ افسوس! چې دَ دې جواب ډېر تريخ دے،زمونږ خوږ وطن لا هغسې "غلام" دے، په مونږ لا هغسې دَ اجنبي حکومت پنجه پرته ده، مونږ ته اګر چې څۀ نه څۀ اختيارات راکړے شوي دي، ولې هغه واک او اختيار چې مونږ پرې دَ خپل وطن دا خواري، غريبي ورکه کړو، په وطن کښې دَ علم او دَ هنر چينې جاري کړو، بې کاري او بې روزګاري ورکه کړو، دَ خپل وطن يو اوسېدونکے دَ حاکم قوم دَ يو کس سره په تول برار کړو، لا تر اوسه مونږ ته حاصل نۀ دے، دَ خزانې کنجيانې دَ انګرېزانو سره دي، په غټو غټو نوکرو مقررتيا دَ ولايت نه کېږي او دَ قانون پاس کېدل دَ وائسرائے او ګورنرانو په منظورۍ موقوف دي، نو په داسې حال کښې دَ کوشش نه لاس اخيستل په خپله غلامۍ به دَ رضامندۍ اظهار کول وي نو کۀ چرې خدائي خدمتګارو دا قسم په رښتيا کړي وي چې مونږ به هله ارام کوو چې تر څو مو ملک ازاد کړے نۀ وي، نو وخت دے چې هر يو خدائي خدمتګار دَ راتلونکي امتحان دپاره بيا تاري شروع کړي او دَ بېګل په اواز دَ جنګ (دَ جدوجهد) مورچې تلو ته تيار ناست وي او ورسره ورسره دا خبره ډ ېره ضروري ده، چې هر يو خدائي خدمتګار خپل ځان دَ هغه عېبونو او نقصانونو نه پاک کړي، کوم چې دَ يو خدائي خدمتګار دَ شان خلاف وي. خدائي خدمتګار په رښتينو معنو خدائي خدمتګار جوړ شي، په ځان کښې داسې ښۀ او نېک خويونه پېداکړي، چې دَ هر خيال سړے دَ ده په تعريف کولو مجبور شي او دَ خدائي خدمتګارۍ خوږې ورورولۍ ته دَ هر سړي مينه پېدا شي. زمونږ ډېر خدائي خدمتګار وروڼه چې دَ قومي خدمت په وجه يې څۀ عزت پېدا شوے وي، ځان دَ عامو خلقو نه ډېر زيات ګڼي او عامو خلقو سره دَ غرور او تکبر سلوک کوي او ځينې داسې خدائي خدمتګاران به هم وي، چې اخلاقي حالت به يې ډېر پرېوتے وي، نشې به کوي، غلا، جواري به کوي، مونځ اودس به بالکل نۀ کوي، په لېن دېن کښې به ډېر کوټه والے کوي، دَ داسې وروڼو په خدمت کښې عرض دے، چې دَ خدائے دپاره خپل ناکاره خويونه دې بدل کړي، دَ هر ناکاره عمل نه دې تائب شي، دَ خدائے دَ مخلوق سره دې په مينه محبت سره سلوک ساتي او کۀ دَ بد قسمتۍ نه دا بدعادتونه نۀ شي پرېښودے، نو بهتره خبره دا ده، چې دَ خدائي خدمتګارۍ نه ځان جدا کړي او دَ الله پاک په مخ کښې ځان دَ بدنامۍ نه بچ کړي، مونږ په دغسې عمل په مخکښې تلے شو او نۀ دَ غېر قام دَ پنجې نه ازادي حاصلولے شو، نو هم دَ دې مطلب دَ پوره کولو دپاره مونږ دَ يوې نوې ورورۍ او نوې عزيزدارۍ بنياد کېښودو او هغې ته مو نوم کېښود "دَ خدائي خدمتګارۍ تحريک". دا تحريک دَ اتو کالو نه مونږ شروع کړے دے، زمونږ دا کوشش دےچې دَ هر پښتون غوږ ته مونږ خپل اواز ورسوو او پښتانۀ په دې کښې شامل کړو. دَ دې نوې ورورۍ په ذريعه مونږ دَ پښتون قام بيا يو کول غواړو، په دوي کښې بيا مينه او محبت پېدا کول غواړو، دے بيا په يو اواز روانول غواړو، زمونږ په دې نوې عزيزدارۍ کښې هر يو پښتون کۀ غريب دے کۀ امير دے، کۀ خان دے، کۀ ملک دے، کۀ ميا دے، کۀ ملا وي، هندو وي، کۀ مسلمان وي، په يو شان شريکېدے شي، صرف په يو شرط سره چې دَ خدائي خدمتګارۍ اصول کوم چې مونږه ايښي دي وپېژني او په هغې روانېدو ته تيار وي. (بس) والسلام (د ١٥ اپرېل ١٩٣٨ "پښتون" نه) - سپاسنامه
بېرته شاته