(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کابل پوهنتون: په کتابتون کې د ایرانیانو موجودیت

[06.Jul.2015 - 19:03]

اسدالله لودینکابل /ازادۍ راډیو

د کابل پوهنتون یو شمېر محصلین د دې پوهنتون په مرکزي کتابتون کې د ایرانیانو موجودیت د اندیښنې وړ بولي.

محصلین وایي؛ د کتابخانې دننه ایرانیان یوه خونه لري او په کې ټولې المارۍ له فرهنګي او هنري کتابونو، چې په ایران کې چاپ شوي ډکې دي.

د کابل پوهنتون په مرکزي کتابخانه کې د ایرانیانو د خونې موجودیت د دې پوهنتون پخواني ریس حمیدالله امین هم ازادي راډیو ته تایید کړی دی.

د کابل پوهنتون په کتابتون کې د ایرانیانو د دې مرکز موجودیت بېلابېلې اندیښنې زیږولي او اکثره محصلین یي د بندیدو غوښتنه کوي.

که څه هم تر اوسه پورې دا نه ده څرګنده، چې د ایرانیانو دا مرکز په کوم هدف جوړ شوې، خو د پوهنتون اکثره محصلین وایي، چې ایرانیان غواړي د دې مرکز له لارې په افغانستان کې د خپل فرهنګ د ودې زمینه برابره کړي.

د کتابخانې مسول هم ایرانیانو د دې مرکز موجودیت تایید کړ، خو ویي ویل، چې له استعلام پرته د تلو اجازه نشي ورکولې.

خو د اقتصاد پوهنځي محصل محمد نذیر نیاز یو له هغو محصلینو څخه دې، چې، بیا بیا دې مرکز ته تللي وایي، چې دلته هیڅ ډول علمي او تحقیقاتي مواد نشته:

“ما د دوی کتابونه لیدلي، ټول فرهنګي دي، قطعآ علمي او تحقیقاتي کتابونه نه لري، دوی داسې فکر کوي چې دا خپله د ایران ملکېت دی، د خپلو ایراني مشرانو عکسونه یې لګولي، د ایران بیرغ یې لګولی، مکمل یو فرهنګي مرکز یې جوړ کړی نه دا چې محصلینو ته یې کوم خدمت کړی.

وخت ناوخت زه ګورمه چې دایران له سفارت څخه دوی ته کسان راځي.”

د کابل پوهنتون محصلین د دې مرکز د موجودیت په اړه دا انديښنې په داسې حال کې څرګندوي، چې د پوهنتون فضا هم په اوس ورځو کې د سیاسي تاوتریخوالي ښکار شوي.

غوښتل مو د دغو کسانو د هویت په اړه او دا چې د چا په اجازه یې دا مرکز جوړ کړی، د لوړو زده کړو وزارت نظر هم را واخلو، خو د دې وزارت مطبوعاتي مسولینو وویل؛ چې دې پوښتنو ته باید د کابل پوهنتون مسولین ځواب ورکړي.

موږ ډیره هڅه وکړه؛ چې د کابل پوهنتون د ریس یا نورو چارواکو نظر هم په دې برخه کې ولرو، خو ونه توانیدو.

خو د دې پوهنتون یو محصل اظهارالحق فضلي وایي، د مرکزي کتابخانې دننه د ایراني مرکز مسولین ټول ایرانیان دي او ددې مرکز اداره هم د همدغو کسانو په لاس کې ده.

ښاغلی فضلي وایي، د لوړو زده کړو وزارت باید د ایرانیانو پرځای خپله افغانانو ته د کتابخانې د ایراني مرکز اداره او کنټرول ورسپارلی وای.

نوموړی وایي، ایران غواړي ددې مرکز له لارې په افغانستان کې خپل فرهنګي فعالیتونه پراخ کړي:

“حتمآ دوی غواړي چې خپل فرهنګ په افغانستان کې ترویج کړي او هغه سیاسي اهداف چې لري، هغه ترلاسه کړي.

مسولین یې چې مونږ ورسره خبرې کړي ټول ایرانیان دي، ددې کتابخانې اداره هم د دوی په لاس کې ده، کله نا کله مونږ ورځو او له انټرنیټ څخه یې استفاده کوو، خو دوی ایراني تبعه او تحصیل کرده خلک دي.”

محصلین وایي، دغه ایراني مرکز د مرکزي کتابخانې د لومړي پوړ په وروستۍ برخه کې جوړه شوې او د فرهنګي کتابونو د موجودیت ترڅنګ یې په څلورو پایو کمپیوټرونو کې د انټرنیټ اسانتیاوې هم رامنځ ته کړي.

د کابل پوهنتون د ادبیاتو د پوهنځي یوه محصله بیا ددې مرکز جوړیدل یوه فرهنګي او حتی سیاسي توطه بولي:

“که موږه عمومي کتابخانې ته ولاړ شو، هلته که د کتابونو نمایشګاه هم وي، ټول په ایراني ژبه وي، دا زمونږ په محصلینو او ځوانانو باندې ډیر بد اغیز لري، دا خپله یوه فرهنګي توطه خو پرځای پریږده، حتی کېدای شي یوه سیاسي توطه هم وي.”

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي محصل محمد نذیر دا هم وویل، چې ددې کتابخانې ترڅنګ د دوی د پوهنځي شاته د ایرانیانو یوه بله کتابخانه هم موجوده ده:

“هلته یوه بله کتابخانه جوړه شوې چې هغه کتابونه خرڅوي، تاسو یوځل هغه ته هم ولاړ شئ، هغه مستقیما د ایران د سفارت له خوا تمویلیږي، دوی د شیشې تر شا لیکلي چې کتابهای دانشګاهي.”

کله چې زه د اقتصاد پوهنځي شاته ولاړم، نو دغه کتابخانه مې ولیدله او په درې ژبه پرې لیکل شوي وو، چې د انشګاهي، اقتصادي او علمي کتابونه موجود دي.

دغې کتابخانه کې زرګونه ټوکه کتابونه خرڅلاو ته ایښودل شوي، خو معلومه نده چې اصلآ د چا له خوا جوړه شوې.

موږ به په راتلونکو ورځو کې هڅه وکړو چې د کابل پوهنتون له ریس او نورو چارواکو سره ددې مرکز د څرنګوالي په اړه خبرې وکړو.

کابل پوهنتون په ۱۳۱۱ لمریز کال کې جوړ شو او کله ناکله سیاسي حرکتونو هم له دې پوهنتون څخه سرچېنه اخیستې.

- اسدالله لودین
بېرته شاته