(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دژوند نغمه ګر، چا ووژلو ؟

[03.Jul.2015 - 16:50]

 

دژوند نغمه ګر،د پښتنو تاریخ، د بابړې ګواه چا ووژلو ؟


لیک: فاروق فراق / ارشد مومند

رباب زما په غیږ کې پروت دی نو
وړې،وړې خبرې ستاراته کوینه..

یه که د رباب چل مې ایزده وی نو
اؤ..ما به دخپلې ځوانۍ ویر پکې کاؤنه

اؤ رباب دې تیز وهه استاذه
یه د حجرې ګوټ ته میلمانه راغلي دینه

اؤ دکلي د زلمو د ټپو په مقابله کې به ددې ټپې سره سم هغه پخپل زنګون د پروت رباب په وړو تارونو” شهباز“ راخوشې کړو، د رباب د “ګجر” نه وتونکو نغمو به د څلۍ په یخو شپو کې دحجرې دننه داور نه د راتاؤ زلمو، مشرانو اؤ هلکانو د زړونو تاؤ داور دحرارت نه هم سیوا کړو.

چغې به شوې، شپیلي به وؤ، د لاسونو پړقا به وه اؤ دا نعره به وه “مړ مه شې زلمیه”

‘’زلمی’’ به هم د خلکو په شاباسي په بریتو کې مسکی شو اؤ داسې په فخریه انداز به یې محفل کې په ناستو کسانو نظر تیرکړو چې لکه بس نو ملک خو ده فتح کړی دا نور خلک خو هسې هڅې کوي ؟
خو خدایې خبر بیا به داسې څه وشول چې هغه به یو ناڅاپه خپل رباب د زنګون نه راکوز کړو اؤ په حجره کې په ناستو خلقو به یې تلوار جوړ کړو
‘’هلئ ،هلئ ،هلئ...شابئ پاڅئ ناوخته شو، سبا ډیر کار راپسر دی، هلکه ټول د وخته راپاڅئ ګوری چې بابا راځئ چې مونږ ورته ټول انتظام د مخکې نه کړی وی’’
رباب به یې کڅوړه کې دبندولو پځایې ترخ کې ونیولو ،څادر نیم په اوږه، نیم په زمکه راښکلی اؤ کور ته به یې لکه د لیونو منډې وهلې چې یو ساعت دوه خوب وکړي ...
اؤ سبا په وخت د باچا خان جلسې اؤ دخدایې خدمتګارو خدمت له ځان ورسوي

اتمانزو کې د عوامي نیشنل پارټۍ هغه دفتر چرته چې خان بابا وژل شوی
اتمانزو کې د عوامي نیشنل پارټۍ هغه دفتر چرته چې خان بابا وژل شوی
دمینې دا نغمه ګر، دپښتو دا لیونی پرون په ابدی خوب اوده شو.

هغه ته په حجره کې ډیرو خلکو وئیلي وؤ “مړ مه شې زلمیه”
خو څوک چې وژل کوي هغوئ نه اوري دباتورې نعرې اؤ نه ویني دشخصیاتو څهرې .

خان بابا دوست محمد خان چې خپله ځواني یې د پښتون اولس د سوکاله ورځې، پرمختیا اؤ روښانه سباوؤن دپاره وقف کړې وه په خپل ټول ژوند کې یې صرف دوه مینې کړې وې یو د پښتو اؤ پښتونولئ سره اؤ بله د خپل رباب سره.

پرون دغه ستر مبارز اؤ دباچاخان د قافلې ریښتونی سپاهي د نوي کالو په عمر کې د چارسدې داتمانزو په بازار کې دعوامي نیشنل پارټۍ ددفتر دننه نامعلومو وسله والو په خپلو وینو کې خړوب کړو .

هغه د بابړې د میدان غازي که هرڅو نن د منونو خاورو لاندې پروت دی خو د هغه مینه وال وایي “خدایې مکړه چې خان بابا به مړ شي”

د عوامی نیشنل پارټۍ مرکزي مشر اسفندیار ولي خان وایي “خان بابا چې د پښتون اولس دپاره دباچاخان   اؤ ولي خان سره په شریکه کومې قربانۍ ورکړي هغه قربانۍ به کله هم خان بابا ورکیدو اؤ مړکیدو له ورنکړي اؤ پښتانه به ټول عمر د هغه سیاسي مبارزې ته سلام کوي”
اسفندیار خان ډیوه راډیو ته وویل د خان بابا مړینه دټولو پښتنو اؤ په خاص ډول عوامی نیشنل پارټی دپاره ډیر لویې زیان دی ځکه چې هغه د پښتنو یوه ملي سرمایه وه.

نن په عمرزو بازار کې دخان بابا فاتحې ته ګڼ خلک راټول شوي وؤ چې د اسفندیار ولي خان تر څنګ په دغه فاتحه کې دپیښور اسلامیه کالج پوهنتون وائس چانسلر پروفیسر اجمل خان څوک چې طالبانو د تښتول کیدو وروستو تر څلورو کالو پخپله ولقه کې ساتلی ؤ هم شریک ؤ.

ښاغلي اجمل خان ډیوه راډیو سره خبرو کې وویل”ددوست محمدخان په شان د شخصیاتو وژنه یقیناً چې مونږ پښتنو دپاره ډیر ستر ملي زیان دی”

هغه وویل د تیرې ډیرې مودې راهسې په دې خاوره کې داسې حالات جوړ دي چې خلک پکې وژل کیږي خو د قاتلانو هیڅ پته نه لګي اؤ د قامونو په تاریخ کې دغسې حالات دقامونو د پرمختګ مخه نیسي.

دفاتحې په دې مراسمو کې حمید خان هم برخه لرله چې هسې خو په رشته کې د خان بابا زوم دی خو د دواړو په ژورو اړیکو کې د سخر اؤ زوم رشتې هیڅ اهمیت نه لرلو .

بقول د حمید خان “یاره هغه زما ملګري هم و، استاد هم اؤ مونږ دواړو ټول عمر یو ځایې تیر کړی دی”

حمیدخان ډیوه راډیو ته وویل”هغه خپل ټول ژوند سیاست ته وقف کړی ؤ،د باچاخان په ژوند یې چې هغه سره ملګرتیا شروع کړې وه نو دغه ملګرتیایې تر ولي خان، اسفندیار خان اؤ عن تر ایمل ولي دور پورې راورسوله خو په دومر اوږد سیاسي سفر کې هغه کله هم خپله سیاسي قبله بدله کړې نه ده”

هغه وویل پخپل سیاسي ژوند کې خان بابا ډیر تکلیفات لیدلي وؤ ، د باچان خان اؤ ولي خان سره یې یو ځایې د زندانونو سختې زغملې وې، کله چې په ولي خان قاتلانه حمله کیده نو په هغه مهال هم ورسره دوست محمدخان ملګری ؤ،دبابړې په میدان کې د۶۷۰ پښتنو لاشونو ته هم دغه غازي په میدان ولاړؤ

حمید خان وویل هغه دا وخت مونږ سره دبابړې د پیښې یوازینی عینی شاهد اؤ د پښتنو مکمل سیاسي تاریخ ؤ ، ټول عمر د عدم تشدد د فلسفې پیرو کار پاتې شوې ؤ خو پخپله د تشدد د لارې وژل شو.

د ۹۰ کالو دعمر څخه وراوښتی ښاغلي دوست محمد خان ته د ملت پالنې سیاست په میراث کې پاتې شوی ؤ ځکه چې دهغه پلار شاهنواز خان باچاخان سره یو ځایې د خدایې خدمتګار تحریک بنیاد ایښی ؤ.

دهغه یو بل رور پیرمحمد خان هم په سیاست کې لویې نوم پیداکړی ؤ اؤ هغه هم دبابړې د پیښې په وخت د بابړې په میدان کې موجود ؤ.

ارواښاد د شپږو اولادونو پلار ؤ چې پکې درې جینکۍاؤ درې هلکان شامل دي.

دخان بابا د زوئ ظفرخان د وینا له مخې رسمي زده کړې یې ډیرې نه وې کړې خو په لیک لوست پوهیدو .

تعلق یې د یوې سوچه زمیدارې کورنۍ سره ؤ اؤ دسیاست نه پس یې دوهم شوق د رباب اؤ زمیدارې کولو.

ظفرخان وایي “بابا مې دغني خان ډیر خوښ ؤ، هغه به ورله پخپل ژوند اکثر حجرې ته راتلو اؤ د رباب اوریدو فرمائش به یې ترې کوؤ”

نن د خان بابا دمرګ په دوئمه ورځ چې ډیرخلک حجره کې فاتحې ته راټول شوي وؤ د ډیوه راډیو دخبریال ارشد مومند په خواهش دخان بابا زامنو دهغه کوټه د ډیوه راډیو ټیم ته خلاصه کړه.

دهغه په دغه کچه اؤ وړه کوټه کې دهغه د کټ سره خوخت په پروت میز د خان بابا ځینې دوایانې اؤ کتابونه ګډ وډ پراته وؤ. د کټ سر ته یې په دیوال دپکول اؤ د عوامي نیشنل ګوند د سرې ټوپۍ تر څنګ هغه رباب هم ځوړند ؤ چې د خان بابا د زوئ ظفرخان په قول “دا رباب مې بابا له غني خان بابا په تحفه کې ورکړی ؤ”

په دغه کوټه کې د خان بابا د ځوانۍ د وختونو بیلابیل عکسونه هم په فریمونو کې راځوړند ؤ.

هر عکس ته چې به بنده ځیر کیدو نو لکه چې دخان بابا روح به ورته اواز کولو

ډیر رازونه د ژوندون پکې پراته دی

که په ځیرځیر مې لږ وګورې تصویر ته

- ارشد مومند/فاروق فراق
بېرته شاته