(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

له روسانو سره د جان احمد اړیکې

[03.Jul.2015 - 15:44]

له روسانو سره د قوماندان جان احمد پخوانۍ اړیکې

لیک: داعي

امريكايانو ولي په پروان كي د شوراى نظار د يوه قومندان پر كور بريد وكړ؟ آيا دا قومندان پېژنئ او له روسانو سره ئې له زړو اړيكو خبر يئ؟!
 
 امريكايي خاصو ځواكونو آبله شپه په پروان كي د شوراى نظار د يوه قومندان جان احمد پر كور ناڅاپي بريد وكړ، د هغه په ستر باغ كي د وسلو او مهماتو څو ډېپوگان ئې منفجر كړل، چاودنو ټوله سيمه ولړزوله، په غبرگون كي ئې سبا يو شمېر كسانو مظاهره وكړه او ځينو له فرصت په استفادې سره د امريكا په ضد شعارونه وركړل، دوى چي شمېر ئې شاوخوا څو سوو ته رسېدو د نوموړي قومندان پلويان ول. عبدالله، امرالله صالح او عطاء نور د شوراى نظار له ځينو غړو سره د هغه كور ته ورغلل، د پېښي په اړه ئې له جان احمد سره خواخوږي وښوده او څه اظهارات ئې درلودل، خو په ډېري مؤدبانه لهجې، ټيټ غږ، الوتي رنگ، په احتياط غوره شوو الفاظو سره، نه د اعتراض په توگه بلكي د گيلې په توگه او گواكي راغلي چي د تشنج مخه ونيسي!!
د امريكايانو په وړاندي د دوى له ذلت او سپكاوي ډك چلن نوې خبره نه ده، د هغوى په وړاندي سجدې او د هغوى د بوټونو څټلو ته هم چمتو دي، خبره دا ده چي دا بريد ولي ترسره شو؟ آيا د دې بريد او د شمال د پېښو او طالبانو ته د چهار درې او دشت ارچي ولسواليو تسليمولو او پر پارلمان د بريد تر منځ كوم تړاو شته؟ آيا دا كوم زوړ سلاح كوټ وو كه نوى او له هغو وسلو او مهماتو ډك چي ويل كېږي په دې وروستيو كي د ايران او روسيې له لوري شوراى نظار ته وركړى شوې؟ كه زوړ وى نو امريكايانو ولي تر دې وړاندي څه نه كول او د هغه په شتون ئې سترگي پټولې؟!! كه نوى وي نو په دومره زيات مقدار كي وسلې او مهمات څنگه په تاجكستان كي د روسانو له اډې تر پروان پوري او په بگرام كي د امريكايانو ستري اډې خوا ته رانتقال شوي؟!!

د دې لپاره چي دې پوښتنو ته دقيق ځوابونه پيدا كړو لاندي حقائق ستاسو مخي ته ږدم:
جان احمد د روسانو زوړ ملگرى دئ، د كي جي بي او احمدشاه مسعود تر منځ اړيكي د ده په وساطت ټينگي شوې، د كي جي بي د مرستو لومړۍ جوپه د ده له لاري پنجشير ته انتقال شوه، دا اړيكي تر ننه دوام لري، مسعود ته به ئې پيسې، مهمات، جمپرونه، بوټونه او خوراكي مواد انتقالول، د مسعود له لوري د زمردو تحفې به ئې روسي افسرانو ته رسولې، د پيسو يوه برخه به مسعود ته رسېدله او بله ئې همدغو افسرانو ته او ده به هم له مسعود خپله اجوره ترلاسه كوله او هم له روسانو، دغه موقعيت له ده د پروان ستر شتمن جوړ كړ، د باغونو، زمكو، قصرونو خاوند ئې كړ.
مسكو د واشنگټن په وړاندي د خپلي نوې سټراټيژۍ له مخي غواړي په افغانستان كي امريكايانو ته ستونزي راولاړي كړي، د اكراين د پېښو غچ ترې واخلي، يا لږ تر لږه د مسكو په ضد د دوى گواښونه او د اكراين په جبهه كي پر روسانو او روس پلوو اكرانيانو فشار راكم كړي. د افغانستان په 25 ولايتونو كي د داعش د فعال حضور په اړه د پوتين ورستي اظهارات او له دې اظهاراتو د ده موخه د همدې نوې سټراټيژۍ څرگندونه كوي. په همدې لړ كي مسكو خپلو مخكنيو افغاني ملگرو ته د وسلو او مهماتو لېژلو لړۍ پيل كړه. په پروان كي د جان احمد ستر سلاح كوټ؛ چي په لسگونو ټركونه وسلې او مهمات په كي ذخيره شوي وو؛ د همدې لړۍ يوه برخه ده، دا وسلې بلخ، تخار، كندز، بدخشان او بغلان ته هم رسېدلې دي، نه يوازي امريكايان بلكي د سيمي خلك هم ترې خبر دي، په پروان كي خو د وسلو د وېش لړۍ هم پيل شوه، چي خبره ئې تر رسنيو پوري هم ورسېده!! دا چي امريكايانو ولي تر ننه د دې بهير په وړاندي هيڅ عكس العمل نه ښودو او سترگي ئې پرې پټولې، وجه ئې يا دا ده چي مناسب فرصت ته ئې انتظار كولو او يا دا چي گمان ئې كولو دا به د دوى په خلاف نه بلكي د مجاهدينو په ضد وكارول شي.
خو كله چي گوري شوراى نظار له يوې خوا په كندز كي دوه ولسوالۍ (دشت ارچي او چهار دره چي د دواړو اكثريت استوگن پښتانه دي) يوه په بلي پسې طالبانو ته تسليموي، د دواړو ولسوالان د شوراى نظار غړي دي او له مقاومت پرته ئې ولسوالۍ طالبانو ته تخليه كړې، او له بلي خوا ئې پر پارلمان بريد كي د طالبانو مرسته وكړه او طالب سرتېري ئې د دولتي موټرو په بدرگه تر پارلمان ورسول، او دا دقيقاً په هغه ورځ او هغه مهال چي د جمهور رئيس دوهم معاون له نوماند دفاع وزير معصوم ستانكزي سره يو ځاى ماڼۍ ته رسېدلى وو او د دې لپاره ټول مقدماتي كار بشپړ شوى وو چي د استازو اكثريت به هغه ته د اعتماد رأى وركوي، د جرگې د كار موده هم د همدې لپاره تمديد شوې وه. ستانكزى د امريكايانو د خوښي كس دئ، عبدالله د امريكا سفير ته اطمئنان وركړى وو چي هغه به د دفاع وزير په توگه مني، په مقابل كي ئې امريكايانو دا معاوضه وركړه چي د جمعيت غړى قدم شاه ئې د لوى درستيز په توگه قبول كړ.
د جان احمد پر كور بريد په اصل كي د امريكايانو له لوري د شوراى نظار پر څټ يوه چونډۍ او يو نرم غوږ تاوى دئ، پر پارلمان بريد او په شمال كي د شوراى نظار د ولسوالانو له لوري طالبانو ته د ارچي او چهادرې ولسواليو له تسليمولو او د مسكو له لوري دې ډلي ته د وسلو له لېږلو سره ژور تړاو لري.
دا هم څرګند شو چی واشنګتن او مسکو څنګه د شورای نظار په اړه نرم سیاست لری او څنګه دا ډلګی دواړو ته وفادار او ملی منافع تر پښو لاندی کوی، څنګه د دوی په لاس جنایات ترسره کوی او ملامتیا پر نورو اچوی.
عجيبه دا ده چي مسكو څنگه له دي منحطي ډلي دا انتظار لري چي د دوى وسلې به د امريكايانو په ضد وكاروي!!، له شوراى نظار دا انتظار ډېر ډېر احمقانه دئ، شوراى نظار داسي كار كولى شي چي په كندز او كابل كي ئې وكړ خو د جنگ توان او همت ئې په بشپړه توگه ذوب شوى، شنو امريكايي ډالرو هم ايمان ترې اخيستى او هم غيرت، هلته په سنگر كي ناستي ته زړه ښه كوي چي تر شا ئې بهرني ځواكونه وي او پر سر ئې د هغوى جنگي جهازونه!!

- داعي
بېرته شاته