(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د کال ټوکه

[01.Jul.2015 - 18:57] لیک: عبدالستار سعادت

که څه د هر افغان په کور، د بهرنیو چاپه یو صرېح تجاوز بولم او له دې زاویې؛ پروان کې د یوه قوماندان په کور برید، د غندلو دی.
خو؛ دا قضیه څو نور اړخونه لري.
تاسې چې کله د کورنیو چارو وزات ته د یو میل وسلې د جواز د اخېستو لپاره مراجعه وکړئ، د یو عالم شکلیاتو سره به مخ شئ. مانا یې دا ده چې؛ تاسې حتی یوه پچېس تمانچه هم له مجوز پرته نه شئ ګرځولای. خو؛ یو بل کس د دولت په شان، لویې ‌‌‌‌‌‌ډېپوګانې لرلای شي.
بله مهمه پوښتنه دا ده: د دې وسلو ساتلو موخه څه وه؟ څه لپاره او د چا په وړاندې یې زېرمه کړې وې؟
د ټاکنو د لانجو په جریان کې د تهدید او په ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډ ستوني چیغو نښې اوس وموندل شوې. دا خو میلیوني خلک ورسره نه وو، تر خلکو خطرناکه وسیله؛ میلیوني وسلې ورسره وې.
دا خو دوی نارنجي انقلاب نه کاوه، د نارنجکو { ګرنېټونو} انقلاب یې کاوه.
خبره هغه وخت د کال ټوکه شوه چې د اجرائيه رئيس او مرستیالان یې، سره د زیاتو رسمي جنګسالارو چارواکو، په خورا سپين سترګۍ، د هغې ‌‌‌‌‌‌ډېپو فاتحه واخېسته او لا یې نظام تهدید کړ.
تاسې به کله له ما د قدرت د جزیرې مانا پوښتله، همدا دي کنه… د دولت په خوا کې موازي قدرتونه
چټله او مزدوره مدني ټولنه چېرته ده؟ ښایي دوی به هم پرون هغه فاتحې کې بوخت وو.
دا خو یوه ‌‌‌‌‌‌ډېپو وه، چې څومره نورې به وي؟
اوس تاسې د ولسواک او ټوپکواک فرق وکړئ.
دا هغه خلک دي چې اصلي باور یې په همدې ‌‌‌‌‌‌ډېپو ګانو دی، نه په انتخاباتو او رایو
اوس وګورم چې په نظام کې د قانون کوم پلوی یا کاکه پيدا کېږي چې له دوی نه پوښتنه وکړي؟
فکر نه کوم، اوس به امنیتي برخې مس‌ؤلانو ته خوب نه ورځي چې د دې بدمعاشانو ځواب څنګه ورکړي؟
بهرنیو د خپلو رپوټونو له مخې، هره شپه لږ تر لږه ٢٣ افغانان په خپلو کورونو کې شهیدانول، چا ېې پوښتنه هم ونه کړه. خو؛ پرون د یو جنګسالار د ‌‌‌‌‌‌ډېپو په ماتم کې ټول نظام د هغه په کور کې ناست وو.
جالبه خو دا ده چې له کندهاره د خدای بښلي ملانقیب زوی هم راغلی و او د ‌‌‌‌‌‌ډېپو په ایرو یې اوښکې تویولې، حال دا چې د خپلو مظلومو خلکو په وینه یې کله ما د خپګان اظهار نه دی اورېدلی.
د رسنیو سکوت هم جالب دی، څوک یې دا زاویې نه څېړي یا یې ښایي څېړلی نه شي.
په دې ‌‌‌‌‌‌ډول مونږ د ولسواکۍ او قانونمندۍ خاوندان کېدلای نه شو.
تاسې چې داسې ‌‌‌‌‌‌ډېپوګانې ولرئ، طالب ته د سولې او ټوپک ایښودو منطق نه لرئ.

 

- عبدالستار سعادت
بېرته شاته