(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ګوادر-کاشغر لارې پر مسله احتجاج پیلوو

[19.Jun.2015 - 18:20]

شاهین بونیری: د روان کال د مې پر ۲۸مه نیټه د پاکستان وزیراعظم نوازشریف د سیاسي ګوندونو له مشرانو سره ژمنه کړې وه چې د پاکستان او چین ترمینځ د اقتصادي راهدارۍ لویه لاره به په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې تیریږي خو د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶م مالي کال لپاره د ملک په بجټ کې یوازې ۱۲ فیصده مالي پانګه د دې لارې لپاره اېښودل شوې دي. ایا د ملت پالو ګوندونو دا اعتراض پر ځای دی چې مرکزي حکومت د دې منصوبې ټولې ګټې پنجاب ته وړل غواړي او که نه؟

د پښتونخوا سیاسي او ولسي مشران وايي  د پاکستان او چین ترمینځ د اقتصادي راهدارۍ پر معامله وزیراعظم نوازشریف له خپلې ژمنې پر شا شوی دی او د دې پرمختیايي پروژې ډیرې مالي پنګې يي پنجاب او سنده صوبو ته اړولي دي.

د پښتونخوا ولسي تحریک مشر ډاکټر سید عالم محسود وايي د ګوادر-کاشغر لارې پر مسله احتجاج پیلوو.

نوموړي وویل :د پاکستان په بجټ کې ډیرې پنګې د پنجاب او سنده صوبو لپاره ایښودل شوي دي  او پښتونخوا او بلوچستان صوبو ته ډیره توجه نه ده ورکړل شوې

په اسلام اباد کې د سیاسي او اقتصادي چارو کارپوه مبارک زیب وايي د پښتونخوا سیاسي مشرتابه دا معامله په سمه توګه نه ده را اوچته کړې او که چیرې اقتصادي راهداري او له دې سره تړلې پرمختیايي منصوبې د اصلي پلان مطابق په پښتونخوا او بلوچستان کې عملي نه شي نو د دې ذمه واري به د سیمې پر سیاسي مشرانو راځي.

د عوامي نیشنل ګوند یوه مرکزي مشره او د پارلیمان پخوانۍ غړې بشرا ګوهر وايي  د هغې ګوند به په دې معامله ټول سیاسي ګوندونه د ځان ملګري کوي او مرکزي حکومت ته به اجازه ورنکړي چې د سیمې د ولس حقونه تر پښو لاندې کړي.

د پښتونخوا ولسي تحریک مشر ډاکټر سید عالم محسود زیاتوي چې دا اوس یوازې د اقتصادي راهدارۍ خبره نه ده بلکه له دې سره د ګیس ، تیلو او بجلۍ نورې یو شمیر منصوبې هم تړلي دي.

د ډاکټر سید عالم محسود په وینا ، مرکزي حکومت غواړي چې دغه ټولې منصوبې په پنجاب کې عملي کړي.

د یادونې وړ ده چې د مې پر ۲۸مه نېټه په اسلام اباد کې په ټول ګوندیزه غونډه کې وزیراعظم نوازشریف ژمنه کړې وه چې د اقتصادي راهدارۍ مرکزي لاره به په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې تېروي. خو کله چې د خزانې وزیراسحاق ډار د کال ۲۰۱۶ م لپارهبجټ وړاندې کړو نو د دې لارې لپاره یوازې ۱۲ فیصده مالي پنګې کیښودل شوې وې

- سیدعالم محسود
بېرته شاته