(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په هندکې دافغانانو په اړوند تاريخي کتابونه

[19.Jun.2015 - 05:05]

لیک:ډاکتر لطیف یاد

په هندو ستان کې دافغانانو او په تيره بيا د پښتنو په اړوند ډېر کتا بو نه کښل شوي دي ،ځکه دتا ريخ په اوږدو کې ډېرافغانان او له هغو نه پښتانه هندو ستان ته تللي دي چې ځينو يې دلودي او سوري وا کمنانو په وخت کې لوړ لوړ منصبونه او پو ځي دندې درلودلې او ځينو ته ددوی د چوپړونو په بدل کې جا ګيرونه هم ور کړل شوي دي ٠زه دلته د هغو مهمو تا ريخي کتا بو نو نو مو نه اخلم ،ځکه په راتلو نکې که زموږ ځوان نسل و غواړي چې د هندو ستان پرافغانانو اوپه تيره بيا پر پښتنو تحقيق او څيړنې وکړي نو با يد چې دا لا نديني کتابونه له پا مه ونه غورځوي. :
۱-تحفه اکبر شاهي يا شېر شاهي تاريخ :
ليکوال يې عباس سرواڼي دی چې دشير شاه سوري دواکمنۍ حالات پکې راغلي دي ٠ دغه کتاب په ٩٩٤ ليږديز کال کې ليکل شوی دی، پښتو ژباړه يې ارواښادډ اکټر دولت محمد لو دين کړې ده او په کال ١٣٥٤ ليږديز کې دکابل په پښتو ټو لنې کې چاپ شوی دی٠
۲-واقعات مشتاقي : 
ليکوال يې شيخ رزق الله ډهلوي دی او په ٩٨٩ ليږ ديز کال يې ليکلی دی چې د لودي او سوري پښتنو حالات پکې راغلي دي٠ 
۳- شاهي تاريخ :
ليکوال يې احمد يادګار دی او په ١٠٥٤ ليږديز کال کې ليکل شوی دی چې دلودي او سوري پښتنو واکمنانو په اړوند ښه معلو مات پکې راغونډ شو ي دي٠
۴-داودي تاريخ : 
ددې کتاب ليکوال عبد الله دی چې له اره پښتون و او دمغولي جهانګير ددورې مؤرخ و ٠په دغه په زړه پورې تاريخ کې د هندوستان دلودي او سوري پښتنو او په بينګال کې کر لاڼي پښتنو په اړوند ښه معلو مات شته٠ ما ددې مقالې ليکوال پښتو ته ژباړلی و او په کابل او پيښور کې چا پ شوی دی٠ 
۵-افسانه شا هان هند: 
د اهم دجهانګير پا چا په وخت کې ليکل شوی دی٠ ليکوال يې محمد کبير دی ، خو ددغه کتاب ميکرو فلمونه د هند دعليګړ په پو هنتون او دلندن په بر يټيش ميو زيم کې شته، خو دکتا ب په بڼه نه دی چا پ شوی ٠ ما د غه اثر دعليګړ دمايکرو فلم نه کا پي کړی ا وپښتو ته مې ژباړلی ،خو لا چاپ کړی مې نه دی٠
۶-- پښتون شير شاه:
دغه اثر هندي مؤرخ ښاغلي مظهر انصاري دهلوي ليکلی او دشير شاه بشپړ حالات پکې راغلي دي٠دغه کتاب په ١٣٦٩ ليږديز کال کې ارواښاد سر محقق عبد الرحيم ځدران په کابل کې دسوري شيرشاه د٥١٠ کليزې دنړيوال سيمينار لپاره له اردو نه په پښتو ته ژبا ړلی و او دعلومو اکيډيمۍ له خوا په کابل کې چاپ شوی و٠
۷-خانجهان لودي: 
ددغه اثر ليکوال اکبر شاه خان نجيب ابادي دی چې دخانجهان لودي په ا ړوند ليکل شوی دی٠ جهانګير هغه ته پنځه زريز منصب او دصلابت خان لقب ورکړی و٠ دغه اثر په ١٣٢٦لېږديز کال کې دارواښاد مولا نا عزيز الر حمن سيفي له خوا په پښتو ژباړل شوی او په کابل کې دپښتو ټو لنې له خوا چاپ شوی و٠
۸-ډهلی دپښتنو په وخت کې: 
دا دارواښاد خان غازي کابلي اثردی چې ارواښاد مو لانا سيفي پښتو ته ژباړلی و او په کابل کې چاپ شوی و٠
۹-صولت شير شاهي: 
دا دهندي ليکوال سيد احمد مر تضی قطبي نصير ابادي اثر دی چې په ١٣٦٨ زيږديز کال کې ښاغلي فر هاد ظر يفي پښتو ته ژباړلی و ،خو لا چاپ شوی نه دی٠
۱۰شير شاه او دهغه زما نه :
دا کتاب هندي مشهور مورخ کالکارنجن قانونګو ليکلی و چې ما په کابل کې په پښتو تر جمه کړ او تر جمه مې دافغا نستان دعلو مو اکيډيمي د پښتو څيړنو نړيوال مر کز ته دچاپ لپاره سپارلې و، خو کله چې ټو پکيان په کابل کې واکمنۍ ته ورسيدل دا کتاب يې سوی و او له سره چاپ نه شو ٠اوريدلي مې دي چې ښاغلي ډاکټر نثار احمد صمد په کا ناډا کې په پښتو ژباړلی او چاپ کړی يې دی٠ 
۱۱-تاريخ خان جهاني يا مخزن افغاني:
مؤلف خواجه نعمت الله دی چې دافغا نانو دانسابو په اړوند هم دلودي او سوري واکمنا نو په اړوند بشپړ معلوما ت لري٠
۱۲-حيات حافظ رحمت خان:- 
دغه اثر په هندوستان کې دپير نګيانو د واکمنۍ په وخت کې په ١٨٦٥زيږديز کال کې ليکل شوی او ليکوال يې د رو هيلکنډ دپښتون بړيڅ سردار حا فظ رحمت خان کورنۍ ته منسوب ښاغلی ارواښاد سيد الطاف بريلوي دی٠ بايد زياته کړو چې دغه پياوړي مشر دپاني پت په جګړه کې داحمد شاه بابامرستې ته راودانګل٠ ما دغه کتاب ژباړلی و ،خو دکابل په تنظيمي جګړو کې داور دلمبو ښکار شو٠
۱۳-صولت افغاني:
ليکوال يې زردارخان ناغر دی او په ١٨٧٦ زيږديزکال دهند په کانپور کې چاپ شوی دی چې دپښتنو تاريخ دی٠
١٤-تواريخ خورشيد جهان:ليکوال يې شير محمد خان ګنډاپوردی چې په ١٨٦٧ زيږديز کال يې ليکلی دی٠ 
۱۵- حيات افغاني:
ليکوال يې ډپټي کمشنر محمد حيات خان دی ٠ دغه اثر ماددې مقالې ليکوال او ښاغلي فر هاد ظريفي په ګډه له انګريزي او اردو نه پښتو ته ژباړلی ې په کابل او پيښور کې چاپ شوی دی٠
۱۶-بر اهيم شا هي تاريخ: 
د مولا نا محمود اثر دی چې د٩٠٠ ليږديز کال په شا او خوا کې يې ليکلی دی٠ په دغه تاريخ کې دلوديانو او په تيره بيا دسلطان ابر اهيم د واکمنۍ حالات راغلي دي٠
۱۷-مجمع التواريخ: 
د احمد خان تاليف دی چې دليکلو کال يې ١٠٢٠ ليږديز دی او دپښتنو تا ريخ دی٠
١٨-رياض ا لسلا طين:
ليکوال يې غلام حسين سليم دی او په مجموع کې دپښتنو تاريخ دی ٠
١٩-خلا صة الا نساب :
د هندو ستان دروهيلکهنډ دپښتون مشر نواب حافظ رحمت خان اثردی چې دپښتنو دانسابو ذکر پکې راغلي دي٠ 
۲۰-ګلستان رحمت:
درو هيلکهنډ دپښتون نواب مستجاب خان اثراودپښتنو تار يخ دی ٠
۲۱ګل رحمت: 
دسعادت يار خان بړيڅ ليکنه ده او دپښتنو دبړ يڅو دقبيلې تا ريخ دی٠
٢٢-تاريخ رو هيلکهنډ:
د نياز احمد هو ش اثر دی چې د حا فظ رحمت خان کړ وسی و او درو هيلکهنډ دپښتنو تاريخ دی٠
٢٣-تاريخ افغا نستان يا نقش سليماني:
د غه اثر د حافظ رحمت خان دادبي کو رنۍ محمد سليمان خان اسد ليکلی دی او د پښتنو تاريخ دی٠
۲۴-مر ات الا فا غنه:
دخان جهان لودي اثردی او دسلطان سکندر لودي حالات پکې راغلي دي٠ 
۲۵-مطلع او مقطع:
د حاجي محمد عارف کند هاري اثر دی او دپښتنو تاريخ دی٠
۲۶-اسرارالا فا غنه:
د صابر اثر دی او دپښتنو تاريخ دی٠ 
۲۷-تورايخ حا فظ رحمت خان: ٢٧
مولف يې پير معظم شاه دی او دحافظ صاحب رحمت خان په غو ښتنه په ١١٨١ ليږديزکال د هندوستان په رو هيلکهنډ کې ليکل شوی دی دغه کتاب د پيښور پښتو اکيډيمي په ١٩٧٣ زيږديزکال کې چاپ کړی دی٠ په دغه کتا ب کې له کند هاره ديو سفزيو مهاجرت ،په کابل کې ددوی ميشته کيدل او بيا پيښور او او سنۍ سيمې ته ددوی دتلو يادونه شوې ده٠ دګګياڼيو او دشيخ ملي او دهغه دويش په اړوند هم پکې معلو مات شته٠
۲۸-دقاسم علي خان اپر يدي تاريخ: 
په هند په تيره بيا درامپور او دفرخ اباد دنوابانوتاريخ دی٠
۲۹-تاريخ افغا نستان: 
فداحسين يې ليکوال دی چې دافغانانو او انګريزانو جګړې يې پخپلو ستر ګو ليدلي دي او ١٧٩١ زيږ ديز کال کې ليکل شوی دی٠
۳۰-واقع بيان :
دعبدالکريم کشميري ليکنه ده چې داحمد شاه بابا لو مړنی پوځي سفر هند ته بيانوي٠
۳۱-هند ته داحمد شاه بابا تګ :
دغلام حسين تحسين ليکل شوی تاريخ دی چې په ١١٦٩ ليږديز کال يې ليکلی دی٠ 
٣٢-په پاني پت کې دمر هټه وو دسردار بهاو او احمد شاه دراني جګړه :
ليکوال يې پنډت کاشي رام دی چې دپاني پت دجګړې بيان پکې شته٠ 
٣٣-اقوام وفر قه های افغان:
محمود الموسوي ليکلی چې دابداليانو،،غلجيانو، برو درانيانو،روهيله وو او يو سفزيو او سوريانو ذکر پکې راغلی دی ٠ 
۳۴-دکټهير دافغانانو حال:
ليکوال يې شيو پر شاد ی چې په ١٧٧٦ ليږ ديز کال ليکل شوی دی او د هند د اتهراپراديش په ايالت کې دکټهير دپښتنو ذکر پکې شته٠ 
۳۵-عمدة التواريخ :
د سوهن لال سوري اثر دی چې پر پنجاب باندې داحمد شاه ابدالي د بريدونو ذکر پکې شوی دی٠ 
۳۶-دنجيب الدوله، علي محمد خان او دوندي خان احوال:
دبهاري لال تاليف دی چې دادرې واړه دروهيلکهنډ او دنجيب اباد دسيمو پښتانه نوابان ول٠ دغه کتاب په ١٢٠١ ليږديزکال کې ليکل شوی دی٠ 
۳۷طهماس نامه:
دپاني پت دجګړې تاريخ دی٠قلمي نسخه يې د هند دپنجاب ايالت د امرتسر دښار دخالصه کالج په کتا بتون کې شته٠ 
۳۸-احمد شاهي تاريخ:
هند ته داحمد شاه بابا دسفرونو په اړوند په ١١٦٧ ليږديز کال کې ليکل شوی دی٠ 
٣٩-تاريخ سليماني: د حاجي نور محمد سيماني اثر دی چې په ١٢٥٠ ليږديز کال يې ليکلی او دافغان وليانو په اړوند په زړه پورې معلو مات لري٠
۴۰-معدن اخبار احمدي: 
د احمد بن بهبل تاليف دی ٠ په ١٠٢٨ ليږديز کال ليکل شوی چې په هند کې دلو ديانو او سو ريا نو تاريخ دی ٠ 
۴۱-چهارګلشن: 
د رای چتر من تاليف دی او دپښتنو واکمنانو تاريخ دی٠ 
٤٢-واقعات دراني : په ١٢٥٧ ليږديز کې ليکل شوی دی ،چې ددرانيانو دواکمنۍ پيښې يې بيان کړي دي ٠
۴۳-تاريخ افا غنه:
دمحمد شهاب الدين خان ثاقب ليکنه ده چې په ١٩٠٠ زيږديز کې ليکل شوی دی ٠د کتاب متن د افغانانو دنسب او تاريخ په اړوند دی٠ 
۴۴-اخبار الا وليا من لسان الا صفيا:
دعبد لله خيشکی قصوري چشتي چې عبدي تخلص يې کاوه تاليف دی او دزوکړې نېټه يې ١٠٤٢ لمريز کال دی٠ دی د خپل وخت ستر عارف، صو في او ستا نه تير شوی دی٠ ده د ٧٠ په شا او خوکې کتا بو نه يې کښلي وو٠ دده د مهمو اثارو نه يو هم (اخبار الا وليا من لسان الا صفيا) نو ميږي چې د ١٦٣ تنو خيشکي صو فيا نو تذ کره ده٠ 
٤٥-فيروز شاهي تاريخ:
چې دضياؤالدين ضيا برني تاليف دی٠ په ١٨٦٢ کال کې په کلکته کې چا پ شوی دی و په هندوستان ې دغلجي واکمنانو په تيره بيا دسلان علاوالدين غلجي په ا ړوند ليکل شوی دی و دتغلق شا هانو ذکر م پکې شته٠
-----------------------------------------------------------------------
يادونه:
په دې ليکنه کې دليږ ديز سنې نه مقصد هجري دحضرت محمد مصطفی صلی الله عليه واله وسلم له مکې شريفې نه مد ينې منورې ته هجرت کړی و اود زيږديز نه مقصد ميلادي دی چې عيسوي او ميلادي سنه يې هم بولي او دحضرت عيسی عليه السلام دزيږيدنې نه پيل کيږي

 
 
 
- ډاکټر لطيف ياد
بېرته شاته