(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په پاکستان کې دطالبانو خپل انده (متوازي) حکومت؟

[16.Jun.2015 - 19:43]

لیک: رحمان بونیری

دا اونۍ په پېښور کې د افغانستان د ننگرهار د طالبانو د خپل انده یا متوازي حکومت گورنر مير احمد گل وژل شوی دی- دا لومړې ځل نه دی چې پاکستان کې د طالبانو خپل انده متوازي حکومت والي یا د ملا عمر نزدې ملگري وژل یا نیول کیږي- ایا د پېښور یا کوټه شورا په نوم د افغان طالبانو موجودگي په پاکستان کې د طالبانو متوازي حکومت ښاېي؟ څیړونکي به دې پوښتنې ته او یا نا ویلې شي خوافغان طالبان په ډاگه واېي په پېښور کې وژل شوی مير احمد گل د طالبانو لپاره د ننگرهار د والي په توگه کار کؤ-

د حیرانتیا خبره 

دا متوازي حکومت په داسې حال کې د پاکستان نه د افغانستان واگې په لاس کې اخستل غواړي چې په پاکستان کې د ښي اړ خيزه مسلم ليگ نون گوند مشر او وزيراعظم نوازشريف حکومت  د افغانستان صدر اشرف غني حکومت سره د پخوا په پرتله تعلقاتو کې د ارامۍ، نرمۍ او خوږوالي خبری اتری زیاتې شوي دي- نواز شريف او د ځواکونو مشر جنرل راحيل شريف د کابل سفر او د صدر اشرف غني او جنرل شیر محمد کريمي اسلام اباد سفر په وخت هم د کرزۍ د واک د تر خو یادونو هېرولو لوظونه شوي دي- دواړو خواؤ نه حکومتي چارواکي بیا بیا تکراروي چې په سوچ کې بدلون راغلې دی- خود طالبانو د متوازي گورنر د وژنې وروستو یو وار بیا ځيني څیړونکي د دواړو خواؤ نه په سوچ کې د بدلون په دعوو شک کوي-

رحیم الله یوسفزۍ

د سيمې د چارو وتلې څیړونکې او ریذیډینټ ایډیټر دي نیوز انټرنیشنل رحیم الله یوسفزۍ واېي د پاکستان او افغانستان حکومتونو لخوا دا خبره سمه په ډاگه نه ده چې دوېي څه کول غواړي ښاغلی یوسفزۍ واېي  داسې معلومیږي چې پاکستان ته په خپله خاوره موجودو زیاتره طالبانو په حقله پته ده او زیاتوي هم دغه شان په افغانستان کې د پاکستان د طالبانو مشر فضل الله او نور طالبان پټ دي- یوسفزۍ واېي تر اوسه داسې څه ښکاره نښې نښانې نه ښکاري چې پاکستان په خپله خاوره د موجودو افغان طالبانو په خلاف د څه قسمه گام پورته کولو فیصله کړي وي-

ضرب عضب عملیات

پاکستا ن د تیر کال  دجون د میاشت نه په شمالي وزيرستان کې د طالبانو په ضد عملیات شورو کړي دي او د پوځ ویاند جنرل عاصم باجوه لخوا مطبوعاتو ته په ورکړي شوي یو ورستي بیان کې دعوا شوې چې 2800 وسله وال یې وژلي دي او نزدې اتیا فيصده علاقه یې د طالبانو نه اخستې ده- هم د هېواد وزیراعظم نوازشريف تیره اونۍ د سفيرانو یوې غونډې ته د وینا په وخت ویلي دي  حکومت یې د ښو او بدو طالبانو ترمينځه اوس هيڅ فرق ته ساتي او افغانستان کې د امن لپاره مخلصه کوششونه کوي-

سمېع یوسفزۍ

په لندن کې د نیوز ويک خبریال سمیع یوسفزۍ واېي دا خبره غلطه ده چې پاکستان په خپلو قبایلي سيمو کې د طالبانو په ضد عملیاتو کې غټې کامیابئ موندلي دي- سمیع واېي چې د افغانستان د طالبانو یو شمیر مشران ملا عبیدالله اخوند او ملا برادر اخوند د پاکستان د لویو ښارونو نه نيول شوي او حقاني شبکې یو مهم مشر نصیرالدين حقاني په سر ښار اسلام اباد  او د طالبانو یو پخوانې وزير مولوي رقيب څو میاشتې وړاندې په پېښور کې وژل شوی وو - هغه دا خبره بی شکه گرزوي چې د پاکستان خاوره د افغانستان خلاف نه استعمالیږي-

وزير غازي نواز تڼې

د افغانستان د قبایلي چارو صلاح کار وزير غازي نواز تڼې واېي چې دواړو حکومتونو تر مينځه سپينه رشته په جوړیدو ده او خوش بينه دی چې د طالبانو سره د امن خبرو اترو پروسه به کامیابه شي – خو ښاغلې تڼې دا نه په ډاگه کوي چې د طالبانو سره په قطر او ناروی کې د افغان حکومت د غړو د لیدو کتو نه علاوه په افغانستان یا پاکستان کې هم کوم ځایې خبرې شوی دي –

څېړونکي داسې سکوټه تجزيه خو نه کوي چې د امن خبرو اترو پروسه به کامیابه نه شي خو تپوس کوي چې تر څو په دواړو هیوادونو کې پټ او ښکاره طالبانو په حقله غوڅه خبره نه وي شوي دا موجوده کوششونه سوله راوستلې شي گرانه ده- او په سوچ کې د بدلون دعوی سمې نه دي-  ـ ډیوه ـ 

- رحمان بونیری
بېرته شاته