(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتو موسیقۍ خان

[13.Jun.2015 - 18:32]

لیک : خپلواک دریځ

دپښتو موسیقۍ په روان یون کې ډېری کسان راغله ولاړه، رابه شي ولاړ به شي، هر یوه یې ترخپل توانه هڅه کړې چې داسي څه وړاندې کړي چې د خلکو په زړونو کې ځانته ځای پیداکړي، هر هنرمند په دې ډګر کې د خپل احساس نیلی ځغلولی خو د ګوتو په شمار سندرغاړو تلپاتې کار کړی، هغه چې د غیري معیاري لارې ودې میدان ته راوتي ددوی له مرګ سره یې نومونه هم تر خاورو لاندې شوي، دغه ډول سندرغاړي اوس هم شتون لري، که چیري همدا نن خپل ژوند له لاسه ورکړي، یو څه وخت وروسته به یې د نامه جنازه هم د لحد وتورو خاوروته وسپارل شي.

خو دهیندارو، تصویرونو، چینارونو، بارانونو،باورونو، ښکالوګانو، ښکلاګانو، دسباوون د زرینو وړانګو، د مئینو د ارمانونو او خوبونو سندرغاړی به تل ژوندی وي، او د هرچا د خیالونو په رومانتیکو ماڼیو کې به خپلې جادګرې نغمې غږوي.

دا کوم خان دی؟

دا هغه خان دی چې په لومړي ځل یې د فوالکلوریکو ادبیاتو نوي ژانر یاني ټپیزو ته د پښتو موسیقۍ په خوږه نړۍ کې ځای ورکړ ځکه خو د ټپیزو پاچا بلل کیږي.

بې له دې خانه هیڅ بل هنرمند داسي جادوګر فن نلري چې د خپلو مینه والو زړونه ورباندې وتړي، دا هنر یواځي دپښتو موسیقۍ داوسني خان سره دی.

کرن خان یادووم یواځینی سندرغاړی چې د موسیقۍ په هر فن اوهنر کې پاچا او دلوړو زده کړو خاوند دی، هغه په دې وروستیو کې دومره ځلېدلی چې د افغانستان په هرکونج، هره کورنۍ او د هرسړي د مینې سندرغاړی دی، هغه یواځي افغانستان کې نه بلکې د نړۍ په هرګوټ کې چې دافغان او پښتون په نوم څوک وي د هغه د خوږ غږ کیف به یې په ذهن کې وي، خپله هنري او سندریزه تنده به ورباندې ماتوي.

هر سندرغاړي، شاعر او لیکوال ترخپله وسه وپښتو ژبې ته کار کړی خو د خان کار بېل دی، هغه د پښتو ژبې هغه خادم دی چې پښتو یې  د ډېرو غیري پښتنو تر اذهانو ور رسولې او پرې منلې یې ده، دا خان چې څومره مینه وال اومئینان په خپله ژبه کې لري، له دې نه څوچنده یې په نورو ژبو او قومونو کې خپل محبوبیت پیداکړی.

ترحساب ډېر هنرمندان لګیا دي ځیني دځان لپاره او ځیني بیا د خپلې ژبې لپاره بوخت دي.

خو سوال دادی چې خان ولي په دومره لږ وخت کې له ټولو مخکې شو او مخکې دی؟

د موسیقۍ له پاچا څخه زده کړه، غني، تصویري، هنري، سندریزه، ژوره او د خیال او احساس د ښاپېریو په هنري اونازګو ګوتو تراشل شوې شاعرۍ ټاکل.

د هرې سندرې لپاره نوې موسقي، نوی کمپوز او د هرالبم لپاره دګلابونو په خوشبویه اوشبنمي لاسونو نومونه ټاکل

دا هغه څه دي چې خان یې د شهرت تر ډېرو لوړو پوړیو رسولی او همداسي به یې د پرمختګ او شهرت کاروان مخ په وړاندې روان وي، څو چې  پښتو ژبه کې د کرن خان غوندې فنکاران وي ژوند به یې په لوړو سترګو وي.

دموسیقۍ خان دي خدای ج همداسي خان لري.

ژوند دي وي کرن دي وي پښتو دي وي

رنګ او مصویر دي وي تابلو دي وي

- خپلواک دریځ
بېرته شاته