(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ملک د پښتو دی‎

[11.Jun.2015 - 19:20]

قاسم خان

لومړی ورځ می وه چی خپلې وظیفې ته تلم،ناڅاپه مي یوه شهزادګۍ تر سترګو شوه٬ چی رڼي اوښکې يي له سترګو رواني وي؛
هغه معصوموه اوښکو یی اوتر کړم،
ومي پوښتل ولي ژاړي؟
ږغ یی ونکړي ٬ډیر یی غمجن کړم ٬زړه مي نه کیدی چی تری لاړ شم،
په وار وار می تری وپوښتل چي ولي ژاړی؟
هغی بیا هم جواب رانکړ،
که څه هم زما حق نه وه چي د هغې څخه پوښتنه وکړم٬
خو بیا می زړه دي ته ښه کړه چی کیدای شي کومه مرسته یی وکړم،
په ډیری عاجزی می ورته وویل ته یو څه ووایه،
وروسته یی وویلی پلار، ورور، مور د کورنۍ غړې می ټول د هیواد دښمنانو شهیدان کړه٬
زه په دي لويه دونیاګۍ کی يوازې یم، مخکی می سبق ویلو اوس د خوراک لپاره ډوډۍ نلرم،
په سر مي ورته لاس تیر کړی چی ژاړمه، زه ستا ورور یم زما کورنۍ ستا کورنۍ ده،
په ژړغونی ږغ يي وویل چي وروره خوږ یی، رحم کوونکي یی!
خو کله چی کور ته راغلم پلار د انجلۍ په لیدلو په غوصه شوو٬
ویل یی هلکه دلته راشه، پلاره درغلم،
پوښتنه یی وکړه دا انجلۍ څوک ده؟، ورته می ټوله قیصه وکړه٬
ویل یی هله ژر یی له کوره باسه، ولی پلاره په تا څه پیریان کښينستل؟
ویل یی پیریان به ولي ما نه نیسی تا یوه پردي انجلۍ کور ته راوستی اوس زما نوم او پښتو سپکوي!
هله ژر یی له کوره باسه،
ورته مي وویل پلاره دا په دي دنیا کی بل څوک نلر، نو اخیر چیرته به ځی،
راته یی وویل چی ته به هم له کوره ځي دا هم، دې کور کی ستاسو لپاره ځای نشته،
ورته مي وویل: پلارجانه موږ او تاسو خو مسلمانان یو، رحم او  حوصله د ایمان يوه برخه ګڼو ته ولی په یوي معصومی انجلۍ رحم نکوي، دا خو ستا اسلامی فریضه ده،
ويل يي دا ملک د پښتو دی زه به په عالم کی رسوا شم، خلګ به وایی چي یوه پردۍ انجلۍ په کور کی ساتي،
تری ومی پوښتل پلاره اسلام ساتی که پښتو؟
ویل یی ملک د پښتو دی پښتو ساتم، ورته می وویل چی د دي هیواد په روپو خو پښتو نه ده لیکلي اسلامی جمهوری افغانستان پری لیکل شوي،
راته یی وویل زما سره جواب وایی٬ مور ته یی غږ کړ چي زوي دي ځوان شوي زما سره جوابونه وایی، مور چی زما او د پلارخبری اوریدلی وي ویل یی سړيه زوی دي ښه وایی، موږ مسلمانان باید یو پر بل رحم وکړو، زما زوی د يوي بی وارثه انجلۍ ژوند ژغورلۍ.

- قاسم خان
بېرته شاته