(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دډيورنډ په کرښه دخبر واک ولس لري: اشرف غني

[09.Jun.2015 - 19:21]

ولسمشر اشرف غني  کندهار کې يوې لويې غونډې ته دخپلې وينا په ترڅ کې  وویل چې سوله د رور سره نه بلکې دهاغه چا سره کيږي چې جگړه کوي  اؤ پاکستان  افغانستان سره نااعلانه جگړه پيل کړې نو ځکه پکار ده چې  لمړى  پاکستان سره دسولې خبرې پيل کړي ترڅو هغوي (پاکستان) طالبان خبرو ته مجبور کړي.

اشرف غني وئيلي دي  دپخواني افغان ولسمشر حامد کرزي دواکمنۍ په دور  کې چې  کله  هم دکوم طالب مشر سره دسولې  لپاره خبرې شوي اؤ يا هم  ورسره اړيکې نيول شوي  نو هغه  په پاکستان کې يا خو وژل شوى اؤ يا دملک څخه بې بهر کړل شوى دى.

که هر څو دپاکستان اؤ افغانستان ترمينځ اړيکې دپيل څخه دلوړو ژورو اؤ شکونو ښکار پاتې شوي  اؤ دپخواني  افغان ولسمشر حامدکرزي دواکمنۍ په مهال دغه اړيکې زياتې دتاؤتريخوالې ښکار وې خو  کابل کې دنوي حکومت رامينځته کيدو څخه  وروستو ددواړو هيوادونو دلوړپوړو عسکري اؤ سياسي چارواکو ترمينځ یو څه ښه شوي دي اؤ په بيلا بيلو موقعو دپاکستان وزيراعظم نواز شريف اؤ دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف  دافغانستان دښمن خپل  دښمن  گرځولى.

 دپاکستان اؤ افغانستان ترمينځ  اړيکو کې  دتاؤتريخوالى یوه اساسي وجه دا هم ليدل کيږي چې دترهه گرۍ په ضد جگړه کې  دامريکا دائتلافي جوړيدو څخه راپديخوا هم  دپاکستان پوځ  طالبانو سره اړيکې پرې کړي نۀ دي..

 پاکستاني چارواکو که هر څو په بيلا بيلو موقعو دافغان امن عمل کې  دملاتړ اؤ اسانتيا ورکولو ژمنې کړي  خو پاکستان سره  داړيکو په اړه دافغان حکومت رويه کې بدلون وروستو له هغې  وليدل شو چې تيره اوونۍ  دافغانستان ولسمشر اشرف غني  ديو خط له لارې  اسلام اباد څخه  غوښتنه وکړه چې نور دې  دافغان طالبانو ملاتړ پريږدي او افغانستان کې دامن دعمل  لپاره دخپل خلوص دثابتولو په غرض دې  څو گامونه واخلي چې پکې  په پيښور اؤ کوئټه کې  دطالب مشرانو نظربندي  اؤ دافغان طالبانو دډلې حقاني نيټ ورک په ضد گامونه اخستل شامل دي.

 پخپله وينا کې اشرف غني وويل  چې  دامن لپاره دحوصلې ضرورت دى اؤ دا په جذباتو نۀ شي گټل کيدى  دپاکستان اؤ افغانستان دخفيه ادارو ترمينځ  اوس اوس  دترسره شوي لانجمن تړون په اړه  افغان ولسمشر اشرف غني وويل  چې دغه معامله ددواړو هيوادونو دايجنسو ترمينځ ده خو داپوزيشن دمخالفت وروستو هغه  دغه  معامله پخپلو لاسونو کې اخستې ده.

ولسمشر اشرف غني دا هم وئيلي دي چې پاکستاني چارواکو سره يې  دډيورنډ په کرښه خبرې نۀ دي کړي ځکه چې دغه واک اولس لري.

بلخوا د تاند د خبر له مخې پاکستان دا انګېرنه رد کړه چې ګنې په افغانستان کې د پاکستان فوبیا یا له پاکستان څخه د افغانانو وحشت مخ پر زیاتېدا دی او دا د افغانانو د ملي کلتور برخه ګرځېدلی دی.

د پاکستان د ولسمشراعظم د بهرنیو اړیکو او د دغه هیواد د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز پرون /دوشنبه/ د افغانستان او پاکستان د دوه اړخیز دیالوګ د غونډې په پای کې وویل:«پاکستان د افغانستان د پرمختګ شریک دی. دا خبره چې له پاکستانه وحشت د افغانانو د ملي کلتور برخه ګرځېدلی، ځوروونکې ده، موږ ته پکار ده چې په دې اړه سروې وکړو څو ولیدل شي چې ایا دا خبره رښتیا ده. زه فکر کوم چې د پاکستان فوبیا (وحشت) د ځینو کسانو له لوري مطرح شوې خو حقیقت نه ده.»

ده د خبرو په مهال د افغانستان سفیر جانان موسي زي او د هند سفیر ډاکتر آر سي اې رګهوان ته کتل خو هغوی په غونډه کې خبرې ونه کړې.

د افغانستان او پاکستان د دیالوګ غونډه په اسلام اباد کې د سیمه ییزې سولې د انستیتیوت او په دغه ښار کې د هنس سیدال فونډېشن په ملاتړ د ستراتیژیکو مطالعاتو د افغان انستیتیوت له لوري په ګډه جوړه شوه.

په غونډه کې ډېرو وویل چې په افغانستان کې په دې باب ډېره خوابدي او نهیلي موجوده ده چې د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو د مخنیوي په برخه کې پاکستان خپلې ژمنې عملي نه کړې. او د افغانستان نه یوازې په لویو ښارونو بلکې کلیو کې هم خلک احساس کوي چې پاکستان طالبان پرېښودل چې جګړې ته دوام ورکړي او اوس طالبانو د لومړي ځل لپاره د افغانستان شمال ته هم تروریستي فعالیتونه غځولي دي. خو سرتاج عزیز وویل:«پاکستان افغان طالبانو ته روزنه نه ورکوي. زموږ پالیسي حتي مخکې تر دې چې د اشرف غني حکومت جوړ شي بدله شوې وه. موږ دا کار (د طالبانو له ملاتړه لاس اخیستل) د خپل ځان لپاره وکړ. حقیقت دا دی کله چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی پاکستان ته راغی، ما ورته وویل چې پاکستان دوی (طالبانو) ته تریننګ نه ورکوي، کرزی په دې خوښ ښکاره شو.»

سرتاج عزیز تاکید وکاوه چې «د پاکستان پالیسي عملاً بدله شوې، نن د پاکستان پوځ له ولسمشر غني سره خبرې کوي، د پوځ لوی درستیز پنځه ځلي کابل ته لاړ چې دا له پخوا سره مخه ښه وه او دا معنا لري چې تېر هېر شول.» د پاکستان د ملي امنیت سلاکار د خپلو خبرو په دوام کې وویل:«پاکستان د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو ملاتړ نه کوي. پسرلني عملیات ځوروونکي دي خو په مجموع کې په افغانستان کې انتقال سوله ییز و. دا د ایساف له وتلو وروسته لومړنی دوبی دی. دا به حقیقت نه وي چې فکر وشي چې طالبان به هیڅ فعالیت نه کوي. په پسرلنیو عملیاتو کې ښکېل کسان ازبکان، تاجکان او چیچنایان دي چې حالات پېچلي کوي.»

ده وویل ګڼو هیوادونو په دې برخه کې همکاري نه ده کړې خو چین همکاري کوي. باید ټول هیوادونه یو بل ته لاس ورکړي. یو اسلامي هیواد هم د طالبانو ملاتړ نه کوي.

سرتاج عزیز د عراق په پرتله په افغانستان کې د انتقال پروسه خورا ښه وبلله، ویې ویل:«که د افغانستان او عراق د انتقال پروسې سره پرتله کړو. توپیر یې له ورایه ښکاري. په افغانستان کې د انتخاباتو له ستونزو سره سره، نه نظام ونړېد نه کوم سیستم ګډوډ شو. » د پاکستان د ولسمشراعظم سلاکار په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د افغانانو له لوري د پرمختیايي پروژو د طرحه کېدو وړاندیز وکړ، ویې ویل چې لوېدیځ مرستندویان د افغانستان پروژې تمویلوي.

د ده په نظر کېدای شي افغانان د اسلام اباد – کابل ترمنځ د موټر وې (لویې لارې) او د اورګاډي د پټلۍ، د کندهار او چمن ترمنځ او د کشک (د ترکمنستان پولې) او کندهار ترمنځ د اورګاډي د پټلیو پروژې جوړې کړي څو افغانستان له کراچۍ بندر او منځنۍ اسیا سره اسانه او ارزانه ترانسپورتي اړیکې ومومي.

- PSDP
بېرته شاته