(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پېښور: دهمیش خليل په ویاړ غونډه جوړيږي

[02.Jun.2015 - 19:37]

سباد۲۰۱۵ ع کال د جون د میاشتې په دېیمه نېټه دڅلورنۍ (چارشنبې) په ورځ سهار لس بجې د پيښور پوهنتون کلچر موزیم د غونډو په تالار کې د مشر استاد همیش خليل په ویاړ يوه غونډه جوړيږي، چې بېلابېل لیکوال به د هميش صیب د کړيو خدمتونه په اړه مقالې اوروي.
استاد همیش خليل يو له هغو مشرانو څخه دی چې په تانده ځوانۍ کې يې د باچا خان بابا په خدايي خدمتګار غورځنک کې شامل شو او د عدم تشدد د فلسفې له لارې يې له سميې څخه د انګريزانو د ويستلو په لار کې نه ستړي کيدونکي هلې ځلې کړې وې چې د همدې مبارزې په دوران کې څو څو ځلې بندي شوی هم و.
له دې نه علاوه يې د ادب او فرهنګ په میدان کې د پام وړ کار کړی دی، استاد همیش خلیل په يوه وخت کې هم شاعر و، هم افسانه نګار و او هم يې د څيړنې په برخه کې تلپاتې کار کړی دی.
د افغانستان په پخواني تعليمي نصاب د پښتو په مضمونونو کې يې تلپاتې شعرونه اوس هم د خلکو په خوله دی.
موټی خاوره د وطن به پرې ورنه کړم
که په سر د ځمکې ټول وطن ختن شي
که دښمن له ما بری یوړوو محبوبې
ستا پوړنی دې زما د سر د کفن شي
نو ګرانو دوستانو که تاسو نه څوک هم په پيښور کې وي، هیله ده چې د دغه دروند مشر په درناوي کې جوړيدونکي غونډه کې برخه واخلئ او د خپل دغه دروند مشر حق په ژوندوني ادا کړئ

بازمحمد عابد

- عابد
بېرته شاته