(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ميا افتخار حسين خوشې کړى شو

[02.Jun.2015 - 19:26]

ډیوه/ : دپښتونخوا په نوښار سيمه کې يو  مقامي عدالت  سوبه کې دواکمن سياسي گوند تحريک انصاف دکارکوونکي دوژلو په تور دقوم پرست سياسي گوند عوامي نيشنل پارټۍ نيول شوى  مهم مشر ميا افتخار حسين په ضمانت پريښى دى.

 ددرېنۍ (نهې /سه شنبې) په ورځ د ۲۰۱۵ کال د جون په ۲ مه نېټه  ميا افتخار حسين دنوښار دسول جج افتخار حسين عدالت ته  وړاندې کړل شوى ، په دغه موقع  دهغه دوکيلانو له لوري  ددواړو خواؤ ترمينځه راضي نامه عدالت کې پيش کړى شوه چې پکې  وئيل شوي وؤ چې   دوژل شوي تن پلار  شيرعالم  دايف ائي ار څخه دميا افتخار دنوم ويستلو بيان ورکړى دى  اؤ ددواړو خواؤ ترمينځ راضي نامه شوې ده.

 له دې وروستو عدالت  دعوامي نيشنل پارټۍ دمشر ضمانت منظور کړو اؤ ددوؤ لکو روپو د جمع کولو امر يې ورته ورکړو.

پوليسو ميا افتخار حسين   دزندان څخه خوشې کړى، وروستو  ميډيا سره خبرو کې میا افتخار حسين وويل چې دتحريک انصاف حکومت فرعون جوړ شوى اؤ دوژل شوي تن پلار زما خلاف دايف ائي ار  درج کولو لپاره مجبور کړل شوى خو دوژل شوي تن  پلار زما لپاره فرشته جوړه شوه اؤ نۀ يې غوښتل چې زما خلاف دې مقدمه درج شي  نو ځکه ددې څيز پلټنې پکار دي چې ايا ددومره خطرناک ايف ائي ار درج کولو پشا څوک دي

 هغه وويل دموجوده حکومت په رويه افسوس دى، داسې رويه نۀ ده پکار چې مخالفت  دذاتياتو اؤ دښمنۍ ته بوتلل شي

  دنوموړي وينا وه کومو خلکو چې زما خلاف  حکومتي طاقت استعمالول غوښتل هغوي  نن دشرمندگۍ سره مخ دي

د ای اېن پي مشر سېکتر ميا افتخار حسين د  یوه نۍ (اتوار/یکشنبې)  په ورځ وروستو د هغې پوليسو نيولی ؤ ، چې کله د نوښار ضلعې په پبو سيمه کې د پي ټي ائي پلويانو په بلدياتي انتخاباتو کې د خپل کانديد په گټه خوشحالۍ کولې ، هغوي  د ای اېن پي د دفتر مخې ته ورغلي وؤ او په دغه مهال ډزې شوې وې  چې پکې دپي ټي ائي يو تن وژل شوی ؤ .

  خو دتحريک انصاف گوند دوژل شوي  تن  حبيب الله پلار شيرعالم وروستو عدالت ته وويل چې  هغه دفشار لاندې راوستل شوى ؤ چې دزوې  دوژنې مقدمه دعوامي نيشنل پارټۍ دمشر سکتر ميا افتخار حسين په  ضد درج کړي.

 که يو لوري ته   خيبرپښتونخوا کې دواکمن گوند تحريک انصاف مشر عمران خان  سوبه کې  دپوليسو دغيرسياسي کولو اؤ پکې  دمداخلت دنۀ کيدو دعوې کوي نو بل لوري ته  پخپله  دخيبرپښتونخوا دپوليسو مشر  ناصر خان دراني  تيره ورځ  يو شخصي ټي وي چينل سره خبرو کې دميا افتخار حسين دمقدمې په اړه  منلې ده چې دپښتونخوا پوليسو هم هاغه څه  کړي کوم چې  دهيواد په نورو برخو کې پوليس کوي.

 دپښتونخوا پوليس مشر وئيلي دي چې  دپي ټي ائي دکارکوونکي دوژل کيدو څخه وروستو مظاهرين غصه وؤ  اؤ ډي پي او  پاريدلو خلکو سره په دې ژمنې کولو مجبور شو چې ، دسيمې څخه دميا افتخار حسين دويستلو په غرض، به دهغه په ضد  کارروائي کوي.

  ناصر دراني دا هم وئيلي  وؤ چې وروستو تر فشار لاندې هم هاغسې ايف ائي ار درج شو لکه څنگه چې دهيواد په نورو برخو کې درج کيږي.

 خو ناقدين پوښتنې راولاړوي چې  که  پوليسو په رښتيا  دپاريدلو خلکو دغصې څخه دميا افتخار حسين دبچ کولو لپاره  دغه ايف ائي ار درج کړى نو بيا هغه عدالت ته په هتکړو کې ولې بوتلل شوى ؤ؟

مبصرين وائي  که يو خوا عمران خان صوبه کې دپوليسو دغيرسياسي کولو په اړه دخپل گوند په تعريفونو نۀ مړيږي نو بل خوا دپوليس مشر ناصر دراني څرگندونې دتصوير بل اړخ ښائي.

- ډیوه
بېرته شاته