(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو تلویزیون ته دمبارکۍ پیغام

[30.May.2015 - 21:46]

پښتو تلویزیون ته دپښتو ورځې دلمانځلو له کبله دمبارکۍ پیغام
( اغیار که وایی د دوزخ ژبه ده - زه به جنت ته د پښتو سره ځم )


دغبرګولی اتمه نیټه چې د ۲۰۱۵ زیږدیز کال دمی دمیاشتې د نهه ویشتمې نیټې سره سمون خوري پښتانه په افغانستان ، پښتونخوا، جنوبی پښتونخوا او ټولې نړۍ کې دپښتو ورځ په پر تمینو مراسمو سره لمانځي .
له نن نه پوره شپږکلونه وړاندې دافغانستان او پښتو نخوا یو شمیر په پښتو مینو او دپښتو ژبې خواخوږوپښتنو په دې خبرې هوکړه وکړه چې دغبرګولی اتمه یا دمی دمیاشتې ۲۹ نیټه به دپښتو دورځې په توګه لمانځي چې تر دې وروسته په مجموع کې ټول پښتانه او په تیره بیا پښتو تلویزیون هرکال دغه ورځ په پر تمینو مراسمو سره لمانځي .
لکه چې ما په خپلو لیکنو کې هم څو څو ځلې دې خبرې ته اشاره کړې ده چې په افغانستان، پښتونخوا او جنوبي پښتونخوا کې پښتو ژبه یوه محکومه ژبه ده . دافغانستان واکمنانو په تیرو وختونو کې ترنن ورځې پورې دپښتو ژبې سره سخته جفاکړې ده او ان دپښتو ژبې په ویلواوپه دې ژبې په خبرو کولو هم شرمیدلي دي . همدا وجه ده چې نن پښتو ژبه دافغانستان په پو هنتونونو او علمی او اکیډ یمیکو مرکزونو ا و سرکاري دوترونو ( دفترونو ) کې ځای ځایګی نه لري .
د افغانستان داساسي قانون تش په نامه ماده چې پښتو ملي او رسمي ژبه ده دپښتنو لپاره کومه ګټه نه ده رسولې او نه به یې ورسوي .تر هغه وخته پورې چې پښتو دپو هنتونونو ، ښوونځیو،علمی او اکیډیمیکو مو سسو اوسرکاري دفترونو ژبه نه شی پښتو به همداسې خواره زاره وی. له بده مرغه که کوم پښتون په مورنۍ ژبې باندې دخپلو بچیانو دزده کړې غږ هم اوچت کړی دی نو دیو شمیر متعصبو او ایرانی پلوه فاشیستانو له خوا پرې داتور لګیدلی دی چې پښتانه فاشیستان او متعصبین دي . زه دغو ړندو متعصبینواو ایران پالو ته وایمه چې که آیا څو ک دخپلو بچیانو لپاره په مورنۍ ژبه دزده کړو غږ اوجت کړي نو هغه ستاسو په اند بیا فاشیست او متعصب شو؟
په پښتونخوا او جنوبي پښتونخوا کې هم دپاکستان پښتون دښمنه حکومت نه غواړي چې دپښتنو بچیان په خپلې مورنۍ ژبه زده کړې وکړی او قصدا یې پښتانه دخپلې مورنۍ ژبې دزده کړې نه بې برخې کړي دي .. دخواشینۍ خبره خو داده چې په پښتونخوا او جنوبي پښتونخوا کې ډیر شمیر پښتانه ځوانان دپښتو د لیکدود( رسم الخط) سره هیڅ آ شنایی نلري .دوی په پښتو خبرې کولی شی خو پښتو نه شی لیکلی ،خو بیا په اردو باندې داسې پو هیږی ته به وایې چې دایې مورنۍ ژبه ده .
نو ای دافغانستان ، پښتونخوا ، جنوبي پښتونخوا ، هند او په ټولې نړۍ کې میشته او یا ملیونه آغلو او ښاغلو پښتنو !
پښتو ستاسومورنۍ ژبه ده . داژبه پر مو ږاو تاسو ډیر حق لری او باید تش په خبرو یې حق ادا نه کړو . مو ږ باید دخپلې ګرانې او خوږې ژبې پښتو سره ژمنه وکړو چې موږ به تاته کار کوو او تابه دنړۍ دنورو ژبو سره سیاله کوو. داکار هله کیدای شي چې موږ دهر مسلک خاوندان په هماغه څانګه کې ورته کار وکړو. که د طب ډاکټر ان یو باید په پښتو ژبه دډاکترۍ طبي کتابونه برې ولیکو ، که دکرنې چارو ماهرین یو نو باید په پښتو ژبه د کرنې او کر کیلې کتابونه پرې ولیکو، که دکمپیو ټر ما هرین یو نو دکمپیو ټر کتابونه باید په پښتو ولیکو . که په هرو بهرنیو ژبو پو هیږو باید له هغو ژبونه پښتو ته ژباړې وکړو او کتابونه او مقالې پکې ولیکو .
پښتو هله پیاوړې کیدلای شی چې په ټو لو ټو لنیزو او طبیعي علومو او ساینس او ټکنولوجۍ کې کتابونه پکې ولیکو او یا هم پښتو ته پکې ژباړې وکړو.
همداراز دپښتنو دټولو آغلو او ښاغلو زده کوونکو ، ښوونکو، دپو هنتون دزده کوونکو او استاداتو، روڼ آندو او په مجموع کې دټولو پښتنو نه غواړم چې دخپل دې مشروع حق لپاره چې پښتو دپو هنتونو ، علمي مرکزونو او سرکاري دفترونو ژبه شی نه ستړي کیدونکي مبارزه وکړي او خپل دغه مشروع حق تر لاسه کړي .
په پای کې دپښتو تلویزیون دمشرښاغلي لیوال صیب او ددغه تلویزیون دټولوآغلو او ښاغلو کارکوونکو نه مننه کوم چې دخپل پښتو تلویزیون له لارې دغبرګولي اتمه نیټه دپښتو ورځ په پر تمینو مراسمو سره لمانځی .زه دوی ته مبارکي وایمه او پښتو ته دخدمت په لار کې ورته دلا زیاتو بریالیتوبونو هیله کومه .
په ډیر ادب او درنښت
ډاکټر لطیف یاد

- ډاکټر لطیف یاد
بېرته شاته