(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دافغانستان سیاسي واک یو لوی کېک وګڼئ

[27.May.2015 - 19:11]

لیک: عبدالغفور لیوال

دافغانستان سیاسي واک یو لوی کېک وګڼئ ! ددې کېک لویه او وړه ټوټه پر دې بنسټ ویشل کیږي، چې کومې ډلې څومره افغانان وژلي دي؟ هرې ډلې چې ډېر افغانان وژلي وي او دلانورو دوژلو ډېره وړتیا ولري، نو غټه ټوټه کېک به اخلي او هاغه چې یوڅه یې زور کم و او لږ افغانان یې وژلي وي، وړې ټوټې به ترلاسه کوي ( حصه به قدر جوسه [ جثه ] ). په راتلونکي کې به نورې ډلې هم چې همدا اوس پر وژنو بوختې دي، په دې وېش کې ورشریکې شي. هغوی چې دکېک دپخولو، داوړو او بورې دتولید او عادلانه ویش فکر لري او په دې برخه کې هڅه کړای شي، دکېک په ویش کې ونډه نه لري، دوی کمزوري، شریف او پوه خلک دي، ځکه خو دکېک دخوړلو حق نه لري. کېک وژونکیو ته پوخ شوی دی، عاقلو، شریفو او عاطفي خلکو ته نه !
ترابده به دافغانستان سیاسي واک دهغوی په لاس کې وي، چې افغانان وژلای شي. په راتلونکي کې به هم راروان نسلونه ددې لپاره چې سیاسي واک ته ورسیږي، لومړی دوژنو، ورانولو او سوزولو ازموینه ورکوي اوبیا به واک ته درسېدولو شوق کوي. ځکه واک او ځواک ته درسېدو بله ( سالمه ) لاره نه شته . همدا اوس دوژلو او ویرولو دلیل پرته له ( واک، ځواک او پیسو) څخه بل څه کېدلای شي؟ ترټولو بدمرغه ملت ځکه همداموږ یو، چې دسیاسي قدرت دویش معیارمو خونړی او مرګونی دی.
نو افغانانو ! ترهغو به همداسې وژل کیږئ، چې دسیاسي قدرت دویش معیارمو دوژلو توانمندي وي !
خدای مو مل شه

- عبدالغفور لیوال
بېرته شاته