(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دا ناهیلی افغان ماشوم

[26.May.2015 - 14:05]

لیکوال او شناند: نظرمحمد مطمئن

ښائسته ماشوم به وي، زړه او خیرنه نیم متر د ټوکر ټوټه به يې په لاس کې وي، د سهار د مکتب وخت به يې وي، د يو لوړ بیه کروزینګ د ښې اړخ شیشه به په داسي حال کې ورپاکوي، چې د موټرانو په ګڼه ګوڼه کې موټر تیز نه شي تللای، او دهمدې کار له امله به په کروزینګ، هایلوکس او کوم بل لوړ بیه موټر کې د مخي چوکۍ کې ناست سړي څخه د ۵ ، ۱۰ او یا هر څومره چې وي پيسو غوښتنه کوي. د ژمي په ورځو کې به دغه ماشوم په یخه هواء حتی په واورو کې همدا کار کوي، خو په موټر کې ناست کسان به د موټر ګرمې بخارۍ ته ناست وي، او شیشه به هم نه ورته کښته کوي، د دوبۍ په ګرم موسم کې به د همدې لوړ بیه موټرانو کې ناست کسان د موټر ایرکنډیشن ته ناست وي، او هغه ماشوم چې د ۵ افغانیو تر لاسه کولو له پاره ددوی د موټر شیشې په روان حالت کې ور پاکوي، په ګرمه هواء کې به ورسره منډې وهي، خو په موټر کې ناست کسان ډیر وخت شیشه ورته نه کښته کوي.
په کابل کې یو، دوه، سل، دوه سوه او زر داسي ماشومان  (هلوکان او نجوني) نه دي، له دي نه يې شمیر زیات دی،  لسګونو زرو ته رسيږي، د ښوونځي وخت کې ددوی همدا کار وي چې د موټرانو پسې مڼډې وهي، او که وتوانیږي په موټر کې ناست خلک دده په اړه ترحم ته وهڅوي.
ډیری چلونکې خو بیا په ډیر قهر سره پر ماشوم ږغ وکړي، هلکه صافه (د ټوکر ټوټه) دي خیرنه ده، زه ولاړشه د موټر شيشې مې را خیرنوي، مه يې پري موښه، مه يې پاکوه.
او ځينې خو داسي وي چې دهمدې ماشومانو له پاره يې د ۲ افغانیو لوټونه په موټر کې ورسره ایښې وي، کوم ماشوم هلک يا نجلۍ چې ډیرې منډې ورسره ووهي بیا نو دوه ګون ورته ورکړي.
ما ډیر ځله داسي ښکلې او نازنین ماشومان لیدلي دي، د ډیرو لوړ بیه موټرانو شیشه ورته پاکوي، خو پکې ناست ښاغلي بیا دومره زحمت هم نه کوي چې ورته ووايې چې ولاړ شه ، میده پیسې نشته، همداسي ماشوم هلک يا نجلۍ ورسره منډې وهي، او بالاخره يې تمه وخیږي، ناهیلي پاتې شي. بیا نو څاري چې کوم بل موټر ته ځان نږدې کړي که د هغوئ د ترحم وړ وګرځي.
کابل ښار کې چې د ماشومانو د غه زورونکی حالت سړی ويني،  بیا کله ناکله د فیوډالیزم او مارکسیزم نظريې رایادې شې، دواړه نظريې د اسلام خلاف نظريې دي، مګر ممکن دهمدغسي ناهیلیو زېژنده وي.
که اسلام موږ عملي کړو، نو بیا به ددغسي ماشومانو منډو او بد حالت ته اړتیا نه وي، له دي ها خوا په کابل ښار کې سوالګر دومره زیات دي، چې کله هم موټر په ګڼه ګوڼه کې په کرار تګ سره روان وي، د موټرو  شیشو ته ماشوم هلک، نجلۍ او يا میرمن ولاړه وي او د سوال غوښتنه کوي، اوس خو خبره دي ته رسيدلي چې کله په کوم پټرول پمپ موټران تيل اچوي هم ورته سوالګر ځينې وختونه ولاړ وي.
يوه ورځ شاه دوشمشیره ته نږدې مې يو ډیر ښکلي ماشوم ولید، چې نږدې د ۸ کلونو به و، هغه خوار د سپین لوړ بیه کروزینګ موټر کې کیڼ اړخ ته ناست صاحب سره په ځمکه منډې وهلي، او موټر به کله ارام کله لږ تیز شو، ماشوم له همدې موټر سره ډیر زیات ولاړ، او تر اخره هم هغه ناست سړي شیشه ورته کښته نه کړه، هلته مې وویل چې که همدا ماشوم سبا واک ته ورسيږي له ده سره به د شتمنو اړوند کوم احساس وي؟
یو بل ناسم دود چې اوس په کابل ښار کې رواج دی، کله چې کوچنۍ (۵نفره کرولا یا سراچه موټر) سواري خیږوي، بیا به هم د ښوونځي د عمر ښکلی ماشوم په لوړ اواز نارې وهي چې هله کوټه سنګې، حصه دو، حصه ۳، چهار راهي قمبر، دارالامان ...
کله چې موټر ته پنځه کسان ورپورته شي، بیا نو ټکسي چلونکي همدې ښایسته ماشوم ته ۴ یا ۵ افغانۍ ورکړي، او ځینې وختونه خو ما داسي هم لیدلي چې کله د ټکسي سوارلي ورته پوره کړي، او ماشوم ډیر زحمت وکاږي، چلونکی خدای ناترسه همداسي موټر ورڅخه وزغلوي او همدا ۴ یا ۵ افغانۍ هم هغه ماشوم ته ورنه کړی، نو بیا چې کله همدا ماشوم لوی او  واک ته ورسیږي له ده سره به د شتمنو اړوند کوم ډول احساس وي؟
هلته به يو بل ماشوم د دوکان په دروازه کې ودریږي، سپلني به یې په لاس کې وي، د نظر وچ له پاره به د دوکان دننه دود وکړي، خو دوکاندار به پرې ږغ کړي، زه هلکه ولاړ شه، د سپلنو بوی راباندي ښه نه لګيږي، هلک چې د ۲  افغانیو ترلاسه کولو په موخه به يې همدا کار کاو، بیا هم ناهیلی روان شي، بیا به همدا هلک د کوم موټر شيشې ته ودریږي، او هغه ته به وایې چې ماما شیشه کښته کړه سپلني درته دودکوم، هغه صاحب به ورته نظر هم نه کوي، که د کوم موټر شیشه کښته وي، او همدا ماشوم د شیشې څخه موټر ته د سپلنو هغه دود ور پوه کړي، بیا به هم کله ناکله ترټل کيږي او چلونکی به ورته وایې چې ولي دي موټر کې دود وکړ، خو کله ناکله به ۲ افغانۍ يا ۵ افغانۍ هم تر لاسه کوي.
دغه د سپلنو د دبلې په لاس ماشوم چې هره ورځ د شتمنو له خوا له ډول ډول ناهیلیو او ناسم چلند سره مخ کيږي که همدا ماشوم لوی او واک ته ورسیږي هغه وخت به يې د شتمنو اړوند کوم احساس وي؟
یو ښایسته ماشوم به په افغانۍ جامو يا پتلون کې د موټر شیشې ته ولاړ وي، د ژاولو (ساجک) بنډلونه به ورسره وی، جوس به ورسره وي، او یا کوم بل ارزان بیه شی، هغه به په موټر کې ناستو کسانو ته وایې چې ماما! نن مې سودا نه ده شوې، همدا ساجک په ۵ افغانۍ درکوم وايې خله، خیر يو دانه خو واخله، خیر یو جوس واخله، ټوله ورځ مې سودا نه ده شوې، بیا به هم کله ناکله همدا ماشوم له همدې موټر څخه هم ناهیلی روان شي، دومره ناهیلی به وی چې په ټوله نړۍ کې به داسي څوک په نظر نه ورځي چې دده سره دده د کورنۍ د يوې ګولې ډوډۍ په پيداکولو کې مرسته وکړي، همدا ماشوم چې بیا واک ته ورسیږي، د شتمنو اړوند به کوم احساس لري؟
د سیند پر غاړه به د مېلې له پاره ځوانان ناست وي، هلته به ماشوم يوه درنه تخته په غاړه ودریږي، دهغه سره به د ۵  افغانیو يا ۵ کالدارو (جلال آباد کې) زڼي په وړو خلطو کې وي، ورسره به ممپلي او نور د خوراک شیان وی، ټول به ارزان بیه وي، ځوانانو ته به دریږي، او کله خو به دا ماشوم هلک یا نجلۍ  رشخند کيږي هم، همدا ماشوم چې ګرده ورځ په ګرمۍ او یخ کې يې همدا تخته په غاړه وي، چې کله  واک ته ورسیږي کوم احساس به د شتمنو اړوند ولري؟
په شمالي او پغمان کې به ماشوم پیره کې/ بولاني (يو ډول په غوړو کې سره شوې ډوډۍ چې په منځ کې يې کچالو او یا ګندنه وي) په لاس کې وي، هغه ځوانان چې د مېلې له پاره تللي وي، ډلې ډلې ناست وي، هرې ډلې ته به دریږي، وایې به کورنۍ بولاني دي، ډیر خوندور دي، نن مې سودا نه ده شوې، وایې خلۍ، خو بیا به هم په ناهیلۍ روان شي، دا ماشوم هلک  یا نجلۍ به ګرده ورځ ګرځي، هلته به ګوري چې په مېله ځای کې ځوانان او پېغلې ډول  ډول خوراکونه کوي، ماهیان، د پسه د غوښو کړايې، تازه تازه ميوې به يې مخته ایښې وي، خو همدا ماشوم به سرګردانه ګرځي که څوک يې د ۵ افغانیو او یا ۱۰ افغانیو بولاني ورڅخه واخلي، همدا ماشوم چې واک ته ورسیږي دده سره به هغه وخت د شتمنو اړوند کوم احساس وي
په هوټل کې به ځوانان او خلک ناست وي، هغوی به ځان ته ښه ښه خوراکونه راوغواړي، بیا به يو هلک يا نجلۍ دړه (يو ډول تخته) په غاړه ددوی تر څنګ ودريږي، وایې به ماما! ستاسي بوټونه رنګ کړم؟ دلته به دغه خلک هیڅ ږغ نه کوي، بیا به همدا ماشوم ووايې ماما ډیر ښه به يې درته رنګ کړم، ستاسي بوټونه رنګ غواړي، خیرن شوې، دوړې پرې شوې، بیا به هم دا ماشوم په داسي حال کې چې د همدې خلکو مخکې ډول ډول کبابونه، وریجي، پیپسې او نور هر څه وینې کوم یو به پرې ږغ کړي، هلکه لاړ شه، په عذابوه مو مه، نه يې رنګو، ماشوم به ناهیلی شي، خو د وروستي ځل له پاره به بیا ووايې چې نن مې کار نه دی کړی، خیر ماما ستاسي بوټونه به ورنګوم، چې هر څو پیسې مو زړه وی هغومره راکړئ، خو بیا به هم د ناهیلۍ اواز اوري، دغه ماشوم چې کله واک ته ورسیږي، د شتمنو اړوند به يې احساس څه ډول وي؟
هلته یو بل ماشوم وي، دهغه سره کوچنی ترازو په لاس کې وي، د ځوانانو مخکې ودریږي، وایې ماما! ځان تلۍ (خپل وزن معلوموئ)، ځوانان به وایې څو پسیې غواړي، ماشوم وایې په یوه نفر ۵ افغانۍ، بیا به همدا ۵ ځوانان وایې که ټول په ۱۵ افغانۍ کوي، ماشوم وایې سمه ده کار نشته، اخر به بیا همدا ځوان ورته ووایې نه نه! موږ ځانونه  نه تلو، ماشوم هلک  یا نجلۍ به ناهیلی/ناهیلې روان شي.
همدا ټول ماشومان (هلکان / نجلۍ) چې ما يې یادونه وکړه او یا خو د لیکنې د اوږدوالي له امله ددوی نور سخت او زړه دردونکې کارونه مې یاد نه کړل، ددوی عمرونه د ښوونځي له پاره دي، دوی باید په ښوونځي کې استاد ته په ټولګې کې ناست وای، دوی باید پاکې جامې اغوستي وای، دوی باید د راتلونکې له پاره روزل شوې وای، دوی هم باید د شتمنو خلکو د زامنو ترڅنګ د ښوونځي په ټولګې کې په چوکۍ کې ناست وای، خو د نږدې ۳۷ کلونو جګړو  افغانان دومره ځورولي چې ډیری کورنۍ بې سرپرسته دي، ددوی هم مجبوریت دي چې د همدې ماشومانو ګټې ته کښینې چې که کار وکړي نو ممکن د ټولې ورځې ګټه به يې له ۵۰ افغانیو تر ۸۰ او سلو ورسیږي.

د نړیوالي ټولنې بې حسابه پیسې هم ددې ماشومانو په درد ونه خوړلي، هغه هم شتمنو چارواکو ورنه غلا کړي، ددوی حقونه يې په خپلو اولادونو وخوړل، د ښوونځې ودانۍ يې هم ورنه غلا شوې، د ښونځې نوم شته، پیسې اخستل شوې، مګر يواځي د کاغذ پر مخ يې راپور شته، په سېمه کې ښوونځي نشته، هغه غوړي او بسکویټ چې په جنوب کې په ښوونځیو کې ماشومانو ته ورکول کیدل هغه به هم ښوونکو ورنه  غلا کول، او خپل پوره حق به يې ماشوم ته نه ورکاو.
په دغسي یوه ټولنه کې چې د ماشوم ځای پکې نه دی معلوم، د ماشوم قدر پکې نشته، ماشوم ته پکې په درنه سترګه نه کتل کيږي، د ماشومانو د حقونو تش په نوم  ځینې ادارې هم يواځي د غلا په نیت جوړې وي، که همدا ناهیلی ماشوم، همدا له خپلو حقونو محروم شوې ماشوم بیا لوی او واک ته رسیږي، د شتمنو او خپلې ټولنې اړوند به يې احساس څه ډول وي؟
افغان حکومت او لویدیځوال چې د ماشومانو د حقونو نارې وهي، د نجونو د حقونو نارې وهي، د میرمنو د حقونو غوښتنه کوي، هغوئ چیرته دی، آیا همدا ماشومه نجلۍ د سبا پېغله، خور او مور نه ده؟ رښتیا هم چې د لویدیځوالو د میرمنو د حقونو اواز کوم بل هدف لري، که نه تر هرچا همدا ماشومه نجلۍ ډیره مستحقه ده چې دهغې د ژوند په اړه ورسره مرسته وشي، هغې ته زمینه برابره شي چې د نجونو ښوونځي کې درس ووایي.
یا الله زموږ دا ښکلې بې وزله، غریب او محروم ماشومان چې د کورنۍ او د ټولنې د راتلونکې تمې ورپورې تړلي، له دغه بد حالت څخه يې وژغورې، يا الله موږ تاسي ته سوال کو، د پردیو په لاس جوړ شوې حکومتونه به هیڅکله هم د افغان ولس اساسي ستونزو ته پام ونه کړي.

- نظرمحمد مطمئن
بېرته شاته