(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د قلم اتله میرمن زيتون بانو

[22.May.2015 - 19:18]

سیراج ظهیر

میرمن زيتون بانو جديد پښتو ادب کې يو پيژندلې شخصيت دى او د افسانه نګارۍ د فن په حواله يو معتبر نوم دی. دا يوه داسې ليکواله ده چې د افسانې موضوع يې هم ښځينه دي او د کورنیو حالاتو عکسونه یې پېش کړي دي

اسلام آباد اوپن پوهنتون کې د پښتو ژبې نامتو شاعرې اديبې ډرامه، ناول او افسانه لیکونکې زيتون بانو په درناوي کې دستوره وشوه چې پکې هغې ته پیرزوینې وړاندې کړل شو او پر فن او شخصيت یېليکوالانو او پوهانو خبرې وکړې، او دا یې د ښځو حقونو مبارزه وګرځوله.

په دې موقعه اسلام آباد کې اوسېدونکي د پښتو ژبې ليکوال او شاعر م ر شفق مشال راډيو ته وويل چې زيتون بانو په پښتو ادب کې او په خاص توګه په افسانه کې ډېر لوی نوم پيدا کړی دى چې د پښتو له نقادانو سره سره یې د نورو ژبيو ليکوالانو هم اعتراف کړی دى.

 نوموړي په دې اړه زياته کړه((( محترمه زيتون بانو جديد پښتو ادب کې يو پيژندلې شخصيت دى او د افسانه نګارۍ د فن په حواله يو معتبر نوم دی. دا يوه داسې ليکواله ده چې د افسانې موضوع يې هم ښځينه دي او د کورنیو حالاتو عکسونه یې پېش کړي دي نو په فني ډول دې د دغه حقونو غوښتنه کړې ده او موږ د دې په فن باندې وياړ کولی شو او په دې کې څه باک نشته چې ګنې دا ښځينه ليکواله ده فنکار فنکار وي که هغه ښځينه وي او که زنانه نو زيتون بانو ډېره په ښه توګه خپل فن په خلکو منلې هم دى او پيژندلی هم دى )

له مشال راډيو چې کله د علامه اقبال اوپن پوهنتون د پښتو څانګې د مشر ډاکټر عبدالله جان عابد نه د دې دستورې د تابيا کولو مقصد وپښتو نو نوموړي وويل چې دوي د پښتو ادب ځلانده اديبانو ته خراج وړاندې کول غواړي چې دا رنګ د هغوي ډاډګېرنه وشي او نوو ليکوالانو ته يو تحريکهم ورکړل شي.

د دوی وينا وه: (( چې زموږ کوم نامتو ليکوالان دي لکه نن چې د زيتون بانو پحقله دستوره وشوه نو موږ وايو چې خلکيو يا زده کونکيو خو د ليکوالانو په اړه په کتابونو کې لوستي دي خو زموږ مقصد دى دوي ورسره مخ په مخ کېښني او واوري یې او وويني یې او دغه رنک نوو ليکوالانو ته يو تحريک ملاو شي نو موږ به داسې دستورې راتلونکې کې هم تابيا کوو چې د پښتو ادب د ودې او د ليکوالانو د حوصلو لوړيدو لپاره به يو غوره کردار ولوبوي نو موږ غواړو چې دا رنګ د نورو ژبيو ويونکيو او د نړئ په وړاندې د پيښتنو ليکوالانو هلې ځلې او ادبي خدمات وړاندې کړو))

کله چې مشال راډيو له افسانه نګارې زيتون بانو وپوښتل چې د دا رنګ پروګرامونو او دستورو نهد پښتو ژبې ليکوالانو ته څومره ګټه رسي نو هغې وويل چې له دې يواځې دپښتو ادب او ژبې ته ګټه رسي او ليکوال ته ئ هيڅ فايده نشته بايد چې د ليکوال د خير ښيګړې لپاره کار وکړل شي.

زيتون بانو وويل: (( د داسې پروګرامونو نه يواځې د پښتو ادب او ژبې ته وده رسي ليکوال ته ترې هيڅ کټه نشته زه وائم چې ډير شته من پښتانه شته نو بايد چې د سرکار سره سره دغه پښتانه هم د خپلو ليکوالانو د خير ښيګړې لپاره څه وکړي دا نه چې خيرات يا زکات ورکړي بلکې داسې لاس امداد ورسره وکړي لکه چې د کور بنيادم سره څوک کوي چې هغه ته هډو احساس ونشي. اکثره داسې کيږي چې له مرګه روستو د يو ليکوال لپاره پروګرامونه کيږي او هغوي ته ايوارډونه ورکړل کيږي نو له مرګه روستو څه فايده ؟؟ بايد چې په ژوند هغه ته څه فايده ورکړل شي )))

دستوره کې ګډون وال د پيښور اسلاميه کالج پوهنتوند پښتو څانګې مشرليکوال اوشاعراباسين يوسفزي مشال راډيو ته وويل چې زيتون بانو تل د پښتنو ښځينو مسلې او د هغې حل په ګوته کړيدى نو په دا حواله دا د زنانو د حقونو مبارزهده

اباسين يوسفزې وايي: (( د زيتون بانو نظر ډير شوخ او ډير تيره دى نو کله چې دا ليک کوي نو په خاص توګه د ښځينه مسلې راپورته کوي او تر دې دمه د زنانو مسلې چا دومره په ښکلي انداز نه دي په ګوته کړي څومره چې زيتون بانو دي بله دا چې د ټولنې دننه کومې اخلاقي خامئ دي هغه ئ هم په نښه کړيدي او چې کوم اخلاقي رواياتي او کرداري عظمتونه دي نو هغه ئ هم مخ په وړاندې راوړي دي نو د زيتون بانو بي بي قلم چې دى هغه ډير پښتون قلم دى ډير زيرک قلم دى او د انسانيت د ښيګړې او د انسانيت د عظمت او د قلم د حرمت قائل دى )))

د ذکر ده زيتون ‌بانو په کال ١٩٣٨ کې د جون په اتلسمه نيټه د پيښور په سپينه ډهيرئ کې د پيرسيد سلطان محمود کره سترګې غړولې دي او تر شپاړلسمه يې سبق ويلي او په کال ١٩٥٨ کې چې په لسم کې ئ سبق ويلولمړئ افسانه هنداره چهاپ شوه او دغه رنګ يې په باقاعده توګه د ليک پيل وکړو او تر دې دمه ئ ١٣ کتابونه ليکلي چې پکې اته د پښتو او درې د اردو ژبې شامل دي.

-
بېرته شاته