(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ګوادر، کاشغرلار : ممکنه بدلون، ټول ګوندېژ کنفرنس

[16.May.2015 - 16:45]

نن د روان ۲۰۱۵ ع کال د مۍ دمیاشتې په ۱۶ مه نېټه د خالې (شنبې) په ورځ د بلوچستان په سرښار کويټه کې د عوامي نېشنل پارټۍ پر بلنه د ګوادر کاشغر اقتصادي لارې پر ممکنه بدلون غونډه کې ټولو ګوندونو فيصله وکړه چې وفاقي حکومت به د دي لارې بدلولو ته نه پريږدي. ياده دي وي چې څو ورځې وړاندې مرکزي حکومت پر دي مسله ټولو سياست والو سره غونډه کې تکرار کړه چې دوی دا لار نه ده بدله کړي خو پښتانه او بلوچ ملت پاله سياسي ګونونه وايي پر دي خبره باور نه لري. په ننۍ ناسته کې برخه والو وويل چې د مسلم ليګ (ن) مرکزي حکومت بايد د پښتنو او بلوچو سيمو څخه پنجاب ته د دي لارې اړولو څخه منع کړل شي.

د عوامي نیشنل ګوند مشر، اسفنديار ولي خان نن د خالي يا شنبې په ورځ مشال ريډيو ته وويل چې دوی ته د مرکزي حکومت له خوا ورکړل شوي معلومات قانع کوونکي نه وو. هغه زياته کړه. ((که د پاکستان پرمختګ يوازې د پنجاب پرمختګ وي نو دا ترقي نه من. که د خپل اولس حق غوښتل غداري وي نو زه پر داسې غدارۍ وياړ کوم. خبره ټوله معاشي ده. د پيسو ده، د ګټې ده. پنجاب هر څه ځان ته اړول غواړي. موږ به دا لار بدلېدو ته نه پريږدو.))

په دي کنفرنس کې برخه اخيستونکی، په قامي اسمبلئ کې د پيپلز ګوند غړی او اپوزيشن مشر، سيد خورشيد شاه بيا وويل: ((نوازشريف ويلي چې ځيني کسان او ګوندونه په دي منصوبه کې خنډ اچوي خو زه وايم چې حکومت پخپله دي کار کې خنډ رامخې ته کوي.

په ټول ګوندیز کنفرانس کې د بېلا بېلو سیاسي او مذهبي ګوندونو وېناوې وکړي. د جمعیت علما اسلام (ف) بلوچستان صوبایي جنرل سیکرټر، سکندر اېډوکېټ له خپلې وېنا وروسته مشال راډیو سره په خبرو کې ووېل چې دوی نه د هیچا خلاف دي او نه د چا خلاف د تعصب خبره کوي خو غوښتنه يې دا ده چې کومه لاره پخواپر ډېره اسماعېل خان او ژوب تېره شوې وه باید چې هغه لاره و کارول شي.

د بلوڅ ملت پاله ګوند، بلوچستان نېشنل پارټۍ (مېنګل) یو مرکزي مشر او سېنېټر، جهانزېب جماالدیني په کنفرانس کې له وېنا وروسته مشال راډیو ته وویل چې دوی له پښتون ملت پالې ګوندونو سره په ګډه مبارزه کوي پکار ده چې لومړي سر کې د بلوچستان اسمبلۍ غږ ته غوږ ونیول شي چې موږ اصل کې څه غواړو؟ لاره به چرته تېرېږي او اقتصادي زونونه به کوم کوم ځای وي؟ بله خبره دا چې په دې ټوله مسله کې یو مهم فریق د ګوادر خلک دي. باید چې دوی هم و غږول شي چې غوښتنې يې څه دي!))

په کنفرانس کې د سیاسي ګوندونو تر څنګ،د وکیلانو اتحادیه هم برخه اخيستي وه. د وکیلانو اتحادیه (بلوچستان بار کونسل) صوبایي صدر بلال کاسي اېډوکېټ په کنفرانس کې اعلان وکړ چې دوي به هم یو بېل کنفرانس په دغه اړه رابلي. وروسته مشال راډیو سره په خبرو کې نوموړي زیاته کړه چې د دوي کنفرانس به دوې ورځنی وي او دوه برخې به لري. لومړۍ برخه به وکیلانو او دویمه برخه به سیاسي ګوندونو ته ځانګړې شوې وي.د ده په خبره،د دوي کنفرانس ضرورت یې ځکه محسوس کړ چې دغه د ګوادر-کاشغر لارې لانجه کومه معمولي او کوچنۍ خبره نه ده او دا چې دا مسله نوره هم را پورته کړي.

یاده دې وي نن د عوامي نېشنل ګوند له اړخه په کوټه کې ټول ګوندیزه غونډه په داسې حال کې وکړه چې د بلوچستان او خېبر پښتونخوا صوبو ګڼو سیاسي او مذهبي ګوندونو پر مرکزي حکومت تور پوري کړی چې د ګوادر-کاشغر اقتصادۍ لاره کومه چې به د پښتنو له سیمو تېرېدله، هغه یې په وېنا، مرکزي حکومت یا خو د پنجاب پر لور اړولې یا د اړولو په اړه هڅې روانې کړېدي.

خو د پاکستان مرکزي حکوت د منصوبه بندۍ وزیر احسن اقبال په بیا بیا دا قیسمه تورونه رد کړیدي. د ده په خبره، دا اصل کې د ۳ لارو مجموعه ده،کومه چې به د پنجاب او سیند صوبې تر څنګ، د بلوچستان صوبې پر ژوب او د خېبر پښتونخوا اسماعیل خان ډېرې هم تېرېږي خو بلوچستان او خېبر پښتونخوا کې سیاسي ګوندونو د احسن اقبال پر سپیناوي او وضاحت د بې باورۍ اظهار کړی دی.

دغه د عوامي نيشنل ګوند يوه مشره، بشرا ګوهر وايي دوی سره ګڼ سياسي ګوندونه ملګري دي او مرکزي حکومت به د دې لارې بدلولو ته نه پريږدي.

د بشرا ګواهر په خبره پنجاب کوشش کوي چې د پښتنو او بلوچو حق وخوري او دي ترقياتي منصوبه کې د روزګار موقعې خپل ځان ته بوځي. هغې زياته کړه: ((پخوا به دا لاره د ډيره اسماعېل خان او ژوب له لارې تېريدله خو اوس د نوې نقشې مطابق داسې نه کيږي.))

بشراګوهر زياته کړه چې ګوادر په بلوچستان کې دی نو پکار ده چې د بلوچانو غوښتنو ته پکې پام شوی وی خو د هغې په خبره د بلوچو او پښتنو فیصلې د پنجاب حکمرانان کوي.  

نوموړې وايي چې شهباز شريف په پنجاب کې د بلوچستان او خيبر پښتونخوا په اړه فیصلې کوي او د ترقياتي کارونو په منصوبو يې دستخطونه کوي چې د وړو صوبو سره زیاتی دی. بشرا ګوهر همداراز زياته کړه چې دوی به پنجاب د پښتنو له خولې مړۍ اخيستو ته نه پريږدي

بل خوا بوریوال کاکړ سره په یوه مرکه کئ د اقتصادي چارو کارپوه اکرام هوتي د دې پروژې د ارښت په اړه مشال راډیو ته وویل، دا یو داسې پروژه ده چې چین ورته له تېرو شلو کالو راهسې تیاري کړې ده.

له اکرام هوتي څخه مي وپوښتل چې د چاینا پاکستان اکنونامیک کوریډور په نامه دا پروژه په اصل کې ده څه؟

نو هغه وویل ، چین له ټولې نړۍ سره د مځکې له لارې د تجارت تابیا کړېد او اوس تر سمندره د رسېدوه لپاره په پاکستان کې تر ګوادره سړک او د اورګاډي پټلۍ جوړوي او د هم دې لپاره یې د ګوادر بندرګاه اخیستی دی.

اکرام هوتي وویل ، له نړۍ څخه به سامانونه د سمندر له لارې د ګوادر بندرګاه ته ځي او له هغه ځایه به د دې سړک او اورګاډي په وسیله د چین د سینکیانګ تر کاشغره رسېږي.

د اپرېل په پای کې پاکستان ته د چین د ولسمشر شي جینګ پینګ له سفره ورسته په دې اړه تود بحث پیل شو چې دا لار به د پخوانۍ نقشې مطابق په پښتنو سیمې کې تېرېږي او که نه پنجاب ته به واړول شي؟

د پاکستان د پلان جوړونې او پرمختګ وزیر احسن اقبال د سیاسي مشرانو غونډې ته وویل چې دا تر وخت له مخه خبره ده چې له دې پروژې څخه به یوازې د ملک ځینې برخې ګټه واخلي.

اوس پوښتنه دا راپورته کېږي چې د چاینا پاکستان اکنونامیک کوریډور په نامه دې ستره اقتصادي پروژه کې تر ټولو مهم څه دي؟

 اکرام هوتي په دې اړه وویل چې په دې پروژه کې تر ټولو مهم صنعتي زون او سړک دی. هغه ځکه چې اورګاډی به هسې هم د سامانونو د انتقال لپاره دې صنعتي زونونو ته ورځي.

اکرام هوتي د صنعتي زون په اړه وویل ، دا د سړک او اورګاډي د پټلۍ پر څنګ پر میلونو مځکه جوړ داسې یو ځای وي چې په هغه کې کارخانې ، لوی لوی ګودامونه او د مزدورانو لپاره ځایونه جوړ کړي.

د ده په وینا ، دې صنعتي زونونو ته به اوبه ، بجلي او ګېس ور وستل کېږي او له هغه وروسته به دا کارخانې په کار پیل کوي او پیداوار به یې د هم دې سړک او اورګاډي له لارې نورو سیمو ته وړل کېږي.

په کراچۍ کې مېشت پښتون تجار امیر حمزا مروت وايي ، که چېري دا تجارتي لار د پښتنو په سیمه کې تېره کړل شي نو د پښتنو پر اقتصادي حالت به یې بیخي زیات مثبت اغېز پرېوزي.

امیر حمزا مروت وویل ، نن سبا پښتانه په نړۍ کې خپاره دي او له مجبورۍ هغه کارونه کوي چې نور خلک یې نه کوي. نو که چېري دا تجارتي لار د پښتنو په سیمو کې جوړه شي نو پښتون به په خپل کور کې د روزګار خاوند شي.

د یادونې وړ ده چې یو شمېر ګوندونو په ځانګړې توګه عوامي نشنل ګوند او پښتونخوا ملي عوامي ګوند وار له مخه په ډاګه کړېده چې دوی به د پاکستان مرکزي حکومت دې ته پرېنږدي چې د دوی په وینا د ګوادر او کاشغر تر منځ دا تجارتي لاره د پښتنو له سیمو پنجاب ته واړوي

دغه راز تیره  اونۍ دڅلورنۍ (چارشنبې )  په ورځ د۲۰۱۵ ع کال د مۍ په ۶ مه نېټه د سهیلي پښتونخوا د کوټې ښار د ګوادرکاشغر د لارې د اړولو پر ضد د احتجاج په توګه تړل شوی ؤ. د دې کاربندیز اعلان د تېريریل مياشتې په ۲۸مه نېټه عوامي نېشنل ګوند په يوه ولسي غونډه کې کړې، چې وروسته يې يو شمېر نورو سیاسي ګوندونو او د تجارانو اتحاديو د ملاتړ اعلان وکړ.

تر دې وړاندې د عوامي نیشنل ګوند په شمول يو شمېر نورو ګوندونو د سېشنبې په ماځيګر د بلوچستان اسمبلۍ مخې ته لاريون وکړ، او غوښتنه يې وکړه، چې د اسبملۍ غړي او وزیراعلی دې د لارې اړولو پر ضد مرکز ته سخت احتجاج وښيي، چې تر څو د دوی په خبره همدا لاره له پښتون مېشتو سیمو څخه تېر شي.

اصغراڅکزی وايي، وزیراعلی ډاکټر مالک بلوڅ ورته همدا باور ورکړ، چې تر هغه وروسته دوی د اسمبلۍ مخې ته احتجاج ختم کړ.

د ويلو وړ ده چې د پاکستان او چين تر منځ شاوخوا درې زره کيلوميټره اوږد ګوادر - کاشغر لاره لومړی پلان شوې، چې د بلوچستان له پښتون مېشتو سیمو او خېبر پښتونخوا څخه به تېرېدلو، خو وروسته داسې راپورونه مخې ته راغلل، چې دا لاره يې له پښتون مېشتو سیمو پنجاب ته اړولی. که څه هم د پاکستان مرکزي حکومت بیا بیا وايي، چې دا لاره يې پنجاب ته نه ده اړولې، خو د عوامي نېشنل ګوند په شمول ډېری نور ګوندونو بیا وايي، مرکزي حکومت په دې اړه رښتيا نه وايي. چې اوس به د همدې لپاره د روانې مياشتې پر ۱۳مه نېټه د پاکستان مرکزي حکومت شاوخوا ټولو سیاسي ګوندونو ته بریفينګ ورکوي.

خداینور ناصر، نیاز موساخیل ، مشال

- خدای نور ناصر ، نیاز موساخېل
بېرته شاته