(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مڼې ګل مشاعره ترسره شوه

[11.May.2015 - 16:00]

په میدان وردګو ولایت کې د مڼې ګل کلنۍ دودیزه مشاعره ترسره شوه چې د شعر او شاعرۍ په سلګونو مینه والو په کې ګډون کړی و.

د مڼې ګل دودیزه مشاعره له نن نه ۱۴ کاله وړاندې ددې ولايت د یو شمېر فرهنګیانو او شاعرانو له خوا د لومړي ځل لپاره ددې ولایت په چک ولسوالۍ کې د یو شمېر شاعرانو له خوا رامنځته او وروسته د ولایت کچې ته لوړه شوه.

په یاده مشاعره کې په سلګونو شاعرانو، فرهنګیانو، ځایي چارواکو او د ادب مینه والو برخه اخیستې چې د طبیعت د ښکلا تر څنګ يې د روانو حالاتو په اړه شعرونه واورول.

د مشاعرې په شعرونو کې ځينې سیاسي موضوعاتو او روانو حالاتو ته هم د شعر او هنر په ژبه اشارې وشوې او د ځينو شاعرانو په شعرونو کې له ټاکنو راپيدا شوو ناخوالو یادونه شوې وه، خو محور يې بیا هم مینه وه.

د میدان وردګو مرستیال والي ښاغلي ذاکرحسین سلطاني د جمهور رئیس،د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس اورنګ مختار د اجرائیه رئیس او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت استازي زلمي مایار د یاد وزارت پیغامونه ولوستل،چې په کې ګډونوالو ته د مڼې ګل دودیزې مشاعرې د ترسره کېدو له امله مبارکي ویل شوې وه.

د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس اورنګ مختار مشاعرې ته په  خپله پرانېستونکي وینا کې وويل چې د مڼې ګل مشاعره په دې ولايت کې د فرهنګیانو ترمنځ د نږدې کېدو او تجربو شريکولو لپاره غوره فرصت دی.

مختار زیات کړه مڼې ګل هم د نورو ولایتونو په څېر له کلنيو مشاعرو څخه ده چې ددې ولایت د شاعرانو او فرهنګیانو په روزنه کې يې ښه رول لوبولی او نوو شاعرانو ته يې د خپل استعداد څرګندولو زمینه مساعده کړې ده.

لیکوال او د غونډې يوه ګډونوال انور وفا سمندر وویل چې مشاعره په زړه پورې وه، شاعرانو په کې خپل تازه فکرونه وړاندې کړل او له یو بل سره يې له نږدې ولیدل.

سمندر وويل د شعرونو محور مینه وه، سره ددې د محتوا له اړخه ځينې شعارونو په کې وو، خو د فکر د سرچینې له اړخه مینه وه، شاعرانو په دې خاوره د تويې شوې وینې له امله اوښکې تويې کړې.

سمندر وویل چې په مشاعره کې د ښځینه شاعرانو شتون د ګوتو په شمېر او که چېرته ښځينه شاعرانې هم ورته  د شعر ویلو راغلې وی، نو د مشاعرې ښکلا به لا زیاته شوې وه.

په دې مشاعره کې له نورو ولایتونو څخه هم شاعرانو ګډون کړی و او خپل شعرونه يې وړاندې کړل.

د مشاعرې ګډونوال، شاعر او کره کتونکي ګل رحمن رحماني وويل چې مشاعره په زړه پورې وه .

رحماني زیاته کړه چې په مشاعره کې ځينې شعاري شعرونه وويل شول خو په ټوله کې ځوانو او نوو شاعرانو په کې ګډون کړی و چې شعرونه يې د مینې، ښکلا او طبیعت پر ستاينې را څرخېدل.

هغه زیاته کړه د نورو کلونو په څېر ښه مشاعره تر سره شوه، مهمه خبره يې دا وه چې ګڼو ځايي شاعرانو په کې ګډون کړی و او د محتوا رنګارنګي يې تر ټولو ښه ځانګړتیا وه.

د مشاعرې په وروستۍ برخه کې د مسؤلینو له لورې شاعرانو او فرهنګیانو ته لیکلي ستاینلیکونه او برابرې شوې ډالۍ هم ورکړل شوې.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د هېواد به ګوټ ګوټ کې کلنۍ مشاعرې رامنځته شوې چې د ادبي چارو کارپوهان يې د فرهنګ او ادب په غوړېدو کې مهمې او ګټورې بولي.

- دکولتور ریاست
بېرته شاته