(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د وطن د قربانیانو په وير ملي ماتم او فاتحه

[23.Apr.2015 - 09:46]

د ټولو رسنیو او اړوندو ادارو استازو او درنو هېوادولو!
د افغانستان د مدني ټولنو فډرېشن، غړې او ملګرې شوراګانې، ټولنيز، علمي او فرهنګي سازمانونه او خلک د جلال اباد، بدخشان، خوست، غزني، کندهار، نورستان او نورو ولایتونو د بې دفاع او بې ګناه خلکو پر وړاندې د ورستیو خونړیو پېښو د قربانیانو په وير کې نن او سبا د ۲۰۱۵عیسوي  کال داپرېل د میاشتې ۲۳ مه او ۲۴ مه نېټه د پنجشنبې  اوجمعې ورځې د ملي ماتم او غمرازۍ ورځې اعلانوي.  
پنجشنبه د ماسپښین له ۱:۳۰ تر ۳ بجو، د کابل عیدګاه جومات، د جمعې ورځ د سهار له ۹-۱۱ بجو د جلال اباد شار په امير شهید جامع جومات کې فاتحې اخیستل کېږي. دوستان او خواخوږي دې خبر وي.
دغه راز موږ په هیواد کې د ننه د ټولو ولایاتو، ولسوالیو، کلیو او بانډو او بهر میشتو افغانانو، علماء کرامو، مشرانو او ځوانانو غږ کوو چې د جمعې له لمانځه وروسته په ګډه د هیواد د پېښو له قربانیانو سره غمشریکي او د هغوی ارواحو ته د ثواب، او د هیواد د سولې، امن او ترقۍ لپاره اجتماعي دعاګانې ترسره کړي. 
هیله ده چې دغه پیغام له نورو هیوادوالو سره هم شریک کړئ.

سوکاله او سرلوړی دې وي افغانستان!
امن دې وي پر ټوله نړۍ!

والسلام، 

د افغانستان د مدني ټولنو فډرېشن، شوراګانې، مدني سازمانو او ټولنې!

- FACS
بېرته شاته