(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ګوادر-کاشغر لارې په اړه اندېښنې

[21.Apr.2015 - 19:25]

نیاز موساخېل

په بلوچستان کې زیاتره سیاسي ګوندونه د مرکزي حکومت له دریځ سره متفق نه دي. د دوی په خبره، مرکزي حکومت له دغه ټاکل شوې لارې سره سره، د دوو نورو لارو خبره هم په پټ او مبهم انداز کوي.

 

په بلوچستان کې سیاسي ګوندونو یو ځل بیا له مرکزي حکومته غوښتنه کړېده چې د ګوادر-کاشغر تر منځ تجارتي لاره دې پر پخوانۍ نقشې جوړه کړي،کومه چې به پر ډېره اسماعیل خان او ژوب تېرېدله.د دوي په خبره، نن د چین صدر د پاکستان دورې پر مهال که د چین له صدر سره کومه بدله معاهده وشوه،نو دوي به په سخت احتجاج لاس پورې کړي.

بل اړخ ته د پاکستان د منصوبه بندۍ او پرمختګ چارو مرکزي وزیر بیا د یک شنبې په ورځ د لارې بدلولو تورونه بې ځایه وبلل.

د پښتون ملت پاله، پښتونخوا ملي عوامي ګوند یو مرکزي مشر او پخوانی سېنېټر، رضامحمد رضا په خبره، دوی د ګوادر-کاشغر لارې په اړه د مرکزي حکومت له سپیناوي او دریځه بېخي مطمین نه دي:

«ګوره،موږ دا په ډاګه وایو چې مرکزي حکومت دا سړک تر اوسه نه دی منلی،چې کوم پکار دی او د کوم په اړه چې کومې زموږ غوښتنې را منځ ته شوېدي.نو دا لاره لا هم مرکزي حکومت منلې نه ده.دا ښکاره خبره ده او په دغه اړه د دوي سپیناوی ماځې ځان خلاسول دي.نو موږ دا وایو چې تر ټولو مختصره،فطري او مناسبه لار هم هغه ده چې مخکې ټاکل شوې وه،کومه چې پر خوشحال ګړ،بیا پر ټانک،پر اسماعیل خان ډېرې،پر ژوب،کوټې او سوراب را لوېدله او بیا به ګوادر ته تله»

د رضا محمد رضا په خبره،نورې ټولې لارې محفوظې (خوندې) نه دي او په بیا بیا سېلابونو وړې دي،ځکه د ده په وېنا، په کار ده چې دا لار د ژوب او اسماعیل خان ډېرې پر فطري او خوندې لارې تېره شي.

بلخوا بلوچستان کې مذهبي او سیاسي ګوند،جمعیت علما اسلام (نظریاتي) صوبایي صدر، مولانا عبدالقادر لوڼی هم وایي چې پکار ده،مرکزي حکومت د پنجاب او نورو د خوشحالولو لپاره د بلوچستان او پښتونخوا اوسېدونکي د لارې پر سر خوابدي نه کړي:

«د بلوچستان د خلکو له مرکزي حکومته ډېرې ګیلې دي او دوي د په منځ کې د محرومۍ لوی احساس محسوسه وي.نو پکار ده چې د دغ احساس د کمولو دغه بهترینه موقع مرکزي حکومت له لاسه ور نه کړي.غوښتنه کوو له مرکزي حکومته او د چین له صدره،چې دغه لار دې پر بلوچستان (پخوانۍ لاره) تېره کړل شي،نه چې پر پنجاب او سیند»

مولانا عبدالقادر لوڼی زیاتوي چې که مرکزي حکومت په دغه اړه کوم چل ول وکړی،نو دوي به په احتجاج لاس پورې کړي:

«موږ مخکې هم پر دغې ستونزې یو ټول ګوندیز کنفرانس په بلوچستان کې ترسره کړی وو او دغه غوښتنه مو کړې وه چې لاره دي نه بدلول کېږي،خو نن د چین صدر دورې پر موقع که څه چل ول وشو،نو بلوچستان کې د ټولو ګوندونو غونډه به راوغواړو او پر ضد به یې احتجاج ته مخه وکړو»

د پښتون ملت پاله،عوامي نېشنل ګوند صوبایي صدر، اصغر اڅکزی بیا وایي چې مرکزي حکومت دې د دوو (۲) صوبو یاني،بلوچستان او پښتونخوا د خلکو اواز د غوږ ونیسي:

«د لارې بدلولو په خلاف د پاکستان په څلورو صوبو کې دوو (۲) د دغ ممکنه کار په خلاف په اسمبلیو کې په یوه خُله قراردادونه منظور کړیدي.اوس دا به ډېره لویه بدمرغې وي چې مرکزي حکومت به خپله خوښته او زور کوي او د خلکو و متفقه غوښتنې ته به غوږ نه نیسي.نو اوس په داسې حالات کې چې یوه لاره مخکې ټاکل شوې ده،اوس د بدنیتۍ پر بُنیاد د چا د ابدولو او د چا د محرومولو لپاره هر څه بدل کېږي،نو دا زما په فکر نه د پاکستان په ګټه ده او نه دلته د خلکو د ښه راتلونکي په حواله دا په خېر تمامېږي»

په دغه اړه د پاکستان مرکزي حکومت د منصوبه بندۍ او پرمختګ چارو مرکزي وزیر، احسن اقبال د تېرې یک شنبې په ماځیګر اسلام اباد کې د یو خبرې کنفرانس پر مهال وویل:

«دغه لاره به د پخوا په شان له ګوادره بیا د سوراب،کلا سېف الله،ژوب ، اسماعیل خان ډېرې او پېښور پر خوا تېرېږي.نو پر دغ چې د اکثره خلکو دا خیال وو چې ترجیح او لاره بدله کړل شوه،نو دا هر څه غلط دي»

په بلوچستان کې زیاتره سیاسي ګوندونه د مرکزي حکومت له دریځ سره متفق نه دي. د دوی په خبره، مرکزي حکومت له دغه ټاکل شوې لارې سره سره، د دوو نورو لارو خبره هم په پټ او مبهم انداز کوي. دوی زیاتوي، دوی انتظار دی چې د چین صدر له ورورې وروسته، کومه پرېکړه منځ ته راځي؟

بلخوا دپښتونخوا په اسمبلۍ کې د تېرې جمعې پر مازیګر د یو قرار داد له لارې له وفاقي حکومته غوښتنه وشوه چې د چين او پاکستان ترمنځ د سرمايه کارۍ په لاس ليک کيدونکو پروژو کې دې ترهګرۍ او سختدريزۍ ځپلې خیبر پښتونخوا او قبايلي سیمو ته خاصه پاملرنه وشي.

د پښتونخوا د اسمبلۍ غړو زياته کړې چې د پاکستان او چين ترمنځ د اقتصادي کوريډور لپاره پخوانۍ د کاشغرـ ګوادر لار دی په زاړه حالت کې پريښودل شي.

د مشال راډيو خبريال د مالوماتو له مخې ټاکل شوې چې د چين ولسمشر به له اپريل په ۲۰د پاکستان دوره کوي او پر دې موقع به له دې هيواد سره په ممکنه توګه د ۴۶ اربه ډالرو د سرمايه کارۍ پروژې لاس لیک کوي.

ياده دې وي چې د پاکستان حکومت د کاشعرـ ګوادر لارې د اړولو په اړه څه نه دي ويلي.

- نیاز موساخېل
بېرته شاته