(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د افغانستان لپاره د امريكا وړيا بورسونه

[02.Apr.2015 - 18:38]

د امريكا متحدو ايالتونو په افغانستان كې د تحصيلي ظرفيتونو د لوړولو د پروګرام په ترڅ كې افغانانو ته په امريكا كې د لوړو زده كړو د ترسره كولو امكان برابر كړى دى

په كابل كې د امريكا د متحدو ايالتونو سفارت د يوې خبر پاڼې په خپرولو سره د تحصيلي بورسونو لپاره د نوم ليكنې د بهير د پيل خبر وركړ.
پدې اعلاميه كې راغلي دي چې د امريكا د فولبرايټ د بورسونو په شرايطو برابر كسان كولاى شي چې ددې سفارت له وېبپاڼې د نوم ليكنې فورمې ښكته او د روان ميلادي كال د جون د مياشتې تر لومړۍ نېټې پورې يې سفارت ته وسپاري.
د خبر له مخې د بورسونو دا پروسه شفافه ده. د نوم ليكونكو اسناد او فورمې په كابل كې د امريكا د سفارت د چارواكو لخوا ارزول كيږي. ددې پروسې نهايي پړاو د امريكا د متحدو ايالتونو په پلازمېنهواشنګټن كې د فولبرايټ د ۱۲كسيز كميسيون لخوا ارزول كيږي.

د نومليكنې د شرايطو، د بورسونو د ډولونو او فورمو د ترلاسه كولو لپاره دا ځاى كېكاږئ

- سباوون
بېرته شاته