(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د دانش کتابپلورنځي دویمه څانګه پرانیستل شوه

[28.Mar.2015 - 14:26]

کابل- ۲۶ مارچ ۲۰۱۵
د دانش خپرندویې ټولنې چې تر دې مهاله یې څه د پاسه ۲۵۰۰ عنوانه کتابونه چاپ کړي دي، د کتابپلورنځي دویمه څانګه پرانیستل شوه.
په پرانیسته کې فرهنګیانو، لیکوالو، استادانو او د کتاب مینوالو ګډون کړی و.
په پیل کې د کتابپلورنځي مسئول حکمت سروش وویل چې د دې کتابپلورنځي له لارې غواړو د کتاب خرڅلاو عصري کړو، د انلاین سیسټم له لارې کتابونه وپلورو، نندارتونونه جوړ کړو، او د ښارونو تر څنګ د هیواد لرې پرتو سیمو ته کتابونه ورسوو.
ورپسې استاد محمد اسماعیل یون د کتاب پر ارزښت او په هیواد کې د کتابونو د روان وضعیت په اړه خبرې وکړې، نوموړي وویل چې د نورو هیوادونو په پرتله دلته د کتابونو د چاپ، مطالعې او کتاب اخیستلو فرهنګ د اندېښنې وړ دی او دا زموږ ټولو مسئولیت دی چې د مطالعې کلتور د کتاب بازار ته کار وکړو.
لیکوال او ژورنالیست مصطفی سالک هم د دې کتابپلورنځي پر پرانیستلو خوښي وښوده او ویې ویل چې دلته د افغانستان د لیکوالو تر څنګ د پښتونخوا د لیکوالو کتابونه هم شته چې دا یې یوه ښه ځانګړنه ده.
د ولسي جرګې وکیل نادرخان کټوازي خوښي وښوده چې د پخوا په پرتله اوس د کتاب مینوال ډېر شوي او د لوستلو لپاره کتابونه هم چاپیږي.
نوموړي د دانش خپرندویه ټولنې دا ګام وستایه.
استاد عبدالغفور لېوال وویل راځئ په افغانستان کې د کتاب د چاپ، رسولو او مطالعې
په اړه علمي بحث رامنځته کړو او د دې کار لپاره یو علمي سیمینار دایر کړو.
ده وویل چې په دې سیمینار کې باید متخصصین او د اړوندو چارو پوهان پر دې خبرې وکړي چې څنګه کولای شو د کتاب د مطالعې فرهنګ رامنځته، د چاپ او کتاب رسولو ښه مدیریت وکړو.
په پرانیسته کې همدارنګه سپین سهار د حفیظ الله تراب طنز چې د کتابونو په اړه و وړاندې کړ.
په پای کې د دانش خپرندویه ټولنې مسئول اسد دانش له ټولو څخه مننه وکړه، او وې ویل چې تر دې مهاله مې د یوه مسیر کتابونه چاپ کړي دي، زما په چاپ شویو کتابونه کې داسې یو نشته چې خدای مه کړه هیواد او خلکو ته بې ګټې یا په زیان وي.
دانش وویل د خپل کاري سفر د پیل یادونه وکړه چې په ډېرو سختو حالاتو او شرایطو کې یې پیل کړی و، او ژمنه یې وکړه تر دې وروسته به هم ښه کتابونه چاپوي او تر هیوادوالو به یې رسوي.
د دانش کتابپلورنځي په دویمه څانګه کې د دانش خپروندویه ټولنې د کتابونو تر څنګ د پښتو، فارسي، انګلیسي او اردو ژبو بېلا بېل کتابونه شته.
په دې کتابپلورنځي کې دیني، علمي، سیاسي، تاریخي، ادبي، طبي، حقوقي، زراعتي، انجینري، مدیریتي، اقتصادي، سوداګریز، حسابداري، ژورنالیستیکي هنري او داسې نورو برخو کتابونه موندلای شئ!
د بېلا بېلو پوهنځیو د محصلینو لپاره د دوی په خپلو څانګو کې نوي او وروستي چاپ شوي کتابونه شته.
پته: میرویس میدان (کوټه سنګي)، بهزاد کورس ته مخامخ، مینه یار مارکېټ- کابل
موبایل: 0785200212
برېښنالیک: [email protected]
ویبپاڼه: www.danishbook.com

- Danish
بېرته شاته