(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپښتو ادبي چمن پېښور څانګې پرانسته

[17.Mar.2015 - 20:42]

تېره ورځ په دله زاک روډ الکريم پلازه پېښور کښې دپښتو ادبي چمن ټل يوه څانګه پرانستې شوه چې په باقاعده ډول پروفېسر اباسين يوسفزي،پروفيسر محمود اياز اورکزي،ښاغلي طائر ځلاند اورکزي او نور قاسم قاسم اورکزي په مبارکو لاسو فيته غوڅه کړې شوه پروفېسر اسيرمنګل دپښتو ادبي چمن ټل په ادبي علمي او فرهنګي هلوزلو رڼا واچؤله اؤ دا ئې يو ښه ګام وباللو چې اوس به پېښور کښې هم په خلاص مټ دپښتو ژبې او ادب پرمختګ زړۀ پورې کار اوکړے شي سليم بنګښ ووې چې پښتو ادبي چمن ټل دصوبې يو داسې ګړندے تنظم دے چې په ټوله پښتونخوا کښې خپل څارے نه لري په نړيواله توګه ئې دوه لوئ ادبي علمي او فرهنګي غونډې راجوړې کړي دي دپښتو ادبي چمن ټل صدر ملک مقبول محمد ووې چې دپښتو ادبي چمن ابوظبۍ څانګې مشر نور قاسم اورکزي په وړانديز مونږ يو عملي ګام پورته کړو چې نتيجې به ئې ډېرې ښې راوځي مونږ غواړو چې اوس خپلې هلې زلې په نړيوال کچ جاري اوساتو پروفېسر اباسين يوسفزي ووئيل چې پښتو ادبي چمن څانګه پېښور به نور هم دپښتو ژبې او ادب دپرمختګ دپاره ګامونه پورته کړي ښاغلي طاهر ځلاند دپښتو ادبي چمن پېښور څانګې ستائنه اوکړه او وئې وئيل چې دبرې پښتونخوا ليکوالان دې تنظيم سره به زړۀ پورې مرستې کوي او دوئ په هلوزلو کښې به برابرې برخې اخلي پروفيسر محمود اياز ووئيل چې زه خپل ځان دپښتو ادبي چمن يو غړے ګڼم اؤ په دې وياړمه چې زه ديو فعال تنظم غړے يم ددې تنظيم هلې زلې چا نه پټې نه دي دوستان خو پريږده چې دشمنانان ئې هم په يوه خوله ستائنه کوي اکادمي ادبيات پاکستان ريزنډټ ډائيرکټر سيد ولي خيال مومند دپښتو ادبي چمن هلې زلې وستائيلې اؤ وئ وئيل چې اکادمي ادبيات به ددې تنظيم په مکمله توګه مرسته کوي ښاغلي نور قاسم اورکزي ووې چې مونږ په متحده عرب امارت کښې ددې څانګې دلاندې مختلفې ادبې غونډې جوړې کړي دي او غواړو چې دغه هلې زلې نورې هم تندي کړو ځکه چې پښتوادبي چمن اوس يو علاقائي تنظيم نه دے بلکه دايو نړيوال ادبي تنظيم دے
دپرانستې دستورې نه پس دسهيلي پښتونخوا پروفېسر محمود اياز اورکزي دبرې پښتونخوا زلمے شاعر اديب او ژور نالسټ ښاغلي طائر ځلاند اؤ په يو اے اي کښې ميشته شاعر او اديب ښاغلي نور قاسم قاسم اورکزي په درناوي کښې غونډه جوړه کړے شوه چې صدارت ئې پروفېسر اباسين يوسفزي صيب اوکړو ونيا والو دميلمانو په ادبي علمي او فرهنګې هلوزلو زړه پورې رڼا واچؤله اؤ دا غوښتنه ئې وکړه چې کوټه، کابل او پېښور کښې دې دپښتو ادبي علمي او فرهنګي اتلانو مجسمې جوړې کړې شي چې نوي کهول دخپلو مشرانو هلوزلو نه خبر شي په دې موقعه يوه خوندوره مشاعره هم اوشوه چې ښاغلي ظفرخان ظفر، شهاب بنوڅي،شوکت سواتي،هلال اورکزي،امين بهار،ريئس کوثر،الياس ټلوال،شکيل ناياب، حاجي فرمان، پروفېسر فضل نصير اسير،اسدالله چشتي،شاداب څمکني،او اشرف صابر برخه واخسته

- Maqbool Mohammad
بېرته شاته