(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خوست: لوی مارکېټ جوړ شو

[07.Mar.2015 - 16:57]

په خوست کې د تازه میوې او سبزیو لوی مارکېټ جوړ شو

نجیب الله الوخیل: د خوست ښار ختیزه برخه کې د سبزیو او تازه میوې د خرڅولو یوه سیمه شته، چې دا مهال په کې سلګونه کسان کاروبار کوي، خو په باراني موسمونو کې يې ستونزه داوي، چې د ښار ټولې اوبه په همدې ځای ورځي او تر څنګ يې په دې ځای کې دومره خټې او ولاړې ناپاکې اوبه وي، چې حتا پلي کسان هم په کې په اسانۍ تګ او راتګ نه شي کولای.

د دې برخلاف په خوست کې د سرې میاشتې ادارې د ښار په لویدیزه څنډه کې په شپږ جریبه ځمکه کې، چې ملکیت يې د ځان بولي یو نسبتاً مجهز او د پوره اسانتیاوو لرونکی پوخ مارکېټ جوړ او پرانیست.

د شنبې په ورځ خوست سرپرست والي عبدالجبار نعیمي د سبزیو د منډيی د پرانیستې پر مهال مشال راډیو سره په خبرو کې د سبزیو کاروباریانو نه غوښتنه وکړه، چې په خپلو کې تفاهم وکړي او په دې ځای کې دې، خپل کاروبار پر مخ بیايي:

((په خوست کې د ډاډمن امنیت فضاء زموږ ملي سوداګر دې ته تشویق کړي دي، چې د دې ولایت په هره سیمه کې پانګه اچونه وکړي، د خوست هغه سوداګر چې د سبزي په برخه کې کار کوي، دوی باید په خپلو کې تفاهم وکړي او دلته سره ځای په ځای شي، چې په هغه کې هم سبزیجات پاک وي او په پاک ماحول کې د خرید وفروش ښه امکانات او د سبزیو د ساتنې ځایونه وي.))

د سبزیو او تازې میوې په دې پاخه مارکیټ کې د پاکو اوبو، برښنا، سړو خونو، ګدامونو او نورو اسانتیاوو انتظام شوی او د مارکیټ ټوله ساحه پخه شوې ده.

د نصیر په نوم یو کس چې په ښار کې د سبزیو کار وبار لري، وايي، چې دوی ته په دې مارکیټ کې د سوداګرۍ له پاره ښې اسانتیاوې په پام کې نیول شوي دي.

یو بل تن دوکاندار حاجي مثل خان چې د تڼیو ولسوالۍ اوسیدونکی دی وايي، چې د میوې او سبزیو دا مارکیټ په ښو سټنډرډونو جوړ شوی او د اوبو او برښنا په ګډون په کې ټول ضرورتونه په کې په پام کې نیول شوي دي.

که څه هم په خوست کې د سرې میاشتې ادارې له خوا په خوست کې تازې میوې او سبزیو ته نوی جوړ شوی مارکیټ ټولې اړینې اسانتیاوې لري، خو د خوست ولایت د ښاروالۍ ریاست مسوولین د سرې میاشتې ادارې دا کار د ښاروالیو د اصولو خلاف بولي.

خوست ښاروال کرامت خان خپلواک وویل، چې د جوړ شوي مارکیټ ځمکه په تفصیلي پلان کې په مطلق ډول یو باغ دی، همدارنګه د دې مارکیټ په جوړولو کې ښاروالۍ سره توافق نه دی شوی او بل لوري ته د سبزیو منډيي د ښاروالۍ د عوایدو مهمه برخه ده، چې له همدې کبله دوی دې مارکیټ ته د سبزیو د انتقال سره موافق نه دي.

د دې مارکیټ د پرانیستې پر مهال د خوست ښار یو شمېر سبزي پلورنکو د سرې میاشتې د دې اقدام پرخلاف ښار کې وړوکی شانتې لاریون هم وکړ.

بل لوري ته په خوست کې د سرې میاشتې د ادارې مشر حاجي محمدقاسم وايي، چې دوی یوه ښه مارکیټ جوړ کړی، که څوک يې ښه بولي نو دلته دې په کې کاروبار کوي او که خوښه يې نه وه، دوی څوک نه مجبوروي، چې د پخواني ځای نه دې مارکیټ ته ورشي:

((تاسو پوهیږئ، چې د سرې میاشتې اصول دادي، چې چا سره خفګان او ستونزې نه جوړوي، موږ په دې ځای کې هغو خلکو له پاره چې غواړي ښه دوکانداري وکړي ښه ځای جوړ کړی او ټول سهولتونه مو په پام کې نیولي دي، هغه څوک چې دلته خوشاله وي او نظافت يې مراعات شوی وي، کولای شي دلته دکانداري وکړي، خو که څوک بل ځای دا کار کوي کور يې اباد.))

د یادونې وړ ده د خوست یو شمېر اوسیدونکو وړاندیز لاره، چې په اوږده مهال کې دې د غله جاتو، فلزکارانو، ډاکټرانو، عمده پلورنځیو او نورو صنفونو له پاره هم په ورته توګه پراخ مارکیټونه جوړ شي، تر څو په خوست کې د سوداګرۍ زمینې تر اوس، نورې هم پراخې شي.

- نجیب الله الوخیل
بېرته شاته