(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په پاکستان کې د افغان کډوالو ناسم وضعيت

[21.Feb.2015 - 20:08]

د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز

د اوونۍ تحلیل

په دې وروستيو کې په پاکستان کې افغان کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ دي، چې په اړه يې لاهم افغان حکومت کوم د پام وړ ګام نه دی اوچت کړی. که څه هم افغان حکومت د کډوالو راستنول له خپلو لومړیتوبونو څخه بولي؛ خو د کډوالو چارو د نوي وزیر عالمي بلخي په وينا، افغان حکومت په عاجل ډول د افغان کډوالو د راستنولو لپاره چمتو نه دی.

اوس په پاکستان کې د افغان کډوالو موضوع د دوو لاملونو له کبله راګرمه شوې ده:

  1. د ۲۰۱۵ کال تر پايه د قانوني افغانانو (چې د پاکستان له حکومت سره راجستر دي) د کارډونو د ختمېدو نېټه.
  2. د پېښور وروستۍ خونړۍ پېښه.

له پاکستانه د افغان کډوالو د ايستلو موضوع، په پېښور کې پر يوه پوځي ښوونځي د بريد له پېښې وروسته يو ځل بيا راګرمه شوه. پاکستان د دغه برید په غبرګون کې د مذهبي بنسټپالو پرخلاف خپله پالیسي یو څه بدله کړه او د پاکستان لومړي وزیر نوازشريف د سخت دريځو پر وړاندې خپله تګلاره په ۲۱ ټکو کې بيان کړه، چې یو يې  هم د افغان کډوالو د بېرته ستنولو موضوع وه.

پاکستان ته د  افغانانو د کډوالۍ پړاوونه:

افغانانو په تېرو څو لسيزو کې، په هېواد کې د پرله پسې جګړو له کبله، نورو هېوادونو ته مخه کړه او پاکستان ته يې د کډوالۍ لړۍ له ۱۹۷۳ کال وروسته پیل شوه، چې په لنډه توګه يې په لاندې پړاوونو وېشلی شو:

لومړۍ لړۍ: پاکستان ته د افغان کډوالو لومړی پړاو د اسلامي نهضت د ۱۳۵۴ کال له عملیاتو مخکې پېل شو، هغه مهال تقریباً ۳۰۰ کسان پاکستان ته کډوال شول.

دویمه لړۍ: د ثور له انقلاب سره د کډوالۍ دغه لړۍ ګړندۍ شوه او په پاکستان کې د افغان کډوالو شمېر، په ۱۹۷۸ کال کې ۸۰۰۰۰ اتیا زره تنو ته ورسېد او بيا په ۱۹۷۹ کال کې، په پاکستان کې د افغان کډوالو شمېر ۴۰۰۰۰۰ څلور لکه تنو ته ورسېد.[1]

دریمه لړۍ: د شورویانو د یرغل پر مهال (۱۹۷۹-۱۹۸۹) په پاکستان کې تقریباً له دریو ملیونو څخه زیات افغان کډوال مېشت شول.

څلورمه لړۍ: که څه هم د شورویانو له وتلو سره یو شمېر افغانان بېرته خپل هېواد ته راستانه شول؛ خو د کورنيو جګړو له پیلېدو سره افغان کډوالو يو ځل بیا د پاکستان په لور مخه کړه.

پنځمه لړۍ: د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱ له پېښې وروسته، د امریکايي ځواکونو د بریدونو له کبله یو شمېر افغانان بیا اړ شول، چې د افغانستان خاوره پرېږدي او په پاکستان کې پناه واخلي. خو کله چې د بُن له کنفرانس وروسته په کابل کې د یوه لنډمهالي نظام بنسټ کېښودل شو، نو تقریباً ۳.۲ ملیونه افغانان له پاکستان او ایران څخه بېرته خپل هېواد ته راوګرځېدل.[2]

په ۲۰۰۷ کال کې د UNHCR په مرسته، په پاکستان کې د افغان کډوالو راجسټرېشن پيل شو، چې له مخې یې ۱.۷ملیونه افغانان راجستر شول او د پاکستان د حکومت له خوا د (افغان ښاري) په نوم کارډونه ورکړل شول. دا کارډونه بیا په ۲۰۱۰ کال، ۲۰۱۲ کال او ۲۰۱۴ کال کې بیا نوي شول، چې د اوسنيو کارډونو وخت هم د روان (۲۰۱۵) کال په پای کې کې ختمېږي. همدې موضوع په پاکستان کې دا بحثونه راپورته کړي، چې دا ځل دې د افغانانو کاردونه نه تمدیدېږي، بلکې بېرته دې خپل هېواد ته ستانه شي.

د کډوالۍ د بهیر لاملونه:

د کډوالۍ بهیر او په بل ځای کې مېشتېدل يا پناه اخیستل عموماً دوه لاملونه لري:

  1. د کړکېچونو يا جګړو له کبله.
  2. د طبیعي آفاتو له کبله.

که معاصر سیاسي تاریخ ته ځیر شو، نو په هغو سيمو کې چې کړکېچونه پکې زيات دي، په تېره بیا اسلامي نړۍ کې، کډوالۍ او بې ځايه کېدل ورځ تر بلې زیاتېږي.

همدا راز د کډواليو بهير (Push Factors) يا داخلي عوامل لري او يا هم (Pull Factors) يا بهرني عوامل لري، چې د افغانستان د کډوالۍ بهیر ډېری دننني يا Push Factors لاملونه درلودل. دا هغه لاملونه وو، چې افغانان په هېواد کې دننه دې ته اړ شول، چې خپل هېواد پرېږدي. دا لاملونه په لاندې ډول دي:

  • د ثور کودتا؛
  • د شورویانو لس کلن اشغال؛
  • سیاسي ناارامۍ او کورنۍ جګړې.

خو دا چې افغان کډوال اوسمهال ولې بېرته خپل هېواد ته راستنېدو ته زړه نه ښه کوي، ځينې لاملونه يې په لاندې ډول دي:

  1. په افغانستان کې ناامني او بې ثباتي؛
  2. په نورو هېوادونو کې د زده کړو زمينې؛
  3. په نورو هېوادونو کې د ژوند سهولتونه؛
  4. هلته د دوی سوداګريز کاروبار؛
  5. په افغانستان کې د ډېری کډوالو د کورونو نشتوالی؛
  6. په افغانستان کې ګراني او وزګارتيا؛
  7. د بهرنيو ځواکونو په شتون کې د هغوی ژوند ته ګواښونه او نور.

په پاکستان کې د افغان کډوالو شمېر:

افغان کډوال تر ټولو زیات په خیبر پښتونخوا ایالت کې مېشت دي، چې شمېر یې له یو ملیون تنو اوړي. همدا ډول افغان کډوال په ترتیب سره بیا په بلوچستان، پنجاب، سند، اسلام آباد او آزاد کشمیر کې مېشت دي. (د لازياتو معلوماتو لپاره لاندې جدول وګورئ):

له کمپونو بیرون

په کمپونو کې

افراد

کورنۍ

ایالت

539358 تنه

546827 تنه

1086185 تنه

180516 کورنۍ

خیبرپښتونخوا

267841 تنه

89384 تنه

367225 تنه

52716 کورنۍ

بلوچستان

74424 تنه

-

74424 تنه

13369 کورنۍ

سند

176805 تنه

15215 تنه

192020 تنه

31496 کورنۍ

پنجاب

35563 تنه

-

35563 تنه

6754 کورنۍ

اسلام آباد

7116 تنه

-

7116 تنه

1224 کورنۍ

آزاد کشمیر

1101107تنه

651426تنه

1752533تنه

286075کورنۍ

ټول

 

د پاکستان په ایالتونو کې د افغان کډوالو وېشنه. وګورئ د UNHCR Pakistan وېبپاڼه[3]

افغان کډوال پاکستان ته ډېری له هغو سيمو کډه شوي، چې تر ډېره جنګځپلي ولایتونه ورته ویلی شو؛ لکه ننګرهار، کونړ، لوګر، پکتیا، لغمان، کندهار او هلمند. (د زياتو معلوماتو لپاره لاندې جدول وګورئ)

ننګرهار

کندوز

کابل

لوګر

بغلان

پکتيا

لغمان

کونړ

کندهار

هلمند

311606

199842

193433

141921

123298

122763

101402

97809

85187

49766

ټول

1427027 تنه

 

وګورئ د UNHCR Pakistan وېبپاڼه[4]

په ۲۰۱۵ کال کې راستانه شوي کډوال او دلته يې وضعيت:

که څه هم د پاکستان حکومت اعلان کړی، چې دوی به هغه افغان کډوال، چې راجستر شوي وي او (افغان ښاري) کارډونه ولري، د ۲۰۱۵ کال تر پایه له پاکستانه ونه باسي[5]؛ خو راجستر شوي افغان کډوال د پاکستاني پولیسو له خوا ځورول کېږي او په غیر مستقیم ډول اړايستل کېږي، چې له پاکستانه ووځي او له ټولو ستونزو سره سره د ژمي په سړو ورځو کې هېواد ته راستانه شي.[6] له همدې امله يو زيات شمېر راجسټر شوي افغان کډوال هم د کال له پيله افغانستان ته راستانه شوي دي.

دا چې د ۲۰۱۵ کال له پیل راهیسې څومره راجستر شوي افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي؟ تراوسه يې کره شمېره ځکه نامعلومه ده، چې هېڅ کومې رسمي ادارې په دې اړه کومه څېړنه نه ده خپره کړې؛ مګر د ناقانونه کډوالو د راتګ په اړه ځينې څېړنې شوې دي. 

ناراجستر کډوال:

د IOM يا (International organisations for migration) د تازه سروې له مخې، د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ مياشتې له لومړۍ نېټې څخه نیولې بيا د فبرورۍ مياشتې تر ۱۴مې نېټې پورې تقریباً ۳۵۸۸۹ ناراجستر افغان کډوال افغانستان ته د پاکستان د بدلېدونکو حالاتو او پرېکړو له کبله راګرځېدلي دي. د دغو کډوالو ډېره برخه (۳۶سلنه) په ننګرهار (په تېره بیا جلال آباد ښار) کې مېشت شوي او نور بیا په ترتیب سره کونړ، لغمان او کابل ته تللي دي. دغه شمېره د ټول ۲۰۱۴ کال له ارقامو څخه هم زیاته ده. په ۲۰۱۴ کال کې تقریباً ۲۱۶۹۲ کسان افغانستان ته راستانه شوي وو او ۳۷۵۴ کسان بیا د پاکستان له خوا په اجباري ډول ايستل شوي وو؛ خو اوس یوازې په دغو دوو میاشتو کې تقریباً ۲۲۰۴ کسان له پاکستانه راايستل شوي او له ۳۲ زره څخه زیات کډوال په خپله خوښه راستانه شوي دي.

د دغو کډوالو نیمايي برخه يې په کرايي کورنو کې مېشت دي او ترڅنګ یې ډېری د خپلو ماشومانو د زده کړو په اړه هم اندېښمن دي. همدا راز دا کډوال د کاروبار د بیا پيلولو په اړه هم اندېښنې لري[7]، هغه هم بیا په داسې حال کې چې په افغانستان کې د دوی له راتګ څخه وړاندې ۳۶ سلنه وزګارتیا ده.

د تورخم بندر له لارې راغلي ناراجستر افغان کډوال:

نېټه

په خپله خوښه

اخراج شوي

ټول

۲۰۱۵ کال- جنوري

۲۲۳۰۹

۱۴۷۲

۲۳۷۸۱

فبروري (۱-۷)

۶۴۷۳

۳۴۵

۶۸۱۸

فبروري (۸-۱۴)

۴۹۰۳

۳۸۷

۵۲۹۰

ټول

۳۳۶۸۵ تنه

۲۲۰۴ تنه

۳۵۸۸۹ تنه

 

Return of undocumented Afghans from Pakistan (Update as of 16 February 2015) by International Organisations of Migration, Kabul.

ورځنی اوسط (ناراجسټر کډوال): ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵

د راتګ ډول

۲۰۱۴

۲۰۱۵

د دواړو کلونو مقایسه

په خپله خوښه

۵۹/ورځ

۷۴۹/ورځ

۱۳ برابره زياتوالی

اخراج شوي

۱۰/ورځ

۴۹/ورځ

۵ برابره زياتوالی

 

Return of undocumented Afghans from Pakistan (Update as of 16 February 2015) by International Organisations of Migration, Kabul.

د کډوالو د راستنېدو په اړه د افغان حکومت دریځ:

افغان کډوال د افغان ملت یوه مهمه برخه جوړوي، له دغو کډوالو پرته نه یوازې دا چې د افغانستان د ملت جوړښت ناقص دی، بلکې په دغو کډوالو کې ډېری يې زده کړیال، کسبیان، سوداګر او تحصیل یافته کسان هم شته دي، چې د دوی بیا راستنېدل به د هېواد په پرمختګ هم مثبت اغېز ولري؛ مګر اوسمهال افغانستان له اقتصادي پلوه دې ته چمتو نه دی چې له پاکستان، ایران او نورو هېوادونو څخه په لوړه کچه افغان کډوال ومني. په همدې تړاو د افغانستان ولسمشر، مشرانو جرګې ته په وینا کې وویل، چې افغان مهاجرین د افغانستان د ملت یوه برخه جوړوي او د مهاجرینو بېرته نه راګرځېدل به افغان ملت ناقص کړي[8].

د ملي وحدت حکومت اجرايوي رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله رسنیو ته ویلي، چې په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو په اړه به ډېر ژر تصمیم ونیول شي او په دې تړاو به یو پلاوی پاکستان ته د خبرو اترو لپاره واستول شي[9].

د کډوالو چارو نوي وزیر عالمي بلخي هم په یوه مرکه کې د افغان کډوالو بېرته راستنېدل د حکومت لومړیتوب وباله او ترڅنګ یې زیاته کړه: “د افغانستان د حکومت هيله دا ده، چې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو اجباري ايستل ودروي او د دغو کډوالو راستنېدل په تدريجي ډول سره او په داسې ډول صورت ونيسي، چې د افغانستان دولت هم د هغوی منلو او آبرومندانه ځای پر ځای کولو ته چمتووالی ولري.” 

که په لنډه توګه ووايو، افغان حکومت غواړي چې د مهاجرینو بېرته راستنېدل په لاندې ډول ترسره شي:

  1. پاکستان د کډوالو اجباري ايستل بند کړي؛
  2. د افغان کډوالو ستنېدل په تدريجي ډول مخته ولاړ شي؛
  3. د افغان کډوالو راستنېدل په داسې شکل سره وي، چې د افغانستان دولت چمتووالی ورته ولري او په عزت سره يې دلته ځای پر ځای کړي.

همدا راز افغان لوری تمه لري، چې د کډوالو د کارډونو موده وغځول شي، ځکه افغان دولت په دې اړه وخت ته اړتیا لري او په سملاسي ډول دې ته چمتو نه دی، چې د دومره لوړ شمېر افغانانو د راستنېدلو جوګه شي.[10]

پای

[1] UNHCRA, A/AC.96/577-14 August 1980, 31st Session Executive Committee, Report on UNHCR Assistance Activities in 1979-1980 and Proposed Voluntary Funds Programmes and Budget for 1981, par. 602, p. 175.

[2] UNHCR, Afghan Refugee Statistics, February 2005

[3] http://unhcrpk.org/wp-content/uploads/2012/04/Registered-Afghan-Population-in-Pakistan.pdf

[4]http://unhcrpk.org/wp-content/uploads/2012/04/Afghan-Population-by-Province-of-Origin-in-Afghanistan.pdf

[5] DailyTimes, Afghan refugees can legally stay in Pakistan Until end of 2015, see it online:

<http://www.dailytimes.com.pk/national/24-Dec-2014/afghan-refugees-can-legally-stay-in-pakistan-until-end-of-2015>

[6]  . افغان کډوال د پاکستاني پولیسو له خوا له قانوني اسنادو سره سره، بيا هم نیول کېږي، په کورونو یې چاپې وهل کېږي او داسې نور. ولولئ د آزادۍ رادیو راپور:

په پاکستان کې افغان کډوال د قانوني اسنادو په لرلو هم زورول کېږي، ۸/۱۱/۱۳۹۳ – پرلیکه بڼه:

http://pa.azadiradio.org/content/article/26817250.html

ولولئ په دې اړه دويم راپور:

«افغان کډوال: پولیس مو سره له اسنادو له کورونو وباسي»، ۳۰، ۱۰، ۱۳۹۳ – پرلیکه بڼه:

http://pa.azadiradio.org/content/article/26802988.html

[7] International Organisations of Migration, Return of undocumented Afghans from Pakistan (Update as of 16 February 2015) See it online:

http://afghanistan.iom.int/wp-content/uploads/2015/02/Return-of-Undocumented-Afghans-from-Pakistan-16-Feb-2015.pdf

[8] http://morr.gov.af/fa/news/41816

[9] http://www.khaama.com/persian/archives/22956 and Muhammad Hasan Khetab, Abdullah Concerned about refugees in Pakistan, pajhwok news, feb 16, 2015. See it online:

<http://www.pajhwok.com/en/2015/02/16/abdullah-concerned-about-refugees-pakistan>

[10] د افغانستان د کډوالو وزارت سکرتریت کې، د وزیر له سکرتر سره مرکه.

-
بېرته شاته