(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اتله انګیزه او تلپاتې حماسه

[18.Feb.2015 - 20:08]

بسم الله اکبري

دخپلي زوکړې دکالیزي په سهارمې سترګې دکمپیوټرپه ښیښه دیوي ځوانیمرګې پیغلي شهیدي انګیزه شینواري په توردرنه پښتني لوپټه کې اخیستل شوي انځورولګیدي په اروایی دنیا مې هسي سیلۍ راوالوته چې دغمجن دزړه سمندرته مې   داوښکوباران دټپي اوویرجن احساس دتالنده بریښناسره په اوریدوپیل وکړپه همدې شیبه کې زما داستوګنې دکوټې دروازه ناببره پرانیستل شوه نازولي لورګانې مې په خندا ډکه خوشالی ،سوغاتونه اودګلانوګیډی په لاس دمبارکۍ اودرنښت په موخه زما مخې ته ودریدي اوزما دتړمو،تړمواوښکوپه لیدلویی په حیرنتیاوپوښتل؟
پلارجانه ! دزوکړې په ورځ ژړا اوکه خندا؟.
دکمپیوټرپه دړه مې دشهیدې انګیزي عکس ته د دوی پاملرنه راجلب کړه په نازکواوحساسو عواطفو په شیبه کې یی دویراوغم اورونه بل شول اوخپلې ځوانیمرګې خورته یی دخورولې اوخواخوږی اوښکي نذرانه کړې.
ای دلوی اوسترن نګرهاراودتل ښیرازه بهاردنارنج دګلونوشهیدي سپیني کفترې انګیزې!
 ستا دخویندوپه لاسونوکې ګیډی،ګیدی ګلونه دې په ویاړلي اوسپیڅلي مزارږدودلوی ننګرهاردلښکرلښکرشهیدانوپه څنګ کې ارامه ویده شه دوطن دمور په پړوني کې اتلانوته کټ،کټ وخانده اودپښتني شینواري ملالي په نامه ورته وړانګنې اوځلاندې شمعي ولګوه هوهغه شمعي چې تل به ستا په اتل مزاربلې وی.
په ناپایه نیمګړوارزوګانوکې ستي،ستي اتلې شینواري خورکۍ!.
شهادت دې مبارک شه. دشمشاد اوسپین غر هسکې څوکي ستاویاړلي مزارته د درنښت سرونه ټیټ کړي اویاد دې تل تانداوله برمه ډک اوسه..
ځمکې دخدای رو مې دروړی                      چې خاورې نه کړې نازولي صورتونه.
بسم الله اکبري هالینډ
۱۷/۰۲/۲۰۱۶

- بسم الله اکبري
بېرته شاته