(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

راشئ چې لږ کېنو د اجمل سره

[09.Feb.2015 - 07:53]

خوست ادبي بهیر د ارواښاد اجمل خټک د پنځم تلین په مناسبت ځانګړې غونډه وکړه.
د پښتنو د دغه ستر او انقلابي شاعر اجمل خان خټک د پینځه اتیا کلن عمر ډیر سپرلي او خزانونه د خپل قوم له پاره د خپل حق او ښه ژوند غوښتو په چیغو، نارو، سورو کې تیر شول او په همدې ګنا (!) د وخت واکمنو څو ځلې ونیو او د زندان د تورو تمبو شاته یې ولیږه. خو دا چې هغه بیا بیا د حق ناره نه پریښوده، نو جابرو واکمنو په دې هم بسنه ونه کړه او هغه یې جلاوطنۍ ته هم اړ کړ.
د خوشحال خان د کورنۍ دې نیالګي، چې وروسته یې ځان غټه سټه ثابت کړ، په خپل غږ او خپل قلم خپل ویده قوم ته د ویښیدو ډیرې چیغې وکړې، دغه چیغې په نظم او نثر دواړو کې وې، خو له بده بخته چې لا هم دغه قوم هغسې ویښ نه شو، څنګه چې ده غوښتو او لا هم د اسیا په کچه د دغه ستر قوم (پښتون) پر مرۍ بیلابیلې چاړې تیریږي او پڅیږي.
ارواښاد اجمل خټک د خپل ژوند څو کاله په کابل کې تیر کړي او له دې ځایه یې روسيې، جرمنې، چکسلواکيا او هند ته سفرونه هم کړي دي او همدلته (کابل) کې یې د اثارو ډیره برخه لیکل شوې او چاپ شوې هم ده.
د ده لومړنۍ درې شعري ټولګې (ټکرې، لمبې، لوخړې) ورکې شوې او له چاپ شویو اثارو یې (د غیرت چیغه، دا زه پاګل وم؟، کچکول، ژوند او خوند، ګلونه تکلونه، ګل پرهر، افغاني ننګ، د سپین غر د سره…) دي، چې ډیره برخه یې شعرونه او لږ برخه یې نثر او کیسې جوړوي.
په یادو اثارو کې زیاتره یې په کابل کې د سرحدونو قبایلو او لوړو زده کړو وزارت له خوا چاپ شوي او کمه برخه یې په پیښور کې.
اجمل خټک د خپل ژوند په اوږدو کې د دې ترڅنګ چې په بیلابیلو ادبي او سیاسي فعالیتونو زندانونو ته لیږل شوی، د څو مهمو ادبي، سیاسي او ټولنیزو بنسټونو په جوړولو کې هم رول لرلی، چې مهمې یې (نوښار ادبي جرګه، پښتون لیګ، اولسي ملګري…) دي او پر دې سربیره د (پښتون) مجلې لیکوال، د (عدل) مجلې مسؤول مدیر، د (شهباز) اخبار ایډیټر او د (بانګ حرم) اخبار د مدیر په حیث دندې ترسره کړې دي.

اجمل خټک په سیاسي ډګر کې د ولسي جرګې تر غړیتوب او د عوامي نيشنل پارټۍ تر مرکزي صدارته مسؤولیتونه ترسره کړي.
د خدايي خدمتګارانو دغه لاروي په خپل ژوند کې ډیرې ستړې او سختې قبولې کړې، خو نه یې په خپله د کوم مقام غوښتنه کړې او نه یې هم د خپل قوم له نورو خلکو بیل او لوړ ژوند غوره کړی دی.
ځکه خو خوست ادبي بهیر د هغه د پینځم تلین په مناسبت د هغه پر ژوند او فن ځانګړې ناسته وکړه.
دې ناستې ته د خوست ادبي بهیر پر غړو سربیره له کوزې پښتونخوا او پکتیا څه ملګري هم راغلي وو.

محمد الیاس وحدت غونډې ته په خپلو خبرو کې وویل، چې پښتانه د اسیا په کچه لوی قوم دی، خو له لویو بدبختیو (غربت، ناامنۍ، بې علمۍ…) سره هم مخامخ کړل شوی دی او د ګوتو په شمیر داسې کسان لرو، چې دغه غربت او ناامنۍ ځپلي قوم ته له دغو بدبختیو د نجات په موخه هلې ځلې کوي، خپل عمر دېته وقف کوي، هغه واقعاً د ستایلو، نمانځلو او قدردانۍ وړ دي.
د وحدت په وینا اجمل خټک هم یو له دغو کسانو و، چې خپل ژوند یې د خپل قوم ویښولو ته وقف کړ، په دې برخه کې یې ډیرې ستونزې، آن زندانونه ولیدل، سره له دې چې ده ته پر لوړو مقامونو د کار زمینې برابرې وې، د دنیا په هر هیواد کې د ژوند کولو اسانتیاوې ورته وې، خو ده یوازې او یوازې د خپل قوم خوشالي وغوښته او د همدې هدف د ترلاسه کولو له پاره یې خپل خوږ ژوند تریخ کړ.
وحدت دا هم وویل، چې موږ د ده په یادونه خپل ولس ته دا پیغام رسوو، چې د کوم هدف له پاره هغه کار کاوه، هغه هدف ترسره شوی نه دی، هغه ستونزې نورې هم ډیرې شوې، نو په کار ده، چې نور هم د هغه پر لاره لاړ شي او د خپل ولس د سوکالۍ او له ستونزو د نجات په خاطر منډې ترړې او قربانۍ ورکړي.
زاهدشاه انګار د ارواښاد اجمل خټک پر فن او هنر خبرې وکړې، ده وویل چې د اجمل خټک د فن کمال دا دی، چې هغه خپلې ټولنې ته هر پیغام په داسې بڼه وړاندې کړی، چې شعاري شوی نه دی، هنریت یې تر اخره پکې ساتلی دی او په وینا یې ډیر شاعران چې کله د ده په شان پیغام وړاندې کوي، نو له شعره شعار ته ووځي. ځکه نو د ده فن او اثار تلپاتې او د ډیر عمر لرونکي دي.
انګار دا هم وویل چې ارواښاد د ژوند او فن لوی فکر پر سیاسي طبقاتي قومي مبارزه راټول ؤ، چې هدف یې په سیاسي ژوند کې د ګډ او مساوي حقوقو لرل وو.

محمدغفور مهیدي د ارواښاد اجمل خټک د شخصیت یوه مهمه ځانګړنه دا په ګوته کړه، چې هغه غوښتل هر پښتون زلمی د ده په شان جراات ولري. ده یوه خاطره هم یاده کړه، چې یو وخت ده کابل کې د خبریال په توګه کار کاوه او غوښتل یې له خټک صیب سره مرکه وکړي، خو تر مرکې وړاندې چې هغه کومې خبرې ده ته وکړې ټولې پر دې راټولې وې، چې هغه غوښتل جراات ورکړي.

ځکه خو مهیدي د خپلو خبرو په پای کې هیله مند و، چې په دغه قوم کې به د هغه ځای تش نه شي او نور ویښ زلمي به یې لاره تعقیب کړي.

استاد نورالله لیونخیل په خپلو خبرو کې وویل، چې د اجمل بابا ژوند ډیرې لوړې ځوړې لري، د هغه ژوند بند، تبعید او د خپل ولس د ویښتیا له پاره منډې ترړې دي او فن یې هم د ژوند په شان سرګردان ایجاد شوی.
د استاد په خبره اجمل ادب د ژوند له پاره نظریه تعقیب کړې او ادب یې د خوند پر ځای د ژوند له پاره ضروري ګڼلی، ځکه خو یې اثار هم چيغه او چيغه دي:
د لویو لویو قدرتونو ربه!
یو تمنا ده اوریدی شې کنه
ستا د سکڼي سکڼي ماښام نه لوګی
د چا د زړه لوګی لیدی شې کنه
ستا د سیلو او توپانونو په مخ
یو اسویلی دی درلیږل یې غواړم
ستا د چپو چپو سیندونو په نوم
لیمه راډک شو څڅول یې غواړم

د استاد په وینا اجمل بابا خپله قانع دی، خپله پخپله خیټه پورې کاڼي هم تړلی شي، خو دا نه مني چې د ده په خیټه پورې دې کاڼي وي او بل ښامار دې پر خزانو وي:
ستا په رضا زما رضا ده ربه
کاڼي هم نس پورې تړلی شمه
چې بل ښامار په خزانو ووینم
اخر انسان یم څنګه غلی شمه
استاد پسې زیاته کړه، چې د اجمل بابا له پاره په دې شرط چې نور د واکمنو خلاف څه ونه وايي، د لویو لویو مقامونو وړاندیزونه هم شوي، خو ده ځکه نه دي منلي چې دا یې د ولس په خیر نه وه:
راډک شو زړه ایسارولی نه شم
خوله ماته ښه ده خو ګنډلی نه شم
له کوزې پښتونخوا راغلي میلمه ډاکټر محمد اسرار اتل، چې له ارواښاد اجمل خټک سره د ژوند په وروستیو ورځو کې نیږدې پاتې شوی، په خپلو خبرو کې د خوست ادبي بهیر له ملګرو مننه وکړه، چې د اجمل بابا د پنځم تلین په مناسبت یې ځانګړې غونډه جوړه کړې او غواړي چې خپل ځوان نسل ته د اجمل خټک پیغامونه ورسوي.
اسرار اتل دا هم وویل چې اجمل بابا له خپل ولس او خپل لوی کور (افغانستان) سره ډیره مینه لرله او اوس هم د هغه کورنۍ او په ځانګړې توګه د هغه زوی ایمل خټک د نن په غونډه خبر شوی او په هیجاني ډول یې په ټلیفون کې خپل احساسات ورته ویلي او په دې ډیر زیات خوښ و، چې د پلار ارمانونو ته یې ځوان کهول د هغه په لوی کور کې د ترسره کیدو هیلې وربښي.
اجمل خټک په ١٩٢٥میلادي کال د اپريل په مياشت کې د پښتونخوا د اکوړه خټک په کلي کې نړۍ ته سترګې پرانستې وې.
ده ډیر کلونه د خپل قوم د ویښولو او د جابرو واکمنو پر وړاندې د خپلې چیغې د پورته کولو هڅې وکړې. په دې لاره کې یې په وار وار زندانونه او جلاوطنۍ ولیدې او بالاخره د پښتو ژبې دغه ستر او انقلابي شاعر د ٢٠١٠ز کال د فبرورى په اوومه نيټه د پښتو نخوا په اکوړه خټک کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې. روح یې ښاد او برکت یې پر نورو!
راشی چې لږ کینو د اجمل سره
ده سره یو څو کیسې د ښکلو دي

- نوراجان بهیر
بېرته شاته