(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپاکستان له خوا د ډیورنډ د استحکامولو دویم گام

[02.Feb.2015 - 20:05]

محور ورځپاڼه

د پاکستاني رسنیو په حواله، پاکستان اعلان کړی چې د ترهګرۍ ضد جګړې په دوام کې به د افغانانو په وړاندې د ډیورنډ دروازې وتړي. په پېښور کې پرپوځي ښوونځي تر برید وروسته د غیر قانوني کډوالو د را اېستو لړۍ پیل شوې، خو نوی خبرداری به د روان کال په پای کې د قانوني کډوالو د اسنادو له بې اعتباره کېدو وروسته عملي کېږي.

سیاسي شنونکي وایي، پاکستان کله هم دا کار نشي کولای، خو د ډیورنډ موضوع ته د سیاسي اهمیت ورکولو په ترڅ کې غواړي د افغانانو پرمخ د دغې لارې د تړلو ګواښ تبلیغاتي کړي.

پاکستان تل دغه شان موضوعات میډیایي کوي، هڅه کوي نړۍ ته وښیي چې په پاکستان کې شته افغانان د دوی د خواخوږۍ په ترڅ کې هلته اوسېږي، خو په پاکستان کې د ترورېزم عامل دي او په افغانستان کې هم د ورانیو لپاره د دوی له کنټرول بهر خپلې هڅې کوي.

د پاکستاني رسنیو د معلوماتو په اساس، په پېښور کې پر پوځي ښوونځي تر برید وروسته پولیسو شاوخوا ۱۰،۰۰۰ کسان نیولي، چې تر زرو زیات یې افغانان دي. دوی اکثره یې بېګناه دي، خو د ترورېزم د عامل په توګه مطرح کول یې د نړیوالو په سترګو کې د خاورو شیندلو لپاره ډراماتیک اقدام دی.

د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز مشر استاد عبدالغفور لېوال محور سره په مرکه کې وویل، پاکستان وړاندې د ډیورنډ کرښې تړلو هڅې کړې، خو ولسونه نه غواړي او د پاکستان هره دسیسه ناکامه شوې: ))پاکستان له افغان کډوالو لویه ګټه اخلي. د فشار د وسیلې په توګه یې کاروي، په تروریستي فعالیتونو کې ترې استفاده کوي او اقتصادي ګټې یې هم ورپورې تړلې دي، خو افغان حکومت دې د پاکستان د فشار راکمولو لپاره د کډوالو راګرځول په لومړیتوبونو کې ونیسي.((

د سیمه ییزو چارو شنونکی عبدالرشید ارین وایي، ډیورنډ دایمي نشي تړل کېدای، ځکه ولسونه یې ملاتړ نه کوي، خو کله هم چې نړیوال د ترهګرۍ او کډوالو د قوانینو په چوکاټ کې پر پاکستان فشار زیات کړي، نو دوی بیا پر افغانستان فشار زیاتوي. د فشار دوه ښې وسیلې همدغه ډیورنډ او افغان کډوال دي.

د قبایلو چارو پخوانی وزیر امان الله ځدراڼ محور ته وویل؛ په پخوا کې هم دغه شان ستونزې رامنځته کېدې، خو په همغږۍ له منځه وړل کېدې: ))اوس ستونزه داده چې پاکستان د فشار د وسیلې په توګه دغه مسایل په یو اړخیزه توګه راپورته کوي، اما ولسونه کله هم د دغه اقداماتو ملاتړ نه کوي.((

له امنیتي اړخه د افغان کډوالو د اېستل کېدو هرکلی شوی، خو له اقتصادي اړخه یې په اوس وخت کې را اېستل د یو شمېر شنونکو په وینا، منفي اغېز پریباسي.

- محور
بېرته شاته