(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دقانون او حقوقو تر منځ فرقونه

[26.Jan.2015 - 14:08]

له ډېرو محصلینو سره دا پوښتنه وي، چې د قانون او حقوقو تر منځ کوم پیر شته او کنه؟ که وي نو کوم توپیرونه به وي.؟

هو د حقوق او قانون تر منځ توپیر شته او دا توپیرونه په لاندې ډول دي.

اول په تعریف کې لوی توپیر لیدل کېږي.

قانون: هغه مصوبه چې د ملي شورا د دواړو جرګو ( مشرانو جرګې او اولسي جرګې) له لورې تصویب او د اولسمشر له لورې توشیح شوی وي قانون بلل کیږي.

او یا قانون هغه صریح، معقول او الزامي امر دی، چې د واکمن مقام له لورې وضع کیږي. موخه او هدف یې د ټولنې لارښوونه وي قانون بلل کیږي.

او یا هم هغه معقول او صریح تجویز، چې د واکمن مقام له لورې وضع کیږي او تطبیق یې جبري شکل ولري قانون بلل کیږي.

نو قانون د قواعدو هغه مجموعي ته ویل کیږي، چې د ‌ ذیصلاح مرجع یعنی دولت له خوا په تصویب رسیدلی وي، او که دولت تصویب نه کړي قانون نه شمېرل کیږي.

خو بیا-

حق: عبارت له هغه سلطی، امتیاز او اقتدار څخه دی چی یو شخص یی د نورو اشخاصو او اشیاوو په وړاندې لري او د قانون له خوا حمایه کېږي.

حقوق : حقوق عبارت د یو سلسله قواعیدو څخه دی چی انسانې ژوند د ټولنې په داخل کې رهبري کوي.

که د دواړو تاریخي سیر ته پام وکړو نو حق یا حقوق د قانون څخه ډېر پخوا د انسان د پیدایښت سره سم رامنځته شوي. مثلاً د ژوند حق، د هستوګنې حق او نور... ان تر دې چې د دولت نه مخکې طبعي حقوق موجود و او په ټولنه کې د عدالت د تامین لپاره او د تجاوز د مخنیوي لپاره طبیعی حقوقو څخه کار اخیستل کېده.

د لغوي معنی له مخې هم توپیر لري.

قانون: مقیاس او اندازه کولو ته وایی

خو

حقوق: ثابت، رښتیا، د باطن په ضد مبارزه او د الله نوم دی

 

د ثابتوالي له مخې هم توپير لري.

قانون: تغیر منونکی دی، یعنې قانون انعطاف پزیر دی، د وخت په تېرو سره قانون بدلیږي او یا قانون ډېر زر تغیر کوونکی دی.

د مثال په ډول موږ د افغانستان دولت یادوو، ددې امکان شته چې دغه اوسنی رژیم ړنګ او پر ځای یې بل رژیم وټاکل شي، نوي رژيم کولای شي، چې په قانون کې تغیرات راوړي یا – د افغانستان په اوسنی قانون کې داسې راغلې، چې ولسمشر نه شي کولای چې د دریم ځل لپاره ځان کاندید کړي، خو که لویه جرګه جوړه شي او وغواړي چې ولسمشر د دریم او څلورم ځل لپاره بیا وټاکل شي. دا کار شونې ده.

خو

حقوق ثابت دی، انعطاف پزیر نه دی، لکه د ژوند کولو حق یا د ازادي حق دې ته ورته نور طبیعی حقوق پکې شامل دي.

قانون د حقوقو د چتر لاندې دی او یا هم د حقوقو یوه برخه ده.

قانون د حقوقو محافظ یا ساتونکې ده.

صیام الدین پسرلی

- پسرلی
بېرته شاته