(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د رجسټرډ افغان کډوالو شميره ۱۶ لکه ده

[24.Jan.2015 - 20:01]

د عوامى نيشنل پارټۍ صوبائى پارليمانى ليډر او ترجمان سردار حسين بابک وئيلې دى چې د ترهـ ګرۍ خلاف جنګ کښې کاميابۍ لپاره  ن ليګ او پى ټى آئى له خپل مينځې اختلافات ختمول پکار دى  د پيښور باچا خان مرکز نه جارى شوې خپل بيان کښې د عوامى نيشنل پارټى رهنما سردار حسين بابک وئيلې دى چې د دهاندلې واويلا  او دفاع کونکى ن ليګ او پاکستان تحر يک انصاف دوانړه ګوندونه د ترهـ ګرۍ خلاف جوړه شوې فضا خرابوى هغه اووئيل چې د ترهـ ګرۍ خلاف جنګ کښې کاميابۍ لپاره سنجيده کيدل ضرورى دى او په داسې وخت کښې د پى ټى آئى او مسلم ليګ ترمينځه اختلافات د ملکى مفادو خلاف دى  سردار حسين بابک اووئيل چې آرمى پبلک سکول شهيدانو او ترهـ ګرۍ خلاف جنګ کښې د نورو زرګونو شهيدانو وينه به ضائع کيږې نه او د قامى ايکشن پلان نتيجو ته اولس سترګې په لار دى سردار حسين بابک اووئيل چې د ترهـ ګرۍ خلاف جنګ کښې د ټولو نه زيات زيان عوامى نيشنل پارټۍ ته رسيدلې او د امن وامان بحاليدو صورت کښې به د ټولو نه زياته فائده هم عوامى نيشنل پارټى ته رسي  

عوامى نيشنل پارټۍ صوبائى صدر او تير وزيراعلى حيدر خان هوتى وئيلى دى چې عمران خان يو خوا د قومى اسمبلۍ غړو ته د استعفى ګانو مشورے ورکوى او بلخوا د سينټ داليکشن تيارۍ کوى او بيا دا هم وائى چې دخيبر پختونخوا نه به اليکشن کښې حصه اخلو او د نور ملک نه به بائيکاټ کوؤ دا خبرى امير حيدر خان هوتى  په نوښار کښې د فخرافغان باچا خان او خان عبدالولى خان د کليزه په مطابق دستورے کښې په خپل خطاب کښې کړيدى  په دى موقع ميا افتخار حسين تير د قومى او صوبائى اسمبلۍ غړى او په سوؤنو کارکنان هم موجود وو حيدر خان هوتى اوئيل چې مونږ د فوځى عدالتونو مرسته ځکه وکړه چې ددى په وجه په فورى توګه ملک دښمنه عناصرو ته سزاګانې ميلاو شى  دوئې زياته کړه چې ضرورى ده چې د ترهه ګرۍ خلاف ټول قام يو موټے شى او په شريکه د ترهه ګرۍ ناسور د ملکه ورک کړى

سلام آباد کښې د افغانستان سفير جانان موسى زئۍ وائې چې پاکستان کښې د رجسټرډ افغان کډوالو شميره شپاړس لکهه ده د چا چې بيرته ليږلو لپاره هلې ځلې روانې دى  دا خبرې هغه کراچۍ کښې د ميډيا سره خبرو په وخت کړيدى د افغان سفير وينا وه چې ترهـ ګرې د پاکستان او افغانستان شريکه مسئله ده او دې کښې غير رياستى عناصر ملوث دى جانان موسى زئۍ دا هم اووئيل چې هغه په دې خبرو باور کوى چې هيڅ يو افغان مهاجر په جرم يا ترهـ ګرۍ کښې ککړ نه دې او زياته ئې کړه چې د ترهـ ګرۍ ختمولو لپاره نه يواځې دا چې د دواڼو ملکونو مشرانو بلکه د ادارو ترمينځه هم نيزدې اړيکې او همکارى روانه ده  افغان سفير اووئيل چې ترهـ ګرى د دوانړو هيوادونو شريکه مسئله ده او هم دغه وجه ده چې افغا فورسز کنړ ولايت کښې دوه سوه مقامى او بهر ملکى ترهـ ګر په مختلف کاروايانو کښې وژلې دى  د يو سوال په جواب کښې افغان سفير وينا وه چې افغان مهاجرينو پاکستان کښې د خپل ديرش کالو استوګنې دوران د پاکستان معيشت  ښه کولو کښې خپل کردار تر سره کړيدے

خيبر پختونخوا صوبائى حکومت د پټرولو او ډيزلو ذخيره کونکو او په ګرانه بيعه خرڅونکو په ضد کاروائى کولو حکم ورکړے بلخوا په بوتلو او ډرامان کښې د تيلو په خرڅون بنديز لګولو احکامات جارى کړيدى خيبر پختونخوا داخله چارو محکمه ترمخه د صوبے په کچ زياته ګټه ترلاسه کولو په غرض اکثره پټرول او ډيزل پمپونو مالکان تيل ذخيره کړى دى او اکثره پمپونه پټرول او ډيزل په ګرانه بيعه خرڅوى داخله چارو محکمې زياته کړى چې خيبرپختونخوا صوبائى حکومت د صوبے پوليسو ، کمشنرانو او نورو متعلقه آفسرانو ته احکامات جارى کړيدے چې د ککړ مالکان او پمپونو په ضد کاروايانى وکړى  او دا خبره دى يقينى کړى چې اولس ته په آسانه پټرول او ډيزل ترلاسه شى دغه شان د صوبے ډپټى کمشنرانو ته هدايت جارى کړے چې په بوتلو او ډرامانو کښې د پټرول او ډيزل په خرڅون دفعه يو سل څلور څلويښت ولګوى او خلاف ورزى کونکو په ضد دى د دفعه يو سل اته اتيا لاندى کاروائى وکړى

ترهه ګرۍ خلاف په قامى کړن لاره عمل درآمد دپاره صوبائى حکومت  ته هدايت ورکړے شويدے چې اووه څلويښت د ترهه ګرۍ تنظيمونو يو زر کسانو ريکارډ دى په سمدستى توګه تيار کړے شى وفاقى حکومت له اړخه صوبائى حکومتونو ته يو مراسله راليګلى شوى ده په کوم کښې په خصوصى توګه خيبر پختونخوا حکومت ته سختى سره هدايات ورکړې شوى چې اووه څلويښت د ترهه ګرۍ تنظيمونو يو زر کسانو ريکارډ دى زر تر زره تيار کړى او وفاق ته دى اوليګلے شى مراسله کښې دا هم وئيلى شويدى چې انسپکټر جنرل پوليس او کشمنران به د روزانه په بنياد دکالعدم تنظيمونو او د هغوى مهم غړو رپورټونه به هم راليګى چې دا شان دا کار زر تر زره ترسره شى نيشنل ايکشن پلان ترمخه شيډول څلورم په لسټ کښې شامل د ټولو خلقو نګرانى دى هم سختۍ سره شورو کړې شى لسټ کښې افغان علماء او افغان کډوال هم شامل دى  مراسله ترلاسو کيدو نه پس صوبائى حکومت هم نيشنل  ايکشن پلان باندى سختۍ سره عمل درآمد شورو کړيدے   

د جماعت اسلامى امير سراج الحق وئيلى دى چې قبائيلى سيمو کښې موجوده ظالمانه نظام ايف سى آر ختمول پکار دےاو د سانحه پيښور نه پس ټول قام د ترهه ګرو خلاف يو موټے شويدے پيښور کښې ميډيا سره خبرو کښې سراج الحق اوئيل چې قبائيلى سيمو کښې د انګريزانو نافذ کړے شوے ايف سى آر نظام خاتمه پکار ده او هلته د قبائيلى مشرانو په مشوره او اتفاق سره يو داسى نظام پکار دے په کوم کښې چې قبائيلى اولس ته د هغوى بنيادى حقونه ترلاسه وى سراج الحق اوئيل چې قبائيلى سيمو د پارليمان غړى د خپلو سيمو په ځائى اسلام آباد کښې اوسيدونکو ته زياته ترجيح ورکوى او هم دا وجه ده چې قبائيلى سيمى داوخت ديو شمير مسئلو سره مخ دى 

- خېبر نیوز
بېرته شاته