(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د میالي صیب زیارت که تجارت؟

[23.Jan.2015 - 22:11]

لیک : ارباب حمدالله
ای مسلمانانو، ای افغانان او ای د پنځه زره کلن تاریخ ویاړلو پښتنو تاسو ته وایم، غږ مې اورۍ که نه؟
د مهاجرت په وختونو کې چې به مې کله ډیر ورانۍ وکړو نو پلار به مې راته ویل چې میالي صیب ته دې بوزم ځکه ته نه سړی کیږې. ما به فکر کولو چې میالي صیب یانې څه؟
وخت تیر شو او نن پخپله د بچو پلار یم او هغه د پلار خبره مې نن خپل اولاد ته د وراني په وخت کې کومه چې میالي صیب ته مو بوځم چې اصلاح شۍ.
خیر نن سار د باز خیریه بنسټ د ځینو ملګرو سره په ګډه د یو څو بی وزله کورنیو د مرستې په خاطر د ثمرخیلو کلي ته ورغلم. د مرستې د توضیع وروسته مې د ملګرو په مشوره د میالي صیب زیارت ته لاړو. زیارت چې په اصل کې یوه ادیره ده چې د خټو ګټو لوې دیوال تری تاو دی او په منځ کې ې د میالي صیب مزار هم شتون لري یو خاموشه خو د وړو سوالګرو ماشومانو د پاره د خیر خیرات بهترین مرکز ګرځیدلی دی. 
د دروازۍ مخې ته د ځینو دوستانو سره د سلام کلام روسته د میالي صیب مزار ته د زیارت په خاطر ور داخل شلو ترڅو د دغې کار ترڅنک د میالي صیب لیوني هم وه وینو. د دروازې چپ لورې ته څه یو ډله ښځې هم راټولې شوی وې چې فکر کوم د زیارت د پاره راغلې وې او ورپسې بله چاردیوالۍ کې د سپین ږیرو مشرانو یوه ډله هم ناسته وه چې د لرې نه مې ولیدل چې د تعویذونو او څاختونو د ورکولو د پاره ناست وو. زه ې خوا ته ور نغلم او راسن د ادیری خوا ته لاړم او ټولو مړو ته د دعا وروسته د هغه کوټو خوا ته روان شوم چیرته چې د میالي لوینیان بندیان وو. 
بندیان مطلب لکه د لیونو سپو په زنځیرونو تړل شوي ښکلي انسانان (لاندې تصویرونه به تاسو ته خپله ډیری خبرې وکړي ځکه د هر یو د مخ د داستان لیکل زما د وس خبره نه ده). 
زما دا فکر و چې خلک خپل اولاد، د زړه غوښې، میالي صیب ته په دی خاطر لیږي چې الته به ې د میالي صیب په برکت او رحمت د هغوۍ رواني او صحي حالت بهتر شي، نه دا چې لکه د وحشي ځناورو دې د کناراپ غوندې په یو مرداره، یو په یو نیم متر، کوټه کې په زنځیورونو وتړل شي، وه وهل شي، په خوراک کې دې ورته وچ مرچ، وچه ډودۍ او اوبه ورکړل شي او بیا دې ورته د اصلاح نوم وکړل شي. زه افسوس په دی کومه چې دا څرنګه اصلاح ده؟ ایا دوۍ کوم داسې لوی جُرم کړی دی چې باید دومره په سخت شکل دې شکنجه شي؟ یو ځوان که د بیکارۍ او مجبورۍ نه چرس، شراب او پوډرو ته مخه کوي وي نو ایا د هغۍ د اصلاح دا یوه اسلامي او انساني لاره ده؟ ایا د هغه ځوان چې فکر ې وده نه وي کړي، په کوم رواني مرض مبتلا وي چې د هغه وس نه هم هغه کار بهر وي د هغۍ د اصلاح او رواني حالت دښه والي دا حل لاره ده؟ دا هغه پوښتنی دي چې نن د دغه زیارت د لیونو په سترګو او د مخ په کرښو کې ما ولیدلی. زه افسوس په دی کومه چې په دومره عمر کې زمونږ ولسونو، علما کرامو او د دولتۍ ادارو دغې د انساني کرامت د څپکاوي خونو ته ولی پام نه دی کړی، ولې چُپ پاتې دي؟ ولی د تبلیغیانو ډله دلته نشته دی، ولی د صحت عامې چارواکي دغلته شتون نه لري؟ ولې د دغه مریضانو لپاره پاکې خونۍ، تشنابونه، د پاکو ابو څښکلو امکانات، پاک لباس وغیره نشته؟ 
لا هم زما په مغزو کې د هغه ځوان چې د خپل پکول نه مې د نرګس ګل ورکړو نو بوي کړو او مسکی شول ویلی ډیر وخت پس مې خوشپوي په پوزه کش کړه، او ما سره ې په تفصیل خبری وکړې چې زما علاج په روغتون کې وکړۍ نه په دی مرداره کوټنۍ کې، بار بار تکراریږي. یوه بله کوټه کې یو مریض لګیا خو په مرداریو ککړ پوزکۍ ې خوړلو او مسول نفر ورته خوشاله و چې انشاالله امدا د خیره دوا کیږي. تصویر ې وګورۍ. زه حیران هغه پیرانو او شیخانو ته یم چې هغوۍ هره ورځ دغه مریضان ویني چې په پوزکي او خیرن بالخت په نمجنه، بوینه کوټه کې د ژمې شپې تیروي او بیا ترڅنګ ې د خپلو اولادونو سره په ګرمو خونو کې د ارام خوب کوي. ایا دوې ته به میالي صیب کله په خوب کې نه وي راغلي؟ ولې به نه وي راغلې؟ د میالي صیب روح به په دغه غیر انساني کار څومره نارامه وي؟. 
په دې هیله چې د دې مسلې د پاره علما کرام او اړونده دولتي چارواکي د یو دایمي حل لاره را اوباسي ترڅو د انساني کرامت د سپکاروي دغه روانه لړۍ نوره ختمه شي. 
په درنښت 
ارباب

- ارباب حمدالله
بېرته شاته