(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

چي هانګ کای ته د سید جمال الدین افغان عالي دولتي مډال

[21.Jan.2015 - 15:19]

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د پښتوـ چينايي ژبې د قاموس ليکونکي، پروفیسور چي هانګ کای ته د سید جمال الدین افغان عالي دولتي مډال ورکړ.

جمهور رئيس غني، ښاغلي هانګ کای ته دغه مډال د پښتوـ چينايي ژبې د لومړني قاموس د ليکلو په موخه چې دوه ميلیونه حروف لري او ليکلو يې ۳۶ کاله وخت نيولی دی، نن ماښام په ارګ کې په همدې مناسبت په جوړه شوې غونډه کې ورکړ.

جمهور رئیس د ښاغلي هانګ کای د استقامت، ايثار او د ده هغه زیارونه چې د دغه قاموس د تاليف لپاره يي ګاللي دي، وستایل.

د هېواد جمهور رئيس محمد اشرف غني همداراز د پروفيسور ښاغلي چي هانګ کای له مېرمنې څخه، چې په دغه غونډه کې يې حضور درلود، له دې کبله مننه وکړه چې د پښتوـ چينايي قاموس د ليکنې پر مهال يې د ښاغلي کای ملاتړ کړی دی.

جمهور رئیس غني د پروفیسور هانګ کای دغه با ارزښته لاسته راوړنه د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د اړيکو د لا ټينګښت او د نږدې کولو په برخه کې یو ستر ګام وباله

- PSDP
بېرته شاته