(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دسولې تازه خبرې

[15.Jan.2015 - 19:19]

سوله رښتیا اړینه ده دلوی اورحیم خدایه غواړو چې زموږ ګران ټاټوبي ته سوله اوثبات راسي اودادټولو مظلوموافغانانو وروستی هیله ده

داچې اوس دکابل په مطبوعاتوکې تازه ددوبۍ ددفترخبره ګرمه سوی ده، زمانوم هم په دغه پروسه کې یادسوی دی، نوځکه زه غواړم چې په دې اړه لږ سپيناوی  وکړم، اول تر ډیره ماته داټوله خبره بي اساسه معلومیږي ځکه چې ددغه راپور ورکونکي مرجع نه ده معلومه اونه یي راپور په ريښتوني اساس ولاړ دی،کیدای سي دایوه استخباراتو لوبه وي چې دخلکونظرداصلي موضوعاتوڅخه ویوه بل لورته اړ وې، تر کومه ځایه چې زماپه اړه خبره ده، زه دهيڅ جهت سره نه کارکوم اونه په هیڅ جریان کې که هغه سیاسي وي اوکه دسولي وي قرارلرم، نه مي ددوبۍ له حکومت سره په دې اړه خبره کړي ده اونه دافغانستان له دوه سري ادارې سره اونه مي هم دطالبانو له واکمنانوسره خبره سوې ده.  ترډیره داخبرېزما او زماغوندي کسانو پوري اړه هم نه لري ، نوپر  دي اساس  زما اړوند  دکابل دمطبوعاتوګنګوسې په کلکه ردوم.

دسولې په اړه دیوه افغان په توګه که ذي دخله لوري زماڅخه مشوره وغواړي زه خپل نظراومشوره ورکوم اماداهیڅ کله په دې مانانه ده چې زه ګواکي په یوه پروسه کې کارکوم.

دسولې په اړه مي نظردادی چې که ریښتونولي منځ ته رانه سي، د دواړوخواوو توافق اواخلاص واضح نه سي، دسولي هڅې بې پایلوپاته کيږي، یوازي به سوله یوه غولونکي تجارتي پروژه وي او بس،  لکه داڅوکاله چې همداسي بې پایلواو بې ګټې پروسه روانه ده. اماددطالبانود دفتر په اړه کیدای سي  ډیرهیوادونه دمنځګړي توب وړاندیزونه وکړي، کیدای سي ددوبۍ غوندي نورهیوادونه هم  طالبانو ته د دفتر د خلاصیدو  وړاندیز وکړي، ځکه دا د هر هیواد په منافعوپوري اړه لري،  خود طالبانو سياسي بنیادبې  دقطر له  دفتره  بل کوم  دفتر زما له نظره نه سي کیدلای، ځکه چې دقطرهیواد د مشرانو ريښتنولي طالبانوته ثابته سوې ده،  داچې بل هیواد دي طالبانوته دومره دقناعت اواطمنان عملي مرجع وګرځیږي دابه نور ډیروخت ونيسي، داهم ډیرامکان لري چې دطالبانواو قطر دبې اعتمادې له پاره داسي هڅې هم سوې وي اوهم وسي، خو زه  ډاډه یم  چې طالبان به دې ټکي ته ضرور متوجه وي، په هرصورت زه تردې وخته ډاډه نه یم چې دواړه اړخونه دي دحقيقي سولې راوستلو له پاره یو په  بل باور  ولري، اونه هم تراوسه زماپه نظردسولې له پاره داسي مشروع شرایط چې دواړه اړخونه یې ومني برابردي.

په درناوي

ملا عبدالسلام ضعيف

په اسلام اباد کې د افغانستان پخوانی سفیر

۲۵/۱۰/۱۳۹۳

 

- ملا عبدالسلام ضعیف
بېرته شاته