(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د هر افغان عاجل اقدام

[12.Jan.2015 - 20:26]

انجنیر سید احمد شاه سادات

زمونږ ملت نژدی څلور لسیزه په بدبختیو، کړاونو مصیبتونو تباهۍ او انسان وژنه اخته دی.
د دغو ناورینینو د خلاصی لپاره یوازینی لاره دا ده چه مشران او لیډران مو عادل، انصافداره، اهل کار او پوه کسان وي. 
د همدی مقصد ته د رسیدلو په خاطر روانه اونۍ ۲۵ لیډران (وزیران) چه د ملت راتلونکی سرنوشت ورسره تړلی دی ټاکل کیړي.
 
چه یا به دا ملت مخ پر وړاندی د صلحی او ارامښت په فضا کی د ترقۍ ګامونه واخلي، او یا به د موجوده ناورینونو سره سره د لا پسی  خطر ناکو مافیایی بانډونو په اډو بدل شي. چه بیا دغه هیواد د هر افغان لپاره ټاټوبی نه بلکه یوه سره د اور تبۍ وي.
نو په دغه حساس وخت کی د وخت نه د استفادی پر بنیاد هر افغان ستر مسولیت لري چه د بدبختیو مخنیوی وکړي. بی علمه زورواکان او بی عمله رهبران مو د خپلو شخصی ګټو په خاطر د تباهۍ له پاڼ څخه ښکته غورځوي او بی مسلکه بی تجربی وزیران د روابطو پر اساس په افغانانو تحمیلوي.
نو پر دی اساس د هر افغان مسولیت دی چه د بدی آیندی مخنیوی وکړي، او اوس دغه مخنیوی ته یوه لاره شته او هغه دا چه که هر افغان د ولسي جرګی هر وکیل پیژني، دوست یی وي، خپل یی وي او یا ګاونډی یی وي باید ورسره وویني او وکیلان قانع کړي چه بی مسلکه بی متخصصه او بی تجربه وزیرانو ته په هیڅ قیمت د اعتماد وټ ورنه کړي.
او وکیلان تر هغی دغه لړۍ تکراره کړي چه تر څو د زورواکانو د سر مست ماغزه په هوش را نه شی او هر وزارت ته یی مسلکی اشخاص معرفی کړي نه وي.
چپه خوله پاتی کیدل په دغه حساس وخت کی ستره ګناه ده.
ورکه بدبحتی له دی وطنه دایمی غواړو 
تانه غنی خانه وزیران مو مسلکی غواړو
د څپیڅلی مور (وطن) په خاطر
والسلام

 

- انجنیر سید احمد شاه سادات
بېرته شاته