(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مطبوعاتي اعلامیه

[31.Dec.2014 - 23:29]

د ۲۰۱۴ ډسمبر۳۱ مه دې د جګړو د پای ورځ او نوی کال دې د پایدارې سولې او پرمختګ پیلامه شي!
 
تپل شوې جګړې د انسانیت د ارزښتونو خلاف او د افغانستان په ګډون د ګڼ شمير ګاونډیو او د نړۍ د هیوادونو معصوم بچي يې وژلي، د عزت خلک يې بې عزته کړي او د پراخو ورانیو او مهاجرتونو سبب ګرځيدلي دي!

ډسمبر ۳۱، ۲۰۱۴
۱۰ مرغومی (جدي)،‌۱۳۹۳
کابل، افغانستان

Dear all Diplomatic Missions, State organizations, media outlets, CSOs and related persons.
The Press statement call upon all the states of the world especially UN, OIC the US-NATO, government of Afghanistan, Taliban & Hezb-e-Islami, the neighboring countries to call December 31,2014 the End of War & January 1, 2015 the start of Stable Global Peace & Development.  
The Concept of Stable Peace & Development consists three parts:
Part 1: A case study of the Imposed War in Afghanistan From WARSA & USSR to NATO & US ( Afghanistan the Graveyard of Empires or the Paradise of Friends!?)
Part II: The Practical Solution, Organizing an International Coalition for Peace (the International Peace Commission)
Part III: Stable Peace & Development: A CAse Study of Afghanistan with breif proposals for Good Governance, Political, Cicil, Educational & Academic, Cultural, Economic Development, Industrialization and sectorial development plans.
The Concept is already officially shared with the UN special representative, the OIC Permanant Representative, the Afghan President, Islamic Movement of Taliban, Hezb-e-Islamic & other related sides of the conflict, and will be shared through the Political Relations & Civil Diplomacy committee of the Federation to the representatives of the neighboring & other related countries of the world fromJanuary 1, 2015.
Please don't hesitate to contact us for any queries or any media media talks on the issues.

Best Regards, 

Political relation & Civil Diplomacy Committee
Federation of AFghanistan's Civil Societies (FACS)​

 د نړۍ تاريخ ښودلې چې بې مفهومه تپل شوې جګړې د انسانیت د ارزښتونو خلاف او هيڅکله هم د ملتونو او ولسونو د پرمختګونو یا ګټو د خوندیتابه لپاره ښه انتخاب نه و. د تاريخ د مختلفو دورو په بهير کې د جګړو له امله ګڼ شمير هیوادونه او ښارونه وران شوي او د ملیونونو انسانانو ژوند او عزت يې اخیستی دی. د همدې جګړو په درشل کې ملتونه د مادي او معنوي زیانونو په زغملو له راز راز کړاوونو سره مخ شوي دي، او آخر يې هم ستونزې په جګړو نه، بلکه د تفاهم او ډپلوماسۍ له لارې حل شوي دي.                                                                      
 پر افغانستان د تيرو نيږدې څلور لسيزو تپل شوې جګړې د ستر بشري ناورین سبب ګرځيدلي، چې له امله يې د دغې هیواد ټولې زیربناوې په بشپړه توګه له منځه تللي، ملیونونه بې ګناه وګړي شهیدان، ملیونونه معیوب، معلول، یتیم او ملیونونه میندې بورې او خویندې کونډې شوي دي، او لسګونه ملیونه افغانان هم د نړۍ هیوادونو ته مهاجرت ته اړ شوي دي.                                                                                              
د افغانستان د مدني ټولنو فډرېشن د نړۍ د ثبات، سراسري امن او پرمختګ لپاره افغان ولس او نړېوالو ته د یوې پراخبنسټه طرحې په ملتیا په لاندې ډول وړانديزونه مطرح کوي:                                                                                                                                          
 ۱. د افغانستان د مدني ټولنو فډرېشن پر ملګریو ملتونو، اسلامي‌ کنفرانس، د امريکې پر متحدو ایالاتو، ناټو، افغان دولت، د دولت پر مخالفینو او د سیمې او نړۍ پر نورو هیوادونو غږ کوي چې د ۲۰۱۴ کال د ډسمبر ۳۱مه دې د شخړو او جګړو د پای او د ۲۰۱۵کال لومړۍ ورځ دې په افغانستان او نړۍ کې د پایدارې سولې، مینې او ورورګلوۍ، د انسانانو ژوند او انساني ارزښتونو ته د درناوي د پیلامې ورځ اعلان کړي.          
۲. د افغانستان د مدني ټولنو فډرېشن د نړۍ اوسني کړکیچن وضعیت ته په کتو پر افغانستان د تیرو تپل شویو جګړو شالید (پس منظر) له دقیقې مطالعې تر څنګ، له روانو شخړو او جګړو څخه د وتلو عملي حل لار وړاندې کوي او د سولې لپاره د یو نړېوال ائتلاف په توګه (د سولې د نړېوال کمیسیون) د ایجاد، او د پایدار امن او پرمختګ پر لور د یوې پراخې، منظمې او سیستماتیکې ترقیاتي، پراختیايی او پرمختیايي طرحې وړانديز کوي چې مسوده يې په درې جلا جلا برخو کې له دغې اعلاميې سره مل ده.                                                                            
 ۳. فډرېشن د یادې طرحې د څيړنو په لړ کې دا ثابته کړې چې له وارسا او شوروي اتحاده بیا تر ناټو او متحدو ایالتونو تپل شوې جګړې د نړۍ د هیوادونو او آن د وخت د ابرقدرتونو د جدي زیان سبب ګرځيدلي، چې د حل لار یواځې پراخبنسټه سوله ده او د افغانستان او سيمې ترقي او سوله ایزه مدني ډپلوماسي او د ملتونو تر منځ دوستانه سیاسي، علمي، فرهنګي، اقتصادي او ټولنيزې اړیکې د پایدار امن او پرمختګونو ضامن دي.      
۴. د افغانستان د مدني ټولنو فډرېشن په رسمي توګه یاده طرحه په افغانستان کې د ملګریو ملتونو د ځانګړي استازي له دفتر، د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو د سازمان له دایمي استازي او سفير، افغان ولسمشر، د طالبانو اسلامي‌تحریک او حزب اسلامي افغانستان سره شریکه کړې، او پروګرام لري چې د جنورۍ له لومړۍ نيټې يې د مدني ډپلوماسۍ د لا پراخو پروګرامونو له لارې د امريکې متحدو ایالتونو او ناټو له استازو او د سیمې او نړۍ له نورو ښکیلو او همکارو هیوادونو له استازو او اړوندو مراجعو سره هم شریکه کړي، څو د یو منظم او پراخ پروګرام له لارې د سولې، امن او پرمختګ عملي لارې چارې برابرې کړای شي او په ګډه دغه نړۍ د ټولو انسانانو لپاره د سولې او امن پر کور بدله کړای شو.      
 ۵. فډرېشن ټینګ باور لري چې د پایدار امن او پرمختګ دغه طرحه به د نړۍ د ټولو مستضعفو ولسونو د خلاصون، د دردونو د درمل، او اورونو د وژنې او د افغانستان او نړۍ د هیوادونو د پرمختګونو او ګډو ګټو د خوندیتابه په لړ کې د سوله ييزې مدني ډپلوماسۍ او تفاهم له لارې د ملتونو تر منځ د ورورګلوۍ د فضا په رامنځته کولو کې د پراخو او عملي همکاریو امکانات چمتو کړي.                                                            
۶. فډرېشن هیله لري چې د افغان دولت او نړېواله ټولنه، مدني سازمانونه، رسنۍ، علمي او فرهنګي بنسټونه او عام وګړي به د یادې طرحې د لا غښتلي کولو، خپراوي او عملي کولو په لړ کې خپلې هر اړخيزې مادي او معنوي مرستې او همکارۍ و نه سپموي، او د ښو پایلو پر لور به د منظمو او سیستماتیکو همکاریو لارې چارې برابرې کړي.                                                                                                              
 
سوکاله او سرلوړی دې وي افغانستان!
امن دې وي پر ټوله نړۍ!
ډېر درنښت،
 صديق منصور انصاري،
عمومي رييس، د افغانستان د مدني‌ ټولنو فډرېشن (FACS)
کابل، افغانستان
0093788161853، [email protected]

- FACS
بېرته شاته