(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتنو ټولنیزولسولیز ګوند غندنلیک

[17.Dec.2014 - 22:26]

17.12.2014:لکه څنګه چې ټولو ته څرګنده ده، د څو کالو راایسي په هیواد کې روانه جګړه له پخوا څخه د یو جوړ شوي پلان له مخې د پښتون قوم لوې کور ته راټوله شوی ده.

پدغه تپل شوې جګړه کې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته پروت پښتون ملت هره ورځ وژل کیږي، اقتصادي  بنسټونه ئې ړنګیږي، ښوونیز او  روزنیز مرکزونه ئې  سوځول کیږي. ماشومان او ځوانان ئې له زده کړې پاتې کیږي، قامي (ملي) مشران ئې وژل کیږي او د انساني ژوند د پرمختګ ټولي لاري ئې تړل کیږي. په هلمند، پکتیا، کونړ ،پکتیکا، ننګرهار، کندهار،زابل ،فراه، خوست، لغمان،وزیرستان،دره خېبر، باجوړ ،سهیلي پښتونخوا او د ډیورنډ کرښې دواړه غاړو ته د جګړې اور بل دی او د پښتنو ټاټوبی د پښتون ملت په وینو خړوبه اوهره ورځ په سلګونو بې ګناه پښتنو جنازې خاورو ته سپارل کیږي.

څه موده وړاندې په هلمند ، کندهار او پکتیکا کې د ترهګرو ناروا، نا ځوانه ، غیراسلامي بریدونو او اوس د درې، ورځو راهیسي دکونړ د دانګام په ولسوالۍدترهګرو وسله والو له خوا ډله ایز برید روان دی پرون د ۲۰۱۴ ع کال د ډسمبر په شپاړسمه نېټه د پښتونخواپر ورسک سړک پر یوه ښوونځي «سکول» وسله والو برید وکړ او ۱۴۱ بې ګناه پښتانه ماشومان ئې چې په زده کړه بوخت ؤ شهیدان کړل

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند دغه وحشیانه،بې غیرته، ناځوانه بریدونه په کلکه غندي،ټولو شهیدانوله کورنیو سره په دې دروند او نه هیریدونکي غم کې ځان شریک ګڼيشهیدانوته د لوې خدای « ج » له درباره د جنت فردوس او ټپیانو ته ئې  د ژر او پوره روغتیا غوښتنه کوي
  د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند يوځل بیا دپښتنو په سیاسي او غیر سیاسي ډلو ټپلو،ملي،قامي مشرانو اوټولو پښتنوغږ کوي چې د تاریخ په دې حساس وخت کې بیدار او یو موټي شئ   او د پښتنو د ملي ګټو پر بنسټ دکوټلي پروګرام لاندې د قام او وطن د دښمنانو موخې شنډی کړئ.

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د افغانستان او پاکستان له حکومتونواو په سیمه کې د میشتو نړیوالو ځواکونو او همدارنګه د ترهګرو، دترهګرو دمشرانو او جنګي ډلوڅخه په کلکه غوښتنه کوي، چې نور په سیمه کې د پښتون وژنې  او ولس وژنې څخه چې په هر نوم سرته رسیږی لاس واخلي هره ډله چې دغه ناروا ،غیر اسلامي او غیر انساني کار په هرنوم کوي ، مونږ ئې د هیواد او پښتون/افغان ملت دښمنان بولو.
                                                                                                                                                 په درناوی

- PSDP
بېرته شاته