(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غندنلیک

[17.Dec.2014 - 22:23]

 لکه چې څرګنده ده د افغان ولس دنني او بهرني دښمنان د کلونوراهېسي د هیواد په ګوډ،ګوډ او په ځانګړې توګه پښتون مېشتو سیمو کې په بیلا بیلو بڼود پښتون وژنې اود پښتنو له منځه وړلو عملي کړنې روانې کړي دي.
د څو ورځو را هیسې افغان دښمنه پاکستاني طالبانو او نورو تروریستي ‌‌‌‌‌‌ډلو د پنجاب په لمسون د کونړ د دانګام په سیمه ‌‌‌‌‌‌ بیرحمانه ‌‌‌‌‌‌ډله اېز بریدونه پيل کړی دی، چې په وړاندي ئې د سیمي میړني او باتور اولس د خپلې خاورې او پت د ساتنې په خاطر اولسي پاڅون کړی دی او د سیمی د پوځ سره یو ځای د دښمن سره په توده جګړه بوخت دی.
مونږ د دوي د میړانې ستاینه او درناوی کوو د هیواد د دښمنانو یرغل د دانګام په سپيڅلې خاوره په کلکه غندو.

د کونړ د ځوانانو د کولتوری ټولنه د افغان حکومت څخه چې د افغانستان د هر وګړي او خاورې ذمه واري په غاړه لري په کلکه غوښتنه کوي چې ژر تر ژره د ورپغاړه ذمه وارۍ له مخې جدي .اقدامات وکړي د دښمن یرغلونه د هیواد په هره برخه کې په شاه وتنبوی.
 د کونړ د ځوانانو د کولتوري ټولنې د کار ‌‌‌‌‌‌ډله

- ټولنه
بېرته شاته