(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بلوچستان:مورنیو ژبو زدکړې نه دي پیل شوې

[16.Dec.2014 - 20:41]

16.12.2014 بارکوال میا خېل

د بلوچستان اوسني حکومت د سږني کال په پيل کې په مورنيو ژبو د لومړنيو زدکړو قانون منظور کړ، خو تر اوسه يې لا په ښوونځيوکې تدريس نه دى پيل شوى.

د منظور شوي قانون له مخې به ماشومانو ته يواځې يو مضمون په مورنيو ژبو ور ښوول کېږي. په کوټه کې د تعليم ځينې کارپوهان وايي، چې که د ماشومانو لومړنۍ زدکړې په بشپړه توګه په مورنۍ ژبه نشي، هېڅ ګټه ورته نه کوي.

د پاکستان ١٩٧٣م کال اساسي قانون په ٢٦٤ ماده کې د اتلسم اصلاحي پرېکړه ليک تر تصويبېدو وروسته په صوبو کې په مورنيو ژبو د لومړنيو زدکړو اجازه هم ورکړل شوه. له دې قانونه په استفادې د بلوچستان اوسني حکومت د سږ کال په جنورۍ کې د صوبايي پارلمان په غونډه کې په مورنيو ژبو د زدکړې پرېکړه ليک تصويب کړ او هوډ يې وکړ چې سږ کال به ماشومانو ته په مورنيو ژبو زدکړې پيل شي، خو د دې صوبې په اکثرو سيمو کې تعليمي کال پاى ته رسېدلى، خو لا هم په ښوونځيو کې په مورنيو ژبو تدريس پيل نه شو.

د بلوچستان اعلا وزير د تعليمي چارو سلاکار سردار رضا محمد بړېڅى وايي د لومړي ټولګي لپاره يې کتابونه چاپ کړي او هڅه کوي چې د نوي تعليمي کال له پيل سره سم يې پر ښوونځيو و وېشي:

"کتابونه په چاپخانه کې ده، يو څه چاپ شوي هم دي، په سړو سيمو کې به تر رخصتيو وروسته ماشومانو ته کتابونه و رسېږي. د نصاب ترتيبولو وخت واخيست، بيا مو چاپ ته ورکړ، تر ډېر تحقيق وروسته دې نتيجې ته ورسېدو، چې د مضمون په توګه مو د پښتو، بلوڅي او براهوي کتابونه چاپ کړل، د ښوونځيو له پرانيستل کېدو سره به يې پر ښوونځيو ووېشو"

صوبايي حکومت چې په مورنيو ژبو د زدکړو نصاب لپاره کومه پارلماني کمېټۍ جوړه کړې وه، په هغه کې د بلوچستان پوهنتون پښتو ادبياتو څانګې استاد ډاکټر نصيب الله سيماب هم شامل دی.

ښاغلى سيماب وايي د پارلماني کمېټۍ يواځينى هدف خو دا و، چې ماشومانو ته به تر پينځم ټولګي ټوله زدکړه په مورنۍ ژبه ورکول کېږي، خو وايي اوس چې دوى يواځې يو مضمون په مورنۍ ژبه پيلوي، دا به ماشومانو ته چندان ګټه ونه لري:

"که پښتو، بلوڅي او براهوي ژبې د اختياري مضمون په توګه په تعليمي کورس کې شاملې شي، د دې مانا دا ده چې د ماشوم په بسته کې دې يو کتاب ور زيات کړ، بل دې هېڅ ونه کړل، دا ګټه نه کوي، ځکه چې دا بيا په شخصي ښوونځيو کې نه ور ښوول کېږي. که دا ژبې د لازمي مضمون په توګه پکې شاملې شي، هغه به تش دومره شي، چې کوشنى به له خپلې ژبې سره بلد شي، د نورو زدکړو ستونځه به پر ځاى پاته وي، د درس و تدريس ژبه به انګرېزي او اردو وي، چې تر څو يې د زدکړې ژبې په بشپړه توګه مورنۍ ژبې نشي، دا ګټه نه کوي"

سره له دې چې په بلوچستان کې د پښتنو او بلوڅو درې غټې ژبې پښتو، بلوڅي او براهوي ويل کېږي، خو د بلوچستان حکومت په مورنيو ژبو د زدکړې په پرېکړه ليک کې پارسي، سيندي، سرايکي او پنجابي ژبې هم شاملې کړي دي، چې ويونکي يې ځانګړې سيمې نه لري او د بلوچستان په بېلابېلو سيمو کې په کم شمېر کې اوسېږي. د تعليم يو متخصص نظرمحمد بړېڅى وايي، په مورنيو ژبو د زدکړې قانون تصويب شوى، خو عملي کول يې ګران کار دى:

"په پنجاب کې نه سرايکي او نه پنجابي ژبه د هغه ځاى په ښوونځيو کې د زدکړې ژبې ګرځول شوې دي، خو زموږ صوبايي حکومت دا کارنامه وکړه، چې په پنجابي، سيندي، سرايکي، بلوڅي، پښتو، براهوي او پارسي ژبو کې يې د لومړنيو زدکړو قانون منظور کړى دى، خو دا قانون تر کاغذه پورې پاته دى، دوې مياشتې وروسته دويم کال شروع کېږي، خو صوبايي حکومت په مورنيو ژبو د تعليم نصاب هم نه دى جوړ کړى، نو راتلونکي درې کلونه به هم همداسې تېر شي بيا به چېغې وهي چې موږ خو قانون تصويب کړ، مګر يواځې قانون جوړول خو کار نه ورکوي، دا عملي کول غواړي"

په بلوچستان کې د تعليمي نظام د کمزورۍ او معياري تعليم د نشتوالي له امله د اکثرو شتمنو خلکو کوشنیان په شخصي تعليمي ادارو کې زدکړې کوي، چې د اکثرو تدريسي ژبه انګرېزي ده.

د تعليمي چارو متخصص نظرمحمد بړېڅى وايي، د همدې طبقاتي تعليمي نظام له امله به دا ډېره ګرانه وي، چې په سرکاري او شخصي ښوونځيو کې دې په مورنيو ژبو زدکړې ورکړل شي:

"دلته طبقاتي تعليمي نظام دى، ځينې طبقې د ژوند په هره برخه کې قابضې دي، د هغوى بچې له صوبې بهر په انګرېزي ښوونځيو کې زدکړې کوي، دا به د دوى لپاره ډېره ګرانه وي، چې دلته په مورنيو ژبو زدکړې ورکړي او په مورنيو ژبو زدکړې هم نه ورکوي، يواځې يو مضمون به په مورنۍ ژبه وي، دا د دوى خوښه چې پښتو وايي، بلوڅي وايي، پارسي وايي که بله ژبه وايي، بيا په هغه ښوونځي کې استاد شته که نه. دلته چې کومه سياسي رهبري ده، که په حکومت کې ده، که د صوبايي اسمبلۍ، مرکزي اسمبلۍ او سېنېټ غړي دي، په دوی کېد ډېرو کوشنیان په اسلام اباد او نرو ښارونو کې په انګرېزي ښوونځيو کې زدکړې کوي، نو د دوى له دې سره غرض نشته، چې په مورنيو ژبو زدکړې ورکړي"

د پاکستان په تعليمي ادارو کې تعليمي نصاب هم يوه لويه ستونځه ده او اکثر مترقي ليکوال ورباندې انتقاد کوي، چې وايي په پاکستان کې د مذهبي افراطيت يو لوى سبب د پاکستان تعليمي نصاب دى، چې د نورو مذهبونو او فرقو په خلاف پکې مواد شامل دي.

د خيبرپښتونخوا تېر صوبايي حکومت چې په مورنيو ژبو کوم کتابونه چاپ کړل، اوسنى حکومت بيا له هغه نصابه ځينې شيان باسي. د بلوچستان پوهنتون د پښتو څانګې استاد نصيب الله سيماب وايي، که ماشومان پخپله مورنۍ ژبه کې هم له خپل تاريخ، کلتور او جغرافيې خبر نشي، نو هېڅ ګټه به ونه کړي:

"که په پښتو کې د پښتانه کلتور، اتل، جغرافيه، شاعر او ادب شامل نه وي بيا خو په پښتو زدکړې ته اړتيا نشته، بيا خو ډاکټر اقبال يا غالب په اردو ژبه ورته ويل کېږي. کوشنى په خپل تاريخ او کلچر پوه کول پکار دي، کوشني ته دا ورښوول دي، چې ستا له دې خاورې سره تعلق څه دى،

په کوم هېواد کې چې زموږ کلتور او ادب خوندي وي او اتل مو پکې ستايل کېږي زه ورسره وفاداري کوم، په کوم هېواد کې چې زما دغه شيان نه ستايل کېږي، وفاداري ورسره نشي کېداى"

په مورنيو ژبو د زدکړو د تصويب شوي قانون له مخې به کال پر کال له لومړي تر پينځم ټولګي پورې به د مورنيو ژبو کتابونه يواځې د يوه لازمي مضمون په توګه ور ښوول کېږي.

د اعلا وزير د تعليم سلاکار رضا محمد بړېڅى وايي، چې تر پينځم ټولګي د يوه لازمي مضمون د تدريس مرحله سر ته ورسېږي، هڅه به کوي چې بيا تر پينځم ټولګي پورې ټول مضامين په مورنيو ژبو ور وښوول شي:

"چې څه وخت موږ د يوه مضمون په توګه د مورنيو ژبو پر ښوونه بريالي شوو او استادان هم په دې برخه کې وروزل شول، بيا به نو د يوه مضمون په توګه نه، هڅه به کوو چې بيا په بشپړه توګه تر پينځم ټولګي پورې په مورنيو ژبو کې زدکړې ورکړل شي"

د يادونې وړ ده چې په ١٩٩٠م کال کې هم، چې نواب اکبر بګټى د بلوچستان اعلا وزير وو، په مورنيو ژبو زدکړې پيل شوې، چې دوه کاله يې دوام وکړ، خو بيا د مورنيو ژبو د ښوونې لپاره د استادانو د نشتوالي او ځينو سياسي ستونځو له امله ماشومان بيرته په مورنيو ژبو له لومړنيو زدکړو بې برخې شول

 

- بارکوال میا خېل
بېرته شاته