(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افغان سباوون پښتو بریښناپاڼه

[03.Dec.2014 - 19:38]

 03.12.2014: دعوت خپلواکه رسنۍ له (۲۵کالو راهیسې د ژونالیزم په ډګر کې د هیوادوالو په چوپړ کې ده

دعوت په هیواد کې د څلورو لیسزو ناخوالو او روان ناورین په مقابل کې کلکه او نه ستړی کیدونکي مبارزه کړي.

دعوت د ژورنالیزم په ډګر کې د هیواد پالنۍ، په ولس کې د علمی سویې،‌ سیاسي شعور بیدارۍ، د ملي ارونو ارزښت،‌ کلتور او فرهنګ ساتني، او د مورنۍ ژبي بډاینې په خاطر د دعوت خپلواکو رسنیو مرکز تر نامه لاندي په دې برخو

(دعوت بریښنا پاڼه، دعوت کتابتون، دعوت خپرندویه ټولنه،‌ دعوت میاشتنۍ مجله…)
کې بنسټيزې او نه ستړی کیدونکي‌ هڅي کړي او لا کوي یې.
له وعدی سره سم دا دې
نن له یوه نوی زیری سره چې له نوو نوښتونو سره د افغان سباوون پښتو بریښناپاڼه او دعوت میډیا انګلیسې بریښناپاڼه پر لیکه او له افغان سباوون تلویزیون سره ستاسي چوپړ ته وړاندي کوو
د افغان سباوون بریښناپاڼه
انټرنیټي پتهwww.afghansabawoon.com

ځانګړني:
دا پاڼه چې په نوۍ بڼه او ډیزاین تیاره شوي له زیاتونو، نوښتونو، بدلونونو او لا زیاتو اسانتیاوو سره ستاسي چوپړ ته وړاندي کوو.

چې د خبرونو، مرکو، مقالو، تحلیلونو، انځورونو، اډیو او ویدیو برخي لري.
هرۍ لیکنې لاندې خپله تبصره پریښودلاي‌ شئ .
هره لیکنه په مختلفو سایډونو کې (ګوګل پلس، فیسبوک، ټویټرخپرولاي شئ.

کوښښ کوو تر څو کره، معیارې لیکنې او تاید شوی نوی معلومات او خبرونه لوستونکو او لیدونکو ته وړاندې کړو.

د لیکوالو لپاره ځانګړی کالمونه چې هر یو تر خپل نوم او انځور لاندې خپلۍ لیکني خپروي.

د دعوت میډیا انګلیسي بریښناپاڼه

انټرنیټي پته:www.dawatmedia.com

انګلیسي پاڼه د افغان سباوون بریښناپاڼی سره کټ‌مټ ورته ځانګړتیاوي‌ لري.

د انګلیسي بریښناپاڼي لپاره د ډیرې مرستۍ ضرورت دی څو وکولاې شو چې تر ممکن پړاو ترې د خپل هېواد او ولس په ګټه کار واخلو او په رښتیني توګه د لوی افغانستان غږ تر نړیوالو او هم د لوی افغانستان او سیمې اړوند نړیوال نظرونه خپل ولس ته ورسوو.

د دې پاڼې له پاره هغه هېوادوال او مینه وال چې په انګلیسي ژبه برلاسي لري او کولاې
شي زموږ ملتیا وکړي له همدا اوسه ورته ښه راغلاست وایو.

افغان سباوون ټلویزیون
انټرنیټی ټلویزیون دې چې په ټوله نړۍ کې به د انټرنیټ په مټ لیدلائ شئ
د کمپوټر تر څنګ کولائ شئ ټولو هغه مبایل ټلیفونونو کې چې انټرنیټ ولری د نړۍ په هر ګوټ کې د لیدو جوګه وي

افغان سباوون ټلویزیون به په نژدې راتلونکې کې د دې بریښناپاڼو له سمبالیدو وروسته په رسمي توګه ازمایښتي خپروني پیل کړي.

موږ له خپلو نظرونو برخمن کړئ او که په کومه برخه کې غواړۍ زموږ سره په خپله خوښه کار وکړۍ له همدا اوسه ستړی مه شئ

زموږ د بریښنالیکونه:

د افغان سباوون بریښنالیکونه:  [email protected]    [email protected]

د انګلیسي دعوت میډیا د بریښنالیک پته[email protected]

په ډیر درنښت

د دعوت د خپلواکو رسنیو اداره

- M.T. Bazgar
بېرته شاته