(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

طالب جان ناول چاپ شو

[30.Nov.2014 - 00:17]

30.11.2014: وږمه کیسې نه لیکي ، کیسې پرې راوریږي، بس دا یې په امانت د خپل ذهن له دریڅې ترخپل ( میک بک ) او بیا له هغه ځایه په کتابي بڼه ترلوستونکیو رسوي. دا دی یو بل ناول یې هم چاپ کړلو چې طالب جان نومیږي او که د لوستلو اشتها یې لرئ نو په جلال اباد کې د نصیرمومند خپرندویه ټولنې سره اړیکه ټینګه کړئ. 

کله چې د ژوند دوه ملګري، دواړه لیکوال او د ادب پتنګان وي، نو ارومرو دسړي ذهن ته پوښتنه را ولاړیږي چې چا به څوک تشویق کړی وی ؟ وږمه کیسو او ناولونو ته ما نه ده تشویقه کړې ، پخپله د هم دې لارې لاروۍ ده ، زما مثال ، هغه په کیمیا کې به مو یوه اسطلاح لوستې وي ( کیټلیسټ ) ، د هغې دی چې پخپله په یوه پروسه کې برخه نه اخلي، خو د هغې پروسې په چټکولو کې کومک کوي. که په مثال ورکولو کې رانه غلطي شوې وي، نو بخښنه غواړم ځکه چې د کیمیا په ګډون په ټولو ساینسي مضمونو کې کمزوری وم ، ښايي ځکه چې خدای پاک زه هنرونو ، ارټ ، ادب او خبریالۍ ته پیداکړی وم. 

دافغانستان یو لوی هنرمند دی، استاذ شاولي، ټول به یې پیژنئ، نږدې ټول اولادونه یې هنرمند دي. زرولي په پېښور،کابل ، جلال اباد او نورو سیمو کې زیات مینه وال موندلي دي، ورور یې ممتاز ولي ډیر ښکلی غږ او په موسیقۍ پوهه لري، خو باچاسړی دی، یوازې په زیارتونو کې د جمعې په شپو صوفیانه کلامونه وايي. یو وخت مې پېښور کې ولیده،پوښتنه مې ترې وکړه چې هنري ژوند دې څنګه روان دی؟ په یو عجیبه انداز یې راته وویل : زه اوس دې ته پاتې یم چې د زرولي سره باجه وغږوم. نو زه هم په پوره اخلاص دا اعتراف کوم چې زه اوس دې ته پاتې یم چې د وږمې ناولونه تاسو ته معرفي کړم، ځکه چې پخپله د ناول لیکلو زور او حوصله نه لرم.نو درواخلئ د طالب جان په نوم یو بل ناول هم ولولئ. 

زمونږ په وطن کې وروستیو جنګونو زمونږ ډیر کلي وال نومونه لانجه من کړل، چې اربکی او طالب جان هم پکې دي. دیرش پنځه دیرش کاله وړاندې، طالب جان د ټولنې یو بیل کرکټر و، چې نه یوازې ګل بشرې بلکه ټول اولس ورسره مینه کوله. لیکوالې هماغه طالب جان د خپل ناول اتل ګرځولی دی خو دا اتل یې د اوسنیو طالبانو په منځ کې او د هغوی په لیکه کې دی. لیکوالې هڅه کړې ده چې د اوسنیو طالبانو په منځ کې هم هغه د پښتنو د ټولنې پخوانی مینه ناک طالب جان خوندي وساتي. 

وږمه د لوګر ده او په کور کې یې ژبه کوچیانۍ ده، چې په دې ناول کې یې لوستونکي خامخا احساسولی شي. کیسه هم د لوګر ولایت په یو کلي کې انځورشوې چیرته چې طالب جان د خپلې کونډې مور او پیغلې خور سره ژوند کوي او د طالب قوماندان شمالي سره یې ټوپک په اوږو کړی دی. طالب جان چې خپلې معشوقې ته یو چرګ نه شي حلالولی، قوماندان شمالي یې د حکومتي عسکرو پسې استوي، داچې مخکې څه پېښیږي، دابه نو زه درته نه وایمه، خو ډیره جالبه کیسه مخې ته راځي.‌

د وږمې طالب جان مینه هم کوي، د کلي یوې ښاپيرۍ یې پر زړه منګولې ښخې کړي دي او سم یې لیونی کړی دی. طالب جان د خپلې مینې په یاد د ناول د یو بل کرکټر، د ملا لعل ګل په شعرونو زړه ته تسلي ورکوي. وروسته طالب جان ټوپک له اوږ کوزوي او د ولایتي شورا لپاره ځان کاندیدوي او په دې لاره کې ملا لعل ګل دهغه هڅونکی وي. قوماندان شمالي هم د طالب جان د لارې دیوال نه جوړیږي، بلکه مرسته یې هم کوي. دا چې ولې ؟ دابه په کیسه کې ولولئ. د غرونو طالب جان څنګه خپل کمپاین کوي ؟ او بریالي توب ترلاسه کوي او که نه ؟‌ دا به هم په لوستونکیو پریږدو. خو دومره ویلی شم چې د لیکوالې د نورو ناولونو بنګړیواله، جنت کوټ، جنجال او د مینې کیسه ۲۰۱۵ په څیر دا ناول هم یو ځانګړی خوند او رنګ لري او د لوستلو وروسته به یې د مایوسۍ سره نه مخ کیږئ. 

هغه دوستان چې په ګران افغانستان کې دي، طالب جان د مومند کتابخانې او د افغانستان د ټولو لویو کتابخانو څخه ترلاسه کولی شي. او هغه دوستان چې زموږ په څېر مساپر دي، د هغوی لپاره به څه وخت پس د کتاب د ( آن لاین ) خپرولو کوشش هم وکړو. رښتیا مننه چې د خپل ژوند د مصروفو شیبو نه مو څو ددې لیکنې لوستلو ته ځانګړې کړې، دعا کوئ چې زه تمبل هم د ښه نثر او په ځانګړي ډول د کیسو او ناولونو د لیکلو توان او ظرفیت پیدا کړم. 

نجیب عامر 

نومبر ۲۹ کال ۲۰۱۴
پراګ

- نجیب عامر
بېرته شاته