(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګونداعلاميه

[08.Feb.2007 - 23:48]
Aziz Sarshar
Press and Information Secretary of PSDP
Westring 28
50389 Wesseling, Germany
Tel.:02236/948007
08 February 2007 جرمنى :

د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګونداعلاميه
د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند (PSDP ــ Pashtoons Social Democratic Party) د پښتنو د ملی ازادۍ دعدم تشدد د غورځنګ يوه برخه ده چې په 1929ع کال کې د انګريزی ښکيلاک په ضد د باچا خان « فخر افغان » په مشرۍ منځ ته راغلی دی . پښتانه چې په اوسنی وخت کې 50 ميلونه اټکل کيږی د نړۍ په لرغونو قامونو کې شميرل کيږي او د يوه بډای او موړ کلتور خاوندان دی چې پښتونولی نوميږی . پښتونولی د جرګو يو ولسوليز سيستم دی چې بنسټ ئې په پښتو ولاړ دی ، پښتو يوازی د پښتنو ژبه نده بلکی د يو لړ صفتونو مجموعه ده لکه پت ، ښيګړه ، ميړانه ، توره ، ورور ولی ، ننګ او داسی نور... چې هر پښتون ئې که موړ وی او که غريب بايده دی چې ولری. پښتو د ټولو پښتنو ګډه ښکلا ده نو ځکه پښتون نيکه خوشحال خان بابا وائی :
درست پښتون له قندهاره تر اټکه سره يو د ننګ په کار پټ او اشکار
د جرګو سيستم چې د پښتونولۍ بنسټ جوړ وی او اوس په مونږ کې رواج دی د هډی ټولنو محصول دی چې لس زره کاله د مخه اټکل کيږي دا ددی مانا لری چې پښتون قوم لس زره کاله د مخه موجود ؤ .پښتنو پدى خپل اوږد تاریخ کې ډیری سړی او تودی ليدلی دی خو تل ئې خپل ملی او قامی هويت ساتلی دی . په1893 ع کال کې پيرنګيانو ددی هڅه وکړه چې د ډيورنډ د کرغيړنی کرښی پواسطه په مصنوعی توګه پښتانه په برخو وويشی خو پښتانه چې نه يوازی ګډ تاریخ ، ګډه ژبه ، او ګډ کلتور لری بلکی جغرافيائی وحدت هم جوړوی . دغه کرښه په عمل کې نده مراعت کړی او بې له پاسپورته يو د بل سره تګ راتګ لری . څنګه چې د هند د نيمی وچی څخه د پيرنګيانو په وتلو سره د ډيورنډ تړون د ولسونو د حقوقو له مخی په اوتوماتيکه توګه د اعتباره لويدلی و ځکه چې په کومه موخه چې دغه تړون منځ ته راغلی وو هغه موخه له منځه تللی وه ، نو د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند په1993 ع کال د نوامبر په دولسمه نیټه دغه تړون چې هډو د اعتبار موده پکې نده ليکل شوی په رسمی توګه د تل لپاره لغوه اعلان کړ او د ردی کاغذونو ټوکرۍ ته ئې وغورځاوه اود نوامبر دولسمه نېټه ئې د پښتنو د يووالى د ورځى په نامه ونوموله، او هر کال د پښتنو د يووالى ورځ په مختلفو بڼو کې لمانځى. د نړيوالو خبرى رسنيو په وينا د پاکستان اوسنى واکداران د ډيورند تش په نامه پوله باندى د اغزن تار لګولو او د ماينونو ښخولو ګواښونه کوى ، همدا راز د افغانستان په حکومت کې هم ځنى ډلى، کړۍ او اشخاص د پښتنو د قامى وحدت په لاره کې د خنډونو راپیدا کولو هڅه کوى چی مونږ یی په کلکه سره غندو. افغانستان د ورونو قومونوګډ کور دى او پښتون ډيره کى قام او مشر ورور دى نو پکار ده چې د افغانستان ورونه قومونه د پښتنو دقامى وحدت ملاتړ وکړى. پښتانه چې يو وجود دى د اغزن تار او ماينونو ښخولو په ناکامه هڅه نه شى بيلیدلى. که د افغانستان او پاکستان حکومتونو نه غواړى چې په سيمه کې امن او سوکالی وى نو د پښتنو د يووالى لپاره دى کوټلى ګامونه واخلى . مونږ د افغانستان په اوسنى حکومت کی د هغه پښتنو څخه چې د پښتنو د حق تر نامه لاندى د پښتنو برخه خوری او په دولتى کورسیو ناست دى په کلکه غوښتنه کوو چې د پښتنو د حقوقو دفاع وکړى او پښتو چې د هيواد د ډیره کى قام ژبه ده د ښونى، روزنى او د فتر ژبه کړى پښتو وکړی او په زغرده پښتو ووائى ، پښتو وليکى تر څو د پښتو حق ادا او خپله زمه وارى تر سره کړى. د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند د ټولو پښتنو / افغانانو د پوهانو ، سياستوالو ، اديبانو ، شاعرانو ، ليکوالانو، ټولنيزو، ملى ، ولسی او دولتى سړيتوبونو ( شخصيتونو ) څخه غوښتنه کوى چې خپلى ژبې پښتو د ودى او پر مخ تګ لپاره کار وکړى چې نه يوازى پښتو ژبه مخ په وړاندى لاړه شى بلکه د پښتنو د قامى وحدت عزم پیاوړى شى . قامى وحدت زمونږ فطرى اوقانونى حق دى . پښتانه په سيمه کې يو ستر ځواک دى ، سيمى ته ثبات او امنيت بخښى، پغير د پښتنو د قامى وحدت، سولی او ارامۍ څخه په دغه سیمه کې امن او سوکالى نه شى راتللى نو د پښتنو ټولنيز ولسوګوند د نړۍ د سوله غوښتونکو او ډيموکراټيکو هيوادونو او ځواکونو څخه په کلکه غوښتنه کوى چې د پښتنو په بيا يووالى کې مرسته وکړى. د پښتنو يووالى په سيمه کې د امن او ثبات ځامن دى.

تاريخپوه على خان محسود د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند سرپرست خپرونکى: د PSDPد خپرونو چارو مشر عزيز سرشار - د پښتونخوا خبريال
بېرته شاته