(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پاکستان يو ملت نه، د پينځو قومونو يو فيدراسيون دى

[13.Nov.2014 - 20:34]

 13.11.2014: راپور: بارکوال میاخېل، کوټه

د پښتونخوا ګوند مشرانو په بلوچستان پوهنتون کې د تعليم په اړه يوې غونډې ته ويلي، چې پاکستان يو ملت نه، يو فيډراسيون دى او که څوک نوى پاکستان غواړي، نوى اساسي قانون به يې جوړېږي، چې پکې مېشتو ملتونو ته به قومي ايالتونه «صوبې» او پخپلو ژبو د تعليم حق ورکول کېږي. دوى ويلي، چې پاکستان اوس هم د افغانستان په شمول په څنګلورو هېوادونو کې لاسوهنه کوي، نړۍ يې بايد مخنيوى وکړي.

د پښتونخوا ګوند د زده کوونکيو سازمان (پي ايس او) هغو پښتنو محصلينو ته د هرکلي غونډه جوړه کړې وه، چې سږ کال په بلوچستان پوهنتون کې شامل شوي دي. په غونډه کې سلګونو ځوانانو او پېغلو ګډون کړى وو. د محصلينو د سازمان مشر سيف الله وويل، چې پښتانه ځوانان له تعليم سره مينه لري، خو په بېلابېلو سازشونو دوى له زدکړو لرې ساتل کېږي:

"زموږ ښوونځي، کالجونه او پوهنتونونه نړوي، زموږ بچي يې په ښوونځيو کې شهيدان کړي دي، خلک اوس هم غواړي، چې د پښتانه قام بچي تل تر تله غلامان وي، تل دې د نورو لپاره پراټې پخوي او د نورو څپلۍ او ګوټونه دي پالشوي او له علمه دې لرې وي"

د بلوچستان د اطلاعاتو ايالتي وزير عبدالرحيم زيارتوال وويل، نور به څوک د پوځ او استخباراتو په مرسته پارلمان ته لاړ نشي او نه به د ولسونو له ژونده سره لوبې وکړي. زيارتوال وويل، نور به هغه ډلې پرې نږدو، چې د نورو استعماري تګلارې د پښتنو په خاوره کې عملي کړي او دا خاوره له بربادۍ سره مخامخ کړي:

"نن هم زموږ د علم په لاره کې خنډونه دي، زموږ غوښتنه دا ده، چې خور به په غوجل کې نه وي، ورور به په روزانه او مزدوري کې نه وي، په عزتمنه توګه به زموږ خويندو، ميندو او وروڼو ته د علم ټولې دروازې خلاسې وي، که موږ اخلاص وکړو او خپل مرام په ولوله سره ټينګ کړو، هغه سړى به په پښتني ټولنه کې جرئت ونه کړي، چې د علم په لاره کې خنډ وي"

د بلوچستان د پوهنې وزارت د سروې له مخې په بلوچستان کې شاوخوا دوه نيم ميليونه ماشومان له زدکړو بې برخې دي او يواځې ١.٣ ميليونه ماشومان زدکړې کوي، چې هغوى ته حکومت له لومړي تر لسم ټولګي وړيا زدکړې ورکوي. د پښتونخوا ګوند صوبایي مشر عثمان خان کاکړ وويل، ماشومانو ته يواځې کتابونه، بايد ټولې تعليمي اسانتياوې برابرې شي:

"دا درواغ دي چې د پاکستان د مرکز واکمن يې وايي، چې موږ هر بچې ته تر لسمه وړيا تعليم ورکوو، کتاب ورکول مفت تعليم نه دى، مفت تعليم څه ته وايي، هاسټل [ليليه] به ورکوې، ډوډۍ به ورکوې، کتاب به ورکوې، د تګ راتګ بسونه به وړيا ورکوې، له لومړي ټولګي تر پوهنتونه به دا ټولې اسانتياوې ورکوې. موږ د دې ضمانت کوو، نړۍ دي دوه- درې سوه ميليارده روپۍ مرسته وکړي، له موږه دي د دغو ستونځو د حل نتيجه وغواړي"

د بلوچستان ايالتي وزير نواب اياز خان جوګيزي وويل، په تېرې ايالتي حکومتونو کې پراخ اداري فساد او رشوتونو د خلکو ژوند له بربادۍ سره مخامخ کړى دى، وايي د دې ايالت خلک شاوخوا اتيا فيصده عوايد اوس هم له مالدارۍ او کرهنې تر لاسه کوي، خو د وچکالۍ له امله خلکو کډې کړي او ځوانان يې د بېروزګارۍ له امله د وسلوالو ملګري شوي دي:

"زموږ په ټول وطن کې مالداري يا کرهنه ده، هغه له داسې حالت سره مخامخ دي، چې کروندګر ونې رېبي، کاږي يې، بلې خواته د انسانانو شمېر ورځ په ورځ زياتېږي، د ژوند اړتياوې زياتېږي، ګراني له اسمان سره خبرې کوي، نو زموږ دغه نوى نسل ماشومان چې رالويېږي، له دوى به څه جوړېږي؟ طالبان به ځنې جوړېږي، داعش به جوړېږي، قاتلان، ډاکوګان او نشه يان به ځینې جوړېږي"

د پښتونخوا ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وايي، پاکستان يو ملت نه، يو فيدراسيون دى، وايي که څوک نوى پاکستان غواړي، اساسي قانون به يې له نوې سره جوړېږي، چې له مخې به يې بهرنۍ پاليسي د پارلمان او مشرانو جرګې په واک کې وي او قومونه بر پر خپلو وسايلو واکمن وي:

"پاکستان يو فيډرېشن دى، يو قوم يې موږ نه منو، پاکستان پښتون، بلوڅ، سيندى، سرايکى او پنجابى دى، نوى پاکستان به يو استعماري مملکت نه وي، د خير- ښېګړې يو مملکت به وي، قومونه به برابر وي، د نوي پاکستان مانا دا ده، چې نوى آيين [اساسي قانون] به جوړېږي، نوى اجتماعي قرارداد به کېږي، چې په هغه کې به پښتو، بلوڅي، سيندي، سرايکي او پنجابي د اساسي قانون برخه وي، زموږ قومي وحدت افغانيه، پښتونخوا يا پښتونستان به د اساسي قانون برخه وي، زموږ پر وسايلو به پينځوس فيصده نه، سل فيصده به زموږ واک وي"

عثمان کاکړ ادعا وکړه، چې پاکستان اوس هم ترهګرۍ ته وده ورکوي، وايي نړيوال بايد پاکستان تر خپلې څارنې لاندې ونيسي او دې ته يې اړ کړي، چې په بشپړه توګه ترهګري وځپي او د ترهګرو له سره به لاس اخلي:

"د لاهور واکمنې طبقې او د دې ملک استخباراتي ادارې په ټولو څنګلوريو هېوادونو کې لاسوهنه کوي، د دوى د لاسوهنې سزا دلته موږ پښتنو ته راکول کېږي، موږ په ښکاره وايو چې دوى په افغانستان کې ډېره ښکاره لاسوهنه روانه کړې ده. نن يې ډېره لويه تياري روانه کړې ده، په شمالي وزيرستان کې عمليات د دې لپاره کېږي، چې بد ترهګري وځپي او ښه ترهګري وساتي، سيمه ورته خلاسه کړي، د دوى مرستې ورسره وي او تر ديسمبر وروسته په بشپړ ډول پر افغانستان حملې پيل کړي، خو دا اوس هغه پخوانى وخت او پخوانى افغانستان نه دى"

ټاکل شوې ده، چې د را روان ٢٠١٥م کال په لومړيو مياشتو کې په پاکستان کې سرشمېرنه وشي، پښتونخوا ملي عوامي ګوند د ١٩٩٨م کال له سرشمېرنې بايکاټ اعلان کړى وو، ځکه چې وايي پښتانه په بلوچستان کې له بلوڅانو سره نيم په نيمه دي، خو په هغه سرشمېرنه کې لږ ښوول شوي وو. د پښتونخوا ګوند مشرانو وويل، چې راتلونکې سرشمېرنه که د ملګرو ملتونو تر نظارت لاندې وي او که د پاکستان د خپلو ادارو تر نظارت لاندې، خو چې په روښانه او شفاف ډول وشي، دوى يې منلو ته تيار دي.

بلخوا د مشال راډیو داحمدالله دپور له مخې د پښتونخوا ولسي غورځنګ مرکزي ناظم ډاکټر سيد عالم مسود وايي چې د ترهګرۍ په نامه چې پاکستان ته اوو نيم زره اربه روپۍ ورکړل شوې دي نو له هغو پیسو څخه قبايلو او خېبر پښتونخوا ته خپله برخه نه ده ورکړل شوېچې  نړۍوالې مرستندويه ادارې او ګڼ نور بهرني هېوادونه به له شمالي وزیرستان د ضرب عضب عملیاتو له لاسه د بې کوره کړل شوو کډوالو بيا پرځای کولو لپاره ٧٠ کروړه ډالره مرسته ورکوي.

د خزانې وزارت يو چارواکي امتياز حسېن مشال راډيو ته وويل چې د ګل پر ورځ د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اسحاق ډار په مشرۍ کې يو نړۍوال مرستندویه کانفرنس وشو چې پکې د نړۍوال بانک، اسيايي پرمختیايي بانک، ډي اېف ای ډي او د نورو نړۍوالو مرستندويه ادارو او هېوادونو استازوګډون وکړ.

نوموړي وويل، چې د افتونو نظم قامي ادارې «اېن ډي اېم اې» مشر مېجر جنرل ر محمد سعيد عليم په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب پوځي عملیاتو له کبله د بې کوره کړل شوو کډوالو پر ستونزو او په پاکستان کې د سېلاو ځپلو پر ستونزو د کنفرانس برخوالو ته خپل تفصيلې څرګندونې وکړې، او یې ويل چې د ضرب عضب عملیاتو پر مهال طالب وسله والو د خلکو کورونه د مورچو په توګه استعمال کړي دي چې له وجې په شمالي وزيرستان کې کورونو، بازارونو، سکولونو، هسپتالونو او سړکونو ته زښته لوی زيان رسېدلی دی.

د خزانې وزارت لخوا جاري شوې يوې اعلاميې کې راغلي دي چې په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب پوځي عملیاتو له لاسه د بې کوره کړل شوو خلکو خپلو سیمو ته ستنولو او د سېلاو ځپلو بیا پر ځای کولو لپاره حکومت ته په ابتدايي توګه يو نيم اربه ډالره پکار دي.

مشال راډيو چې کله د دې کنفرانس په باب له سیاستوالو او کارپوهانو سره خبرې وکړي نو د پښتونخوا ولسي غورځنګ مرکزي ناظم ډاکټر سيد عالم مسود وايي چې د ترهګرۍ په نامه چې پاکستان تهاوو نيم زره اربه روپۍ ورکړل شوې دي نو له هغو پیسو څخه قبايلو او خېبر پښتونخوا ته خپله برخه نه ده ورکړل شوې. په داسې قسمه کنفرانسونو کې دوی د قبايلي ولس پر سر پيسې راغونډوي خو بيا يې په خپلمنځ کې وويشي، لکه په تېرو پيسو کې دوی یو زر اربه روپۍ پوځ ته ورکړې او يوولس سوه اربه روپو کې څه ملکي بجټ ته واړول شوې او نورې يې بیا لوړو زدکړو،بېنظير انکم سپورټ پروګرام، په پنجاب کې پر سېلاو ځپلو او همداسې پر نورو پروګرامونو يې ولګولې.

نوموړي زياته کړه چې زموږ د ټولو دا زمه واري جوړېږي چې موږ دغه فنډونو ښکاره کړو د دې اصلي استعمال ښکاره کړو او خپل ولس پرې خبر کړو

د سياسي چارو کارپوه سليم احمد وايي چې په تېرو وختونو کې هم داسې قسمه بسپنه ورکوونکي »ډونرز« کنفرانسونه شوي دي چې پکې پاکستان ته په اربونو ډالره ورکړل شوي و خو له بده مرغهپه هغو مرستوکې لکونه ډالره هم د اغېزمنو خلکو پر بیا رغولو او بحالۍ خرچ نکړل شول. او د هغې وجه دا ده چې په امدادي پيسو کې ځینې په کميشنونو کې ورکړل شي او نورې د خپلځان لپاره وکاروي نو ځکه يې ګټه اغېزمنو خلکو ته نه رسېږي

ياده دې وي چې سږ کال په شمالي وزيرستان کې د پاکستانیو پوځي عملیاتو له وجې تر ٥٠ زرو زياتو کورنیوخوندي سیمو ته کډې وړې او دغه ډول په ملک کې د سيلاب له لاسه نژدې ٣٠ لاکهوګړي اغېزمن شوي دي.

- مشال
بېرته شاته