(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پېښور: دموسېقۍ د زده کړې اکاډمي پرانستل شوه

[04.Nov.2014 - 17:21]

04.11.2014: د  پښتونخوا په مرکز پېښور کې په دې ووروستيو کې د موسيقۍ د زده کړو د يوه مرکز او تر څنګ يې د پښتو سندرو ثبتولو لپاره د يوه سټوديو پرانېسته وشوه.

د پښتو ژبې دوو تنو پېژندل شويو سندرغاړو ګلزار عالم او ګوهر جان په ګډه دغه اکيډمي او سټوډيو جوړ کړي او وايي چې له دغه لارې غواړي پښتو موسيقۍ ته خدمت وکړي.

ګلزار عالم وايي، د پېښور او شاوخوا هغه هلکان او نجونې چې له موسيقۍ سره علاقه لري، کولی شي چې د ده په اکيډمۍ کې د موسيقۍ باقاعده زده کړې وکړي.

((ځينې خلک غواړي چې سندرې ويل زده کړي او ځينې نور بيا غواړي چې د موسيقۍ بېلا بېل الات، لکه هارمونيم، رباب، طبله او داسې نور زده کړي. موږ د دوی لپاره درې مياشتني کورسونه لرو او چې يو شاګرد درې کورسونه پوره کړي نو سرټيفيکيټ به ورته ورکوو. شاګردانو ته به د موسيقۍ تيوريانې ورښيوو او هغه به په عملي بڼه هم ورزده کوو. دغه راز وخت په وخت به د لاهور يا د ملک د نورو برخو نه وتلي هنرمندان هم راغواړو چې زموږ د اکيډمۍ شاګردانو ته پر موسيقۍ ليکچرونه ورکړي.))

ګلزار عالم زياتوي، سټوډيو يې بيا په دې غرض جوړه کړې چې ثابته کړي چې د پښتو معياري شعر د موسيقۍ له عصري الاتو او سازونو سره ويل کېدل شونې دي.

(( خلکو فکر کاوه چې ګنې له نوي ميوزک سره يوازې دا سندرې چې جينۍ لاړه او جينۍ راغله، او يا هغه نور واهيات چې موږ يې په پښتو سندرو کې اورو، ويل کېدای شي. خو زما دا خيال دی چې له نوې موسيقۍ سره، لکه چې نصرت فتح عليخان کړي وو، چې ښه او معياري شعر يې له غربي سازونو سره وويلو، او چې البوم يې راغلو نو په ټوله دنيا کې مشهور شو، نو موږ هم دغه کار کولای شو. د اکيډمۍ او ورسره د سټوډيو له جوړولو زموږ هدف همدا و چې هغه ځوانان چې د پښتو موسيقۍ په ډګر کې کار کول وغواړي، يوه ښه لار ورته وښودل شي.))

د خيبر پښتونخوا د صوابۍ ضلعې يو پېژندل شوی ليکوال او د ټولنيزو چارو پوه نورالامين يوسفزی، چې په پېښور کې د موسيقۍ د زده کړو د مرکز د پرانېستې په غونډه کې يې ګدون درلود، د ګلزار عالم او د ملګرو يې دغه کار ستايي او وايي چې د پښتو موسيقۍ د سوچه او سپېڅليو اهنګونه له نوې او ماډرنې موسيقۍ سره د يو ځای کولو چارو ته بايد ډېره پاملرنه وشي. د نوموړي په خبره، د دې لپاره چې پښتانه ځوانان له افراطي مفکورو او کړنو لرې وساتل شي، ډېره ضروري ده چې د پښتو معياري او د يوه ښه ژوندانه له پيغامه ډکه موسيقي ورته واورول شي.

(( که موږ د پښتو موسيقۍ داسې يوه اداره ولرو چې وکولای شي پښتو موسيقي د ماضي نه راواخلي او د حال پر لاره يې مستقبل ته بوځي، يانې د هغې جرړې هم وي په خپله خاوره کې، نو دا به مو يوه لويه ګټه کړي وي. او دا په موږ کې چې کوم بنجروالی راغلی دی او يا مو په ټولنه کې کومه سخت دريځي راغلې ده، نو دغه څيزونه به يوازې او يوازې په همدې کلتوري سرګرميو له مينځه ځي. چې موږ خپلو ځوانانو ته داسې شاعري له داسې موسيقۍ سره واوروو چې هغوی هم خوند ترې واخلي او هم په هغو کې قامي بيداري، په تېره انسانيت پيدا کړي.))

د کلتوري چارو پښتانه پوهان وايي، د پښتو موسيقۍ د ودې په برخه کې د پېښور مېشته هنرمندانو له کارونو سره که د خيبر پښتونخوا حکومت هم خپلې مرستې ملګرې کړي، نو موثريت به يې ډېر وي.

- هارون باچا
بېرته شاته