(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتانه ترهګر نه بلکې انسان دوستي او مېلمه پالي دي

[04.Nov.2014 - 17:17]

محمود خان اڅکزی 

04.11.2014:د بریتانییا د لوړو زدکړو یو نړۍوال پوهنتون اکسفورډ سلګونه کلن تاریخ لري، چې پکې د نړۍ له لره بره تکړه او ځیرکو ته د لوړو زده کړو لپاره داخله ورکول کېږي. د دغه پوهنتون زده کوونکو ټولنه هرکال غونډې او سیمینارونه کوي چې ورته له نړۍ وتلې سیاسي، اقتصادي، ساینسي او ټولنیزې څهرې د ویناګانو او خپل دریځ بیانولو لپاره وربولي، خو دا ځل د نومبر پر درېمه نېټه د دوشنبې ورځ د اکسفورډ پاکستان زده کوونکو ټولنې مشرانو فراز جانان خټک او رفیع الله کاکړ د پښتنو یو وتلی سیاستوال، د پاکستان قامي اسمبلۍ غړی او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وربللی وو.

د اکسفورډ پوهنتون زده کوونکو ټولنې ته محمود خان اڅکزي په خپله وینا کې د هغوی مننه وکړه چې ده ته یې د خپل دریځ بیانولو موقع ورکړه. نوموړي وویل چې دی به خپل دریځ له درو پلوو په ډاګه کړي:
«لومړی زه یو پښتون یم، یو مسلمان یم او په پاکستان کې اوسېږم. خو تر ټولو مخکې زه پښتون افغان یم، او موږ خپل دودونه لرو. نړۍ یې زموږ د دغه دودونو په باب ختا اېستلې ده. چې موږ ږیرې پرېښې دي، برېتونه مو خرئیلي دي او موږ ترهګر یو، موږ د خلکو مرۍ پرېکوو. زه د پښتانه ولس او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په استازیتوب دغه دروغژن نظر په کلکه ردوم. ترهګري خو ګرسره له موږ شوې ده، موږ تل خپله دفاع کړې ده. د خپلې خاورې دفاع کول ترهګري نه ده بلکې د ویاړ خبره ده. له موږ سره لومړۍ ترهګري سکندر یوناني کړې ده. بیا چنګېز کړې، بیا مغل کړی ده بیا انګرېزانو کړې ده. نه موږ پخوا ترهګر، فرقه پالي، یا بنسټپالي اوسېدلي یو نه نن یو. دلته ناست تاریخپوهان د داسې هېڅ یوه کتاب حواله نشي ورکولی چې پښتون افغان دې ترهګر یا فرقه پالی اوسېدلی وي. زه د چارلس میسن، فریزر ټیټلر او موهن لال په ګډون د لسګونو کتابونو حواله درکولی شم چې پښتانه د مېلمه پالي، او انسان دوستو په نامه یادېږي. یهود هم دا خبره مني، عیسویان یې هم مني او هندوان یې هم مني چې پښتون افغان نه فرقه پرست ، نه بنیاد پرست دی او نه ترهګر دی. د انګرېزانو کښلي کتابو ولولئ، چې په هغو کې دوی په خپله وايي، چې د پښتنو په وطن کې ډوډۍ او استوګنه وړیا یا مفته ملاوېږيتاسی که د هر مذهب، د هر رنګ د هر قام وګړي یاست خو چې د پښتون کلي په یو جومات کې کښېنئ نو یو نه یو کس به هرومرو درته ډوډۍ او بستره راوړي.

هو موږ افغانان یو. نن هم په چارسده کې د پټوارخانې رجسټر خلاص کړئ، د آسفندیار ولي خان په پاڼو کې ووینئ چې پکې لیکل شوي، آسفندیار ولي خان پلار عبدالولي خان قام افغان، د ډېره اسماعیل خان د پنیالې د پټوار خانې ریکارډ وګورئ، مولانا فضل الرحمن پلار مولانا مفتي محمود قام افغان، د تنګي چارسدې د پټوار خانې ریکارډ وګورئ. آفتاب احمد خان شېرپاو پلار فلانی او قوم افغان. موږ پرون هم افغان ول او نن هم افغانان یو.
 پېښور د افغانستان ژمنۍ پلازمېنه وه. لومړي انګرېز سفیر الفېنسټن خپل دستاویزات افغان بادشاه شاه شجاع ته وړاندې کړي ول.

دویمه خبره:
هر چا د ترهه ګرۍ یوه خپله تیوري او نظریه جوړه کړې ده. خو ریښتیا دا دي چې کله روسان افغانستان ته ننوتل، نو بریتانیا، امریکا چې عیسوي مذهبي دي، جاپان بده مت مذهبی دی، د عرب، عجم مسلمانان، ان دا چې کمیونسټ چین هم د دغې مقدسې جګړې په نامه یوشول او یو ځای یې ورودانګل او د دغه مقدسې جګړې لپاره چې به څومره پیسه او وسله راتله، هغه به د پاکستان استخباراتي ادارې ای اېس ای په لاسونو وېشل کېدله. او بله دا چې د دې ټولو عملیاتو څارنه ای اېس ای ته سپارل شوې وه.
 د انور سادات د وژنې په تور سزا شوی ایمن الظواهري د مصر په یوه زندان کې د غرغره کېدو یا پهانسۍ په انتظار و، خو هغه یې هم راخوشې کړ او مقدسې جګړې ته یې راوړ.
د پاکستان استخباراتو یوه جګپوړی چارواکي کرنل امام د پاکستان په یوه شخصي ټیلیویژن کې په خپله دا منلې وه چې د دوی هېواد ۹۰ زره کسانو ته خطرناکه جنګي روزنه ورکړه او افغانستان ته یې داخل کړل. خو چې کله روسان له افغانستانه یوې ډډې ته شول، نو امریکا او د هغې مقدسې جګړې ملګرو زخمي او ټکر ټکر شلېدلی افغانستان لاوارثه پرېښود او پر بله خوا ترې ولاړل. دا زموږ د پښتنو افغانانو پر تاس پور دی چې افغانستان تاسو وران کړی دی، او د دې بربادۍ په نتیجه کې ترهګري راټوکېدل یو فطري عمل و. او بیا چې کله پر توره بوړه بمباري وشوله، نو له سره اوره تېښته او په ګاونډ کې سرپناه د هر ژوندي وګړي حق دی. خو له وزیرستانه تر باجوړه دغه خلک چا دومره زورور کړل چې پیاوړي جنګیالي پښتانه یې تر پښو لاندې کړل، یو بهرنی مساپر بې د چا له مرسته هېڅکله د یوه پښتانه پر کور قبضه نشي کولی.
موږ مسلمانان یو، موږ ټول د بي بي حوا او حضرت آدم علیہ سلام اولاد یو۔ امنت باللہ وکتبہ، موږ د قران په ګډون د ټولو خداوندي کتابونو منونکي وی۔ موږ داسې مسلمانان یو چې د یو انسان بې ګناه وژنه د ټول انسانیت وژنه بولو. د یو انسان ژوند ژغورنه د ټول انسانیت ژغورنې برابر ګڼو.
محمودخان اڅکزي ناستو خلکو ته ووئیل له هغې ورځې وېرېږئ چې زموږ سپېڅلی دین اسلام د مذهب په حیث یو ترهګر مذهب وګرځول شي. دا به ډېره بده او د خواښینۍ خبره وي. ده بلنه ورکړه چې د ولیم پولک نامتو کتاب
A History of Insurgency, Terrorism and Guerrilla War from the American Revolution to Iraq
ولولئ . محمودخان اڅکزي د دې کتاب په هکله ووئیل چې دا کتاب په ډېرو مهمو عنواناتو ژغا کوي چې مهم په کې دا دي.
The American Insurgency
The Spanish Guerrilla against the French.
The Philippine Insurrection
The Irish Struggle for Independence
Teto and the Yugoslav Partisan
The Greek resistance
Kenya and the Mau Mau
The Algerian War of National Independence
The Vietnamese Struggle against the French
America takes over from France in Vietnam
The Afghan resistance to British and Russians

محمود خان اڅکزي په خپله وینا کې زیاته کړه چې، «موږ له هېڅ انسان سره د رنګ، توکم. ژبې، مذهب یا د سیمې پر بنسټ د خپلې دوستۍ او دښمنۍ فیصله نه کوو. موږ قرآن پاک، تورات، زبور او انجیل سپېځلي ګڼو.
درېیمه خبره د پاکستان ده، موږ پاکستان د پښتنو، بلوڅانو، سرایکانو، سیندیانو او پنجابیانو یو فیډرېشن ګڼو. موږ پر خپلو وسایلو د خپل واک او اختیار خبره کوو. موږ پښتانه پر خپل قامي وحدت چې خېبر پښتونخوا، بریټش بلوچستان «جنوبي پښتونخوا» اټک او میاوالي په ګډون ټولې پښتني سیمې پکې راځي پوره باور لروموږ د هېچا پر یوه انچ ځمکه قبضه کول نه غواړو، خو د خپلې خاورې د یوکېدو غوښتنه کوو. موږ چې ځان ته څه غواړو هغه د بلوڅانوو سیندیانو او سرایکیانو لپاره هم غواړو.
موږ په پاکستان کې نه پخوا یو پوځي ډیکټاټور منلی دی او نه به یې په راتلونکې کې ومنو. زما پلار د جمهوریت پالنې په جرم کې ۲۰ کاله د پاکستان په زندانونو کې تېر کړل. موږ پر ولسواکي «جمهوریت» باور لرو. موږ په پاکستان کې د ایین، قانون او پارلمان پر برلاسیتوب باور لرو. او د دې لپاره زموږ ګوندي غړو سرښیندنې کړې. موږ د پاکستان مدني ټولنې، قضاییه او پارلمان پر لومړي ځل پیاوړې وینو. موږ د هر هغه قوت ملګري یو چې د پارلمان، ایین او جمهوریت ملګري دي.

د محمود خان اڅکزي له وینا وروسته د اکسفورپوهنتون زدهکوونکو له نوموړي پوښتنې کولې او هغه ځوابولې، د یوې پوښتنې په ځواب کې محمودخان ووئیل . موږ په پاکستان کې خلک په دی وژني چې موږ پښتانه یو. سړی د اسفندیار ولي خان په کور ورننوتلو او ځان یې والوزولو موږ ته تر ننه چا د دې برید ذمه وار په ګوته نه کړل، په افتاب احمد خان شیرپاو درې وارې بریدونه وشولو، په لسګونو بې ګناه پښتانه ووژل شول، موږ ته تر ننه چا ذمه وار په ګوته نه کړل، په محترم مولانا فضل الرحمان درې وارې بریدونه وشول، تر ننه موږ ته چا د برید ذمه وار کسان ښکاره نه کړل. که چېرې د پاکستان استخبارات د دې بریدونو څخه ناخبره دی نو دا د دوی په صلاحیت شک پیدا کوي چې خطرناکه خبره ده او که چېرې دوی خبر دي او موږ ته نه وايي، نو دا بیا د دوی په نیت شک پخوي چې دا بیا تر ټولو ډېره خطرناکه خبره ده.

محمودخان اڅکزي د خوشال بابا دا شعر ووئیلو چې
په نوم پښتون غوڅېږي پرې خوښیږي
اورنګزیب داسې باچا دی د اسلام
له موږ سره خلک د مسلمانۍ په نوم جبر او ظلم کوي چې دا په هېڅ صورت نه د منلو  او نه د زغملو دی.

دا راپور په لندن کې مېشت د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یو فعاله غړي فایق یوسفزي او له هغه سره د لندن اکسفورډ بوهنتون پاکستان زده کوونکو ټولنې مشرانو فراز جانان او رفیع الله کاکړ په همکارۍ ترتیب شوی دی.

- مشال
بېرته شاته