(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتونه پاڅه خپل عزت وګټه

[04.Nov.2014 - 08:37]

درنو لوستونکو!
تاسوبه دبرېښنايي پاڼوپه مخ لوستي وي، چې د والمارټ په نوم امریکايي شرکت د توکم پالنې له مخې د نړۍ په مخ دهغه باتور قام سپکاوی کړی دی، چې دتاریخ په اوږدو کې یې هریرغلګرپه ګانډو کړی اود عدالت دتامینولو په موخه یې ترډهلي او اصفحانه پورې خپله غیرتي توره شرنګولې ده.
دادخوشال اوابدالي هغه توریالی قام دی، چې نه یوازې د شتمنې اسیاپه منځ کې یې د زړه په شان رګ رګ ته وینه اوخوڅښت رسولی او رسوي یې، بلکې ددې قام د درنوسرښندنو له کبله پرونۍ دوه قطبي نړۍ هم په بل مخ راواوښته هغه دانګرېز، چنګېزاوسکندرمقدوني شرموونکې تېښتې هم مه هېروئ.
دقربانیو په دې اغزنه اوتاریخي لارکې نه یوازې ددې باتور قام درناوی ونه شو، بلکې داقام یې کله د خلقي په نوم کله دطالب اوبنسټپال په نوم اوکله دترهګر په نوم وټکاوه.
اخوابه نورڅه نه لیکم خو دحامدکرزي په دیارلس کلنه دوره کې کومه بلا وه چې په دې قام یې ونه غورځوله؟
خو له دې سره سره دمکارغلیم زړه سوړنشو داځل یې داتل پښتون دفرهنګي سپکاوي لپاره د هالووین نمانځنې په پلمه دماشومانو د وېرولو لپاره دپښتون بابا په نوم زموږ له پتمنو پښتني جامو څخه ماسک جوړ او دنوموړي شرکت له هټیو څخه بازار ته وړاندې کړ.
پرون موږ ته خبر راورسېد، چې یادشرکت له دې امله بخښنه غوښتې ده خو موږ ته دا بخښنه بسنه نه کوي ځکه موهمدانن شپه دجرمني دبایرن آیالت له مونشن ښارڅخه د یومهم نوښت له مخې ګډ تلیفوني کنفرانس دایراو په ځینواروپايي هیوادونوکې له یوشمېرمېشتو افغانانو سره داشېبه چې دشپې درۍ بجې کېدونکې دي لاندې پرېکړو ته ورسېدو:
۱ ــ دګران هیواد په دننه اوبهرکې له ټولو فرهنګي ټولنو اوکړیو څخه جدي هیله کوو، چې د والمارټ امریکايي شرکت دا شرموونکی عمل نه یوازې په رسمي ډول محکوم او وغاندي، بلکې دپښـــتون قام دحیثیت جبران دې په لاندې ډول وغواړي:
ــ کومې پیسې، چې دپښتون بابا دجامو دپلورله مخې دوالمارټ شرکت ته رسېدلې هغه باید یو بې پرې سازمان ته تسلیم او هغه سازمان یادې پیسې په افغانستان کې په بې ځایه شووپښتني کورنیولکه د قمبر د څلورلارې په هلمندوالو اویا د ژړۍ په دښته کې په مېشتو پښتنو باندې ووېشي.
ــ دپښتون بابا په نوم جوړې شوې جامې چې لانه دي پلورل شوې اویاد شرکت ورټولې کړې دي هغه هم باید په افغانستان کې یادو بې ځایه شوو پښتني کورنیو ته وسپارل شي څو له یوې خوا په را روان ساړه ژمي کې ورڅخه کارواخستل شي اوله بلې خوابیا کوم بل څوک د دې زړورقام په وړاندې داسې سپین سترګي ونه کړي.
۲ ــ له ټولو فرهنګي ټولنوپه تېره بیا په اروپا کې له ټولو فرهنګي کړیو اوملګرو څخه په درنښت هیله کوو، چې ترخپله وسه له نړیوالو رسنیو څخه ګټه پورته او یاد شرکت پاس ذکرشوي جبران ته مجبور کړي.
۳ ــ دالمارټ شرکت باید دې ته هم مجبور شي، چې داځل د اتل پښتانه جامې له هسکې شملې سره یو ځای په داسې ډول بازار ته وړاندې کړې، چې دخلګو د دلچسپي وړ وګرځي.
۴ ــ له نوي ولسمشرچې پخپله هم پښتني جامې اغوندي غواړو په دې اړونــد له خپلوپلرنیو جامو څخه  ننګه وکړي.
محمدامین بسمل
دتلیفوني کنفرانس دګډونوالو په استازیتوب
دلاندني لینک په کښېباسلو سره له جریان څخه خبرېدلی شئ:
http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/20774

 

- محمدامین بسمل
بېرته شاته