(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ننګرهار: ختیځ ادبي بهیر ۱۱۴ مه غونډه وکړه

[27.Oct.2014 - 20:39]

27.10.2014:  راپور د ابوبکر علیزی 

 خیتځ ادبي بهیر خپله ۱۱۴مه ناسته د ۱۳۹۳ هجري لمریز کال د عقرب یا لړم د میاشتي په (دویمه ) نیټه د میدیوتیک په انګړ کې تر سره کړه.
د ناستې د پیل تلاوت زاهد الله احمد وکه او د دریځ چارې انیس حلیم او حامد غورځنګ مخکې وړلې.
د دې ناستې مشري د ننګرهار د عالي دار العلمین استاد اسرار الحق صناعي کوله، میلمه جمیل الرحمن شمس و او د کوربه په څوکۍ ورسره بختیار ساحل کیناست .
د بهیر د تیرې ناستې ګزارش ابوبکر علیزي ولوست.
ضیاءالدین همت د خبرو کولو لپاره پورته شو، لومړی یې د ویاند لپاره سپارښتنه دا وه چې باید تر نورو ګډونوالو تر مخه بهیر ته راشي.
د ګزارش ستاینه یې وکړه او د ګزارشګر لپاره یې د لابریا هیله او د لا هڅو غوښتنه وکړه.
ضمیراحمد احمدي وویل چې ځنځیري تورو ته دي په ګزارش کې پام وشي، لکه:(( د دي تر څنګ، همدا راز) ) او ځینې نورې جملې دې وکارول شې، په ګزارش کې یې دا جمله چې( په ناسته کې دې ښاغلو هم خپل شعرونه وویل) تکرار یاده کړه، احمدي زیاته کړه د بهیر ګزارشونه تل یو ډول پیل کیږي، نوموړي ویل که کله کله ګزارش د غونډې له منځه پیل شي ښکلی او نوی به وي.
خوایمل مړوند د ضمیراحمدې له دې وړاندېز سره چندان جوړ نه و، هغه ټینګار کولو چې د ادبي ګزارش لیکنې د اصولو له مخې باید د ګزارش په سرکې د غونډې د پیل وخت نېټه او ځای ولیکل شي.
تر ګزارش له خبرو وروسته د توکو د ارزونې په برخه کې ایمل مړوند دا اونې خپل غزل د اروزنې لپاره وړاندې کړ.
سترګې په جیب کې ګرځومه، زړه بهر ساتمه 
د ښکلو ښار کې ځان په دغسې هنر ساتمه 
پر غزل د خبرو پیل ضمیر احمد احمدي وکړ، ویل يې چې سترګې په جیب کې نه بلګې زړه په جیب کې ګرځول کیږي، د خیال له لحاظه هم فرق په کې شته او بیت یې په دې ډول ترمیم کړ.
ګورمه هر خواته هر چاته باندي نظر ساتمه
د ښکلو ښار کې زړه په دغسې هنر ساتمه 
ضیاء الدین همت مل بیا د بیت خیال ښکلي یاد کړ او ویل یې که سترګې وساتل شې، نو زړه هیڅ چیرته هم نه ځي، بیت یې وستایه او له خونده ډکه مطلع یې یاده کړه.
اسرار الحق صناعی زیاته کړه د جیب په ځای که کومه بله کلمه وکارول شې نو د بیت د موسقیت تله به هم درنده شې.
صادق الله صادق ویل چې په بیت کې که له ښکلو تیر شې ځکه هر شاعر ښکلي په خپلو اشعارو کې ډیر کاروی ، او د دویم نیم بیتي ترمیم یې په دې ډول وکړ:
په دغه ښار کې ځان په دغسې هنر ساتمه
دوست محمد دوست ویل چې د جیب کلمه یو نوې خو خوندور ترکیب دي، د دوست په خیره ایمل مړوند محافظه کار دی او ښکلا ته مات سړی نه دی.
جعفرالماس هم د بیت ستاینه وکړه.
وار د غزل لومړي ته ورسید:
په غلطۍ کې د لیوانو ښارته راغلمه خو
څنګه ترې لاړشمه او څنګه به اوس سر ساتمه 
میرحسن خواټول وویل که په لومړي نیم بیتي کې د (راغلمه) په ځای (ننوتم) راشي او (خو) هم په کې له منځه لاړه شې، نو د ښکلا طلا به یې لا نوره هم وځلیږي، او بیت یې په دي ډول ترمیم کړ.
په غلطۍ کې د لیوانو ښار ته ننوتم
څنګه ترې لاړ شمه او څنګه به اوس سر ساتمه
دوست محمد دوست بیا بیت په خپل حال ښکلی یاد کړ، هغه په بیت کې د ( خو کلیمې ) راوړل پر ځای او تړاو لرونکي یاده کړه.
د همت مل په خبره چې په ځینو تورو کې اهنګ پروت وي، او د (ننوتم) په نسبت په (راغلم) کې موسقیت ډېر دی.
صادق الله صادق هم په خو خبرې وکړې، او ویل یې یو تړاوو لرونکې توری دی.
له دي وروسته د غزل په دویم بیت خبري پیل شوي :
د شپې ویریږمه په بندو دیوالونو کې اوس
ځکه پرانستی مې د خپلې ګوټې ور ساتمه
خامد غورځنګ ددې بیت ستاینه وکړه. دوست محمد دوست په خپلو خبرو کې وویل، د کرکتنې اصول وايي هغه وخت په شعر ښې خبرې کېدلی شي چې کرکتونکی يې د شاعر د شخصیت په اړه له ځان سره معلومات ولري. دوست وویل شاعر دا بیت د یو ډول ماشومانه وېرې پر وخت لیکلی دی، چې د لیکونکي د تنهايۍ او یوازیتوب ښکارندويي کوي، هغه په بیت کې د شاعر د دروني احساساتو د پټيدو خبره وکړه او بیت یې ښکلی یاد کړ.
ضیاالدین همت مل ویل چې د کوټې ور یو ښه انځور دي او د انتظار معنی ورکوي.
بختیار ساحل بیا بیت ښه یاد کړ او یادونه یې کوله چې ملګري دې پرې ډیرې خبرې وکړي.
د اسرار الحق صناعي په وینا دا بیت په تنهایۍ کې لیکل شوي خو شاعر له یواځیتوبه ستړی شوی دی، او پیغام یې دادي چې د اجتماعې اړیکو مناسبات دې وساتل شي.
حامد غورځنګ په شعر کې د لحاظاتو راخیستل یو ښه کمال وښوده، په خبره یې په دي بیت کې بیلابیل کرکټرونه شته.
د دوست له قوله، ښه شعر هغه دی چې ډیرې خبرې پرې وشي، هغه بیا هم په خپله خبره ټينګار کاوه چې دا د ماشومتوب ویره ده، چې کله ماشوم کوټې ته ننوځې نو د ویري په خاطر د کوټې دروازه خلاصه پریږدي چې په سخت وخت کې یې غږ تر نورو خلکو ور ورسیږې. 
احمدي زیاته کړه چې ښه شعر هغه دي چې ښه شعریت ولري، او د شعر په اینه کې یې هرڅوک خپل ځان وګوري او خپله خپله معنا ترې واخلي او دغه بیت یې همداسې یو بیت یاد کړ.
وار د غزل دریم بیت ته ورسید:
حالات که هرڅومره پیغور د تنهایې راکوي
خو په یارانو مې بلا، بلا باور ساتمه 
استاد اسرارالحق صناعي وویل، دا بیت له مخکې سره تړاو لري په تیر بیت کې شاعر د تنهایې احساس کاوه خو دلته او وایې چې د دومره تنهایې سره بیا هم په خپلو ملګرو باندي پوره پوره باور ساتي، او دا بیت د مخکني بیت يې شرحه یاده کړه.دغه بیت ټولو ګډونوالو وستایه.
د غزل څلورم بیت په دې ډول وه:
درد مې له ځانه سره ساتم، په خوله مسکا پالمه 
پټ په سینه کې مې د اوښکو سمندر ساتمه 
ضیاءالدین همت مل د بیت تر ټولو ښه کمال په بیت کې د تورو تکرار یاد کړ، او په وینا یې په دې بیت کې د (س) توري شپږ ځلي تکرار راغلی دی، د همت مل په خبره چې نور شاعران هم باید په خپلو شعرونو کې دا ډول تکرار ته پام وکړي.
حقمل سروري زیاته کړه چې د غزل هر بیت له حالاتو سره مخکې ځې او هر بیت بیل بیل حالت بیانوي.
احمدي ویل چې شاعر عاطفه او احساس سربیره درد هم لري، د ډير درد تر څنګ د صبر او زغم قوه یې هم له څه کمه نه ده .
له دي وروسته د غزل بل بیت د حامد غورځنګ له خولي ملګرو واوریده.
د پښتني غرور همدغه یو مثال مو بس دی
چې ته سرباندي ټیکری او زه څادر ساتمه
سعیدي وویل چې هر څوک که پښتون وي نو د دې بیت په اوریدو سره به یې ویښتان ځیک شې او په دې پیت کې د پښتنو کلتور او فرهنګ ښکاره شوي دی.
خو د جعفرالماس نیوکه دا وه چې پښتانه څادر په اوږو ساتي او په سر پښتنې ښځې ټیکری ساتي.
صادق بیا د مړوند ددې بیت:
زه به دا خپل ټپي، ټپي مړوند په څه وتړم
چې ستا په سر باندي ټیکري او زما څادر نشته
د پښتني غرور همدغه یو مثال مو بس دی 
چې ته سرباندي ټیکری او زه څادر ساتمه
او پورته بیت ترمنځ د خیال توپیر ته ګوته ونیوله،خو د ګډونوالو لخوا دا خبره په خندا سره واخیستل شوه.
احمدي بیا د دویم نیم بیتي جوړښت داسي وړاندې کړ:
چې ته په سر او زه اوږو باندې څادر ساتمه
دوست محمد دوست وویل چې د دې بیت خیال تکرار دي، او هغه د غزل څخه د دې بیت د لري کیدو سره هم موافق و.د ده په خبره چې تر دي وړاندي هم نورو شاعرانو په خپلو شعرونو کې دا خیال کارولی دی.
حامد غورځنګ بیا د بیت د دویم نیم بیتي سره جوړ نه وه.
اسرار الحق صناعي زیاته کړه چې د څادر ساتلو لپاره سر نه دي ذکر شوی. هغه وویل ویل شوي دي چې څادر له ځان سره ساتمه نو ښکاره ده چې څادر په اوږه اچول کیږي.
دوست محمد دوست منې چې څادر په بل ځای کې نه ساتل کیږی خو بیا یې هم د خیال د تکرار خبره وکړه.
همت مل بیا ویل چې د او کلیمې په بیت کې بېلوالی راوستی دی او بیت یې سم یاد کړ.
بخیتار ساحل وویل چې څادر ساتمه په خپل ځاي ډير ښه راغلي خو منې چې خیال تکرار دی.
حمدالله ارباب ویل چې ډير ښکلي بیت دی او څادر پښتانه په بل ځاي کې نه بلکې په اوږو سره ساتي.
وار مقطع ته ورسید:
د چا مړوند ته مې جوړ کړي دي کلونه وشول 
دغه بنګړي به نور تر کومې خدای خبر ساتمه
پري د خبرو لومړی وار نورا جان بهیر ته ورکړل شو، په لومړیو کې یې خوښي وښوده چې د ختیځ ادبي بهیر له ملګرو سره ګډون لري، ده په تیر بیت هم خبري وکړ چې تیکری او څادر یو مثال نه شي کیدي، هغه وویل دا هر یو جلا جلا مثالونه کیدای شي او دلته شاعر دواړه یو مثال یاد کړی دی، نو به خبره يې باید دوه مثالونه یاد شوي وو، نورجان د خپلې خبرې د کروالي لپاره زیاته کړه کړه د پښتنو په کلتور کې ټيکری او څادر دواړه غرور دي نو بیا یو مثال ورته راوړل سمه خبره نه ده ځکه چې خبرې دوه دي او باید د دوه مثالونو یادونه شوې وه.
بهیر د مقطع په اړه وویل شاعر کمال کړی او د بنګړیو کارونه يې په ډېر نوي انداز سره کړې ده، زیاته يې کړه تر دې وړاندې يې اوریدلي وو، بنګړي اخلم، بنګړي به درته په زرګر جوړوم، ولې د لومړي ځل لپاره يې واوریدل چې شاعر په خپله بنګړي جوړ کړي دي او دا ورته نوي خبره ښکاره شوه. په وینا يې په بیت کې د انتظار خبره شوې ده او مفهوم يې ښکاره دی.
د ضیاالدین همت مل په خبره چې د قافیې او د ردیف تر منځ تړاوو نشته، خو د ناستو ګډونوالو لخوا ورته د ښکلي تړاوو خبره وشوه.
بازمحمد عابد بیا د ایمل مړوند ورستۍ شاعري ډېر وستایله هغه وویل مړوند د شعر رمز پیدا کړی دی او ډېر ښه روان دی، خو د نثر د ډېرې مطالعې غوښتنه يې ورته له دې امله وکړه چې د عابد په خبره د هنري لفظونو یو څه کمی له ځان سره لري.
له پېښوره راغلي ښه شاعر او لیکوال اسرار اتل بیا په غزل کې د مړوند لفظ د کارونې نه اغېزمن شوی و، ځکه خو ددې لنډۍ د ویلو لپاره دریځ ته ودرید:
چې مړوندونو کې مې تنګ وه 
هغه بنګړې مې اوس څنګلو ته راځینه
اتل په خپلو خبرو کې، زیاته کړه زه په ډاډسره وایم د یو شمېر کسانو هغه خبره بلکل ناسمه ده چې ګوندې په کوزه پښتونخوا کې د برې پښتونخوا په پرتله ښه شاعري کیږي، نوموړي زیاته کړه له پخوا هم دلته ښه شاعري کیدله او نوې شاعري خو يې بې مثاله ده.
له دې ټولو خبرو او نظرونو وروسته ایمل مړوند د دریځ ته وغوښتل شو.
مړوند له ټولو ملګرو چې د ده په شعر یې نظرونه ورکړل او د ده په شعر ورکړل شوي نظرونه یې واوریدل مننه وکړه .
ده په لومړي بیت خبرې وکړې ویل یې خیال یې داسي دی چې سترګې به هم پټې وساتي او زړه به هم پت کړم، او د خلکو په منځ کې به خپل ژوند په دغسي هنر تیره وم.
او په اخره کې یې بیا هم له ټولومننه وکړه .
تر ازادې مشاعري دمخه د باز خیریه بنسټ په نماینده باز محمد عابد د ۲۵۰۰۰روپیو په ارزښت یوه پایه ویډيو کیمره د بهیر په واک ورکړه، دغه کیمره د حمدالله ارباب لخوا د بازخیریه بنسټ له لاري بهیر ته وسپارل شوه تر څو په ناستو کې تري ګټه واخیستل شي او د بهیر اونیزې ناستې له همدې لارې ارشیف شي.
د بهیر د ګډونوالو په نماینده ګۍ ضیاالدین همت مل د باز خیریه بنسټ څخه مننه وکړه، همت مل وویل چې د مننې هغه الفاظ له ده سره نشته چې د بازخیریه بنسټ او حمدالله ارباب څخه پري مننه وکړي.
د ازادي مشاعري پيل له نوراجان بهیر څخه وشو:
د ضمیر احمد احمدي، سیداشرف لټون، هجرت الله قدردان، سمسور نبي زاده، هجرت الله هجران، صادق الله صادق، جلال جمال، ذاهدالله احمد، میرحسن خواټول، ایمل مړوند، درویش زمان، ضیاالدین همت مل، ابوبکر علیزی، استاد عبدالصبور وطنوال، استاد اسرارالحق ثنائې، لیاقت لایق، واحدالله سعیدي، بختیار ساحل، حقمل سروري، حامد غورځنګ، اکرام الله کمالي، جعفر وطنیار، احمد جمال جمال، جمال ثاقب سربیره یې له نورو ولایتونو راغلي میلمنو نوراجان بهیر، زاهد الله زهیر، عبدالله عاجز، فضل الرحمن پاڅون، فرید احمد تسکین او کوزي پښتونخوا څخه راغلي لیکوال او شاعر اسرار اتل هم د دي ناستی ګډونوال وه 
د ناستې ارزونه د پکتیا څخه راغلي لیکوال او شاعر فرید احمد تسکین وکړه .
ده ناسته په ټوله کې ښه وارزوله ، د ختیځ ادبي بهیر د ناستو ستاینه یې وکړه، د دغې ډول ناستو د لا پیاوړي کولو غوښتنه یې وکړه، ننګرهاریې په حقیقت کې د علم زانګو یاده کړه.
دغه ناسته شاوخوا ۱۲:۰۰ بجې پای ته ورسیده.
 ابوبکر علیزی

-
بېرته شاته